د ویسټنډیز پرونۍ ریکارډي توپوهنه؛ د پاکستان ریکارډ یې هم مات کړ

عصري، سپینه او فیشني داخلي ډیزاین دیاران له لوګو سره

لیکنه: بهار سمسور
ویسټینډیز چې له ځوانې لوبډلې سره ۲۰۱۹ کال نړیوال جام ته په امادګیو بوخت دی،د ایرلېنډ په کوربه توب دری اړخیز سیریز کې چې بنګلادېش ویسټنډیز او کوربه ایرلېنډ پکې شتون لري لومړۍ لوبه یې د ایرلینډي لوبډل مشر ویلیم پورټرفیلډ د ټاس له ګټلو وروسته د ایرلېنډ په لومړۍ توپ اچونې سره پیل کړه.
دغه لوبه د ایرلېنډ په ډابلین کې تر سره شوه.
ایرلېنډ پلان درلود چې د خپل کوربتوب او هم نوي ویشتنځای څخه په ګټې اخیستنې ویسټینډیزي توپ وهونکي وارخطا کړي خو خبره وروسته له هغې برعکس شوه چې د ویسټینډیز ځوانو پیلیز (اوپنرانو) شای هاپ او جهن کمبل ارام پیل وکړ او د لوبې تر ۳۰ اور پورې په میدان کې ودریدل چې د ویلیم پورټر فیلډ هر پلان یې په سړه سینه ځواب کړ او هم یې لوبه مخکې یوړه.
دوی دواړو سلیزې پوره کړې او هم یې ۳۶۵ ګډې منډې جوړې کړې.

جهن کمبل د ۱۳۷ توپونو لوبولو سره د ۶ شپږیزو او ۱۵ څلوریزو سره ۱۷۹ منډې جوړې کړې او ۲۲۴ دقیقې پر ویشتنځای پاتې شو، د څنګ ملګري یې شای هاپ بیا په ۱۵۲ توپونو ۱۷۰ منډې د ۲۲ څلوریزو او ۲ شپږیزو پر مټ تر لاسه کړې او دی هم ۲۲۸ دقیقې په میدان کې پاتې شو.
په دې توګه ویسټینډیز په ځانګړي ډول شای هاپ او جهن کمبل د پاکستاني اوپنرانو امام الحق او فخر زمان د ۳۰۴ ګډو منډو ریکارډ مات کړ.
هغوی د ۲۰۱۸ کال په جوالۍ میاشت کې د زیمباوبې په بلایو کې د کوربه هېواد خلاف ۳۰۴ ګډې منډې اخیستې وې.
دې ته ورته په اوپن کې له پاکستان مخکې د سریلنکا لپاره د انګلستان خلاف د ۲۸۶ ګډو منډو ملګرتیا اوپل تړنګا او سنهت جایسوریا په ۲۰۰۶ کال کې تر سره کړې وه.
خو تر ټولو زیاتې پیلیزې ګډې منډې بیا د ۲۰۱۹ کال د مې په ۵ تاریخ چې د ای سي سي د یوه ورځینیو لوبو په حساب ۴۱۲۸یوه ورځینۍ لوبه تر سره کیده په همدې لوبه کې ویسټینډیز دا ریکارډ مات کړ.
ویسټینډیز له یوې بهترینې لوبې او لوړ هدف ۳۸۱ منډو وروسته چې یوازې درۍ ویکټې یې پرې بایلودې ۳۸۴ هدف په سکور بورډ باندې ولیکه.
ویسټینډیز کوربه ایرلېنډ په توپ وهنه کې هم راګیر کړ او د ایرلېنډ لس واړه ویکټو د ویسټینډیزي اوپنرانو شای هاپ او جهن کمبل منډې هم ځواب نه شوې کړای او د لوبې په ۳۵ اور کې یې وروستۍ ویکټ هم له لاسه ورکړه چې په لوی توپیر ۱۹۶ منډو یې لوبه ویسټینډیز ته بایلوده.
ویسټینډیز چې په لنډ کریکټ شل اوریز فارمټ او ګرمو لوبو مشهور کریکټ ټیم لري، د دغې ځوانې لوبډلې سره نړیوال جام ته راتګ یې د نورو لوبډلو لپاره ښه زیری نه دی او باید چې هر سیال یې په اختیاط سره مقابلې ته رامخکې شي.