حميدحسن د خپل ژوند سخته پريکړه کړې!

په ابي پرده ، دا یاران لوګو او یادښت

ليکنه: مدثر دعوت
د افغانستان کريکټ ملي لوبډلي تيز توپ اچوونکی حميدحسن تر کابو درې کلونو ځنډ وروسته د ملي لوبډلي سره يوځای کيږي.
نوموړی په هغه ۱۵ کسيز سکواډ کي شامل دی کوم چي د افغانستان کرکيټ بورډ د غوراوي کميټې د نړيوال جام لپاره اعلان کړی.
FB IMG 1556189529994 2 حميدحسن د خپل ژوند سخته پريکړه کړې!
حميدحسن چي پدې وروستيو کي يې د افغانستان د لوبو او APL ليګ کمينټري کوله ځان جوړ احساسوي او د لوبو کولو جوګه يې بولي.
حميد په يوې نوې مرکه کي ويلي چي زما لپاره د وياړ او خوشهالۍ ځای دی که څه هم د ۳ کلونو په موده کي مي لوبي ندي کړي خو د نړيوال جام لپاره انتخاب سوی يم.
نوموړي د افغانستان کريکټ بورډ او د غوراوي د کميټې څخه مننه وکړل چي پر ده يې باور وکړ، او د نړيوال جام لپاره يې ورته موقع ورکړله.
stream img حميدحسن د خپل ژوند سخته پريکړه کړې!
حميدحسن دامني چي ډير کم لوبغاړي دي چي تر دومره ځنډ وروسته ملي ټيم ته راځي او بيا نړيوال جام لوبوي، خو دی وايي چي تمرينونه مي ډير زيات کړي، فيټنيس مي جوړ کړی او د کابو شپږو مياشتو راهيسي مي په تمريناتي کمپونو کي برخه اخيستې.
حميدحسن وايي تر نړيوال جام وروسته پنځوس اووريز نړيوال کريکټ سره مخه ښه کوم،او که مي چيري د پښې ستونزه يوځل بيا راپيدا نسوه،نړيوال شل اووريز کريکټ او ليګونو ته ادام ورکوم.
نوموړی وايي کله چي يو ورزشکار خپل ټول ژوند ورزش ته وقف کوي نو دا ډيره سخته وي چي بيا هماغه ورزش پريږدي، خو داچي ما ډير زخمونه ليدلي نو مجبور يم چي يو ورځنی کريکټ پريږدم.
HamidHassanAustraliavAfghanistanBDFm7J2mvkYl حميدحسن د خپل ژوند سخته پريکړه کړې!
نوموړی وايي د يو ورځنۍ کريکټ د پريښودلو لوی لامل مي دادی چي ځوان لوبغاړو ته موقع ورکړم،زه خو اوس جوړ يم خو غواړم چي د کريکټ دا برخه په عزت پريږدم او نور لوبغاړي زما پرځای د لوبيدو چانس پيدا کړي.
وروسته تر هغې چي په ۲۰۱۶ز کال شل اووریز نړيوال جام کي حميدحسن د انګليستان په وړاندي پخپلي پښې کي درد محسوس کړ بيا تر اوسه پوري د لوبو کولو جوګه نسو.
۳۱ کلن حميدحسن تر دې مهاله په ۳۲ يوورځنيو لوبو کي ۵۶ ويکټي اخيستي،۲ ځلي يې ۴ او يوځل يې ۵ لوبغاړي سوځولي.
20190509 135909 حميدحسن د خپل ژوند سخته پريکړه کړې!
د تيز توپ اچوونکي لپاره پرلپسې ۹ هيوادونو په وړاندي لوبه کول څه اسانه کار ندی خو ګورو به چي د کريکټ بورډ د غوراوي کميټه پخپله دې پريکړه کي څومره بريالۍ کيږي.
افغانستان د جون په لومړۍ نيټه په نړيوال جام کي خپلۍ لومړۍ لوبه د اسټراليا ترسره کوي.