لیکنه: بهار سمسور
تېره ورځ د چنای سوپر کېنز او کېنز ایلون پنجاب تر منځ د لیګ وروستۍ لوبه د پنجاب لوبډلې په ښه شکل سره وګټله خو بیا یې هم سپانسره فلمي اداکاره پریټی زینټا او مینوال ځکه خوشال نه کړل چې د راوی چندرا ایشوین په مشرۍ کې دغې لوبډلې دوهم پړاو ته لاره پیدا نه کړه او له نیمایی لارې راوګرځول شوه.
بل لور ته د چنای لوبډله چې د هند پخواني لوبډلمشر اېم اېس ډوني تر مشرۍ لاندې دوهم پړاو ته رسیدلې او دوهم مقام له ځانه سره لري د تېر کال له خپلې اتلوالۍ څخه به دفاع کوي او په دغه پلان کې تر دا وخته ښه ثابته شوې هم ده، چې سبا به د ممبيي خلاف په لومړي کوالیفایر لوبه کې په خپل کوربه توب د سیالۍ ډګر ته ودانګي.
خو د چنای لپاره بد خبر دا دی چې د پنجاب خلاف لوبه کې د مېډل ارډر پیاوړی توپوهونکی او اف بریکر سپېن توپ اچوونکی ۳۴ کلن کیدر جادهو د توپ نیونې پر مهال په چپ مټ کې خوږ شو او له اوټ فیلډ هماغه شیبه بهر کړل شو.
په دغه لوبه کې چې د لوبې ۱۴ اور روان و راوندرا جدیجا اور ترو تر سره کړه چې په فاین لېګ کې کیدر جادو په ډای اچولو (ځان ګزارولو) سره توپ له بونډرۍ راګرځول غوښتل او خبره د نوموړي په زخمیکیدو تمامه شوه.
د جادهو بدبختي دا ده چې د ای پي اېل په تېر فصل ۲۰۱۸ کال کې هم له همداسې برخلیک سره مخ شو او یوازې یوه لوبه کې ولوبیده تر څنګ یې نوموړی په تېر اسیا جام کې په اماراتو کې هم زخمي شو او له څو لوبو کولو هم پاتې شو.
جادهو چې په روان ای پي اېل کې د چنای لپاره بیخي ښه لوبیدلی او همدغه وجه ده چې لوبډله یې تر دوهم پړاو رسیدلې، نه شتون یې د چنای لپاره ځورونکی دی او د چنای روزونکي ډله او مسؤلین په دې هڅه کې دي چې د ده پر ځای سبا ته په مهمه لوبه کې کوم لوبغاړي ته چانس ورکړي.
د چنای لوبډلې مشر روزونکي انګلستاني سټیپن فلېمېنګ له IPLT20.com سره په مرکه کې ویلي جادهو سخت خوږ شوی او په راتلونکو مهمو لوبو کې زموږ له لوبډلې سره شتون نه لري او دا زموږ لپاره ښه خبر نه دی.
له دې ور ها خوا د هندي بورډ او د هند کریکټ مینوالو لپاره د اندیښنې وړ دا ده چې کیدر جادهو د ۲۰۱۹ کال نړیوال پنځوس اوریز جام لپاره د هندۍ لوبډلې د منځینۍ برخې مهم توپ وهونکی دی او که ټپ یې ژور وي نو په نړیوال جام کې به چې څلور اونۍ وروسته په انګلستان کې پیلیږي له هندۍ لوبډلې سره نه وي.
هندي رسنۍ خبر ورکوي چې په پنځلس کسیز لېست کې الرونډر واجیاو شنکار شاید د ده ځای ونیسي خو زیات فکر په لېست کې نه اعلان شوي امبیتي رېډو باندې هم کیدای شي.
رېډو چې په روان ای پي اېل کې له همدې چنای سره لوبیږي له یوې نیمه سلیزې پرته زیاتو لوبو کې ښه نه دی لوبیدلی خو بیا هم د کیدرجادهو په بېرته راتګ یا هم نه راتګ ځکه فیصله نه ده شوې چې نن د ورځې تر پایه به د نوموړي ایکسیري اخیستل او معلومات دقیق کیدل ټولې پوښتنې ځواب کړي.
د روان ای پي اېل لیګ لومړی پړاو تیره شپه پای ته ورسیده او سبا به په چنای کې د ځایي لوبډلې چنای سوپر کېنګز او ممبۍ انډینز تر منځ لومړی کوالیفای لوبه ماښام ۷:۳۰ تر سره شي چې ګټونکی یې پای لوبې ته ځي اما بایلونکی به خپل دوهم چانس ته منتظر شي، چې هلته د حیدراباد او ډیلي تر منځ دریم او څلورم مقام لرونکي به تر لوبیدو وروسته چې بایلونکی یې کور ته ځي خو ګټونکی به د ممبۍ او چنای تر منځ د بایلونکي ټیم سره ایلیمنټري پړاو ولوبوي.
بل پلو؛ نن ماښام د ښځو دوه لوبډلو تر منځ د Women,sT20 challenge تر نوم لاندې په جایپور کې لوبه تر سره کیږي.
د معلوماتو پر بنیاد هندی بورډ غواړي چې د ښځو ای پي اېل تجارتي لیګ یا (Women,s IPL) لوبې هم رامنځ ته کړي تر څو په کریکټ کې د عوایدو د لاس ته راوړو ګټه یو پر دوه کړي.
تېر کال هم پر همدې هدف یوازې یوه لوبه د دوه ښځینه لوبډلو تر منځ تر سره شوه خو دا ځل د دریو لوبډلو تر منځ څلور لوبې تر سره کیږي چې د ننۍ لوبې ګټونکي لوبډله به له دریمې لوبډلې سره ولوبیږي.