اې بي ډيويلرز: IPL تر نړيوال جام غوره دی!

یو بیلبورډ چې پرې لیکل شوی اعلان نه لوستل کیږي. عکس له لاندې اخیستل شوی او شا او خوا یې وریځې او اسمان ښکاري

ليکنه: مدثر دعوت
د سويلي افريقا پخوانی لوبډلمشر چي کابو يو کال کيږي د نړيوال کرکيټ څخه تقاعد سوی په نړيوالو شل اووريزو ليګونو کي لاهم لوبيږي.
په ۳۶۰ درجو مشهور توپوهونکي اې بي ډيويلرز تر خپل تقاعد وروسته چي کله شل اووريزو لوبو ته مخه کړه په مزانسي سوپرليګ کي د تشواني سپارټان لوبډلي لوبډلمشر سو،او ترهغه وروسته سږکال نوموړي خپله لومړنۍ لوبه د بنګلديش په پريمرليګ کي د مشرفي مرتضی په لوبډلمشرۍ کي د رانګپور رايډرز لپاره وکړله.

همدارنګه په پاکستان سوپرليګ کي د لاهور قلندرز لوبډلي لپاره هم ولوبيدی.
په هرصورت، ۳۵ کلن اې بي ډيولرز په روان IPL کي يوځل بيا هم د رويال چلنجرز بنګلور لوبډلي لپاره ولوبيدی.
نوموړي په خپله نوې مرکه کي ويلي “ ما دنړۍ په ډيرو ليګونو کي لوبي کړي،هلته له ډول ډول لوبغاړو سره مخ سوی يم خو هيڅ ليګ د IPL سره نسي تشبه کيدلای، زما په نظر دا ليګ تر نړيوال جام هم غوره دی”

اې بي همدارنګه ويلي ” دا زما لپاره په زړه پوري ده چي په IPL لوبيږم،ماته خوند راکوي چي پدې ليګ کي لوبيږم، دلته د نړۍ ترټولو قوي لوبغاړي لوبه کوي،په هره لوبه کي مو زرګونو نندارچيان تشويقوي ،زه ډير لږ وختونه له داسي غوره حالت سره مخ کيږم”.
اې بي ډيويلرز څو پړاوونه په IPL کي د ډهلي ډريډيولز لوبډلي سره چي اوس ډهلي کاپيټلز ده ولوبيدی،خو ترهغه وروسته تر اوسه پوري د ويرات کهولي په لوبډلمشرۍ کي د رويال چلنجرز بنګلور لوبډلي لپاره لوبيږي،چي اکثريت وخت د لوبي په ګټلو کي مهم رول لري.
ډيويلرز د سږ کال IPL په ۱۳ لوبو کي ۴۴۲ منډي وکړې.

بنګلور لوبډلي په سږ کال IPL کي خپلي لوبي پداسي حال کي پايته ورسولې چي د جدول په پای کي يې شتون درلودی.
د اې بي ددغه نظريې په اړه چي ويلي يې وه د هندوستان پريمرليګ تر نړيوال جام غوره دی په نړيواله سطه د کرکيت لږو مبصرينو خوښ کړی خو ډيرو بيا يو طرفه نظريه ياده کړېده،او دنړيوال جام سره يې د IPL د بهتروالي فکر تمسخر کړيدی.