لیکنه: فضل الله فضلي
سکاټلینډ د افغانستان په مقابل کي پرون د دوو یو ورځنیو لوبو لپاره خپله لوبډله اعلان کړه.
افغانستان د سکاټلینډ په کور کي د ياد هیواد سره د کرکیټ د دوو نړیوالو یو ورځنیو لوبو لړۍ د می میاشتي پر اتمه او لسمه نېټه ترسره کوي.
د سکاټلیند لپاره به د کایل کوټزر په لوبډلمشرۍ ریچي بیرینګټون، مټیو کراس، السډر ایوان، مایکل جانس، مایکل لیسک، کالم مکلیوډ، ګیوین ماین، جورج منسي، سفیان شریف، ټام سول، کریج والاس، مارک وټ او بریډ ويل لوبي ترسره کوي.
د سکاټلینډ سرروزونکی شاني برګر وايي:
«موږ اماده یوو چي د افغان قوي لوبډلې د سخت چلینج په مقابل کي لوبه وکړو. موږ ښه احساس کوو، موږ به خپل مینوال خوشحاله وساتو او دا کال د کرکیټ یو مهم ترین کال دی.»
د دوو نړیوالو یو ورځنیو لوبو دا لړۍ پر تلوېزیون نه ښکاره کیږي، خو د سکاټلینډ کرکیټ بورډ وايي چي دا دوی لوبې به د یاد بورډ په رسمي یوټوب چینل کي کي خپرې سي.
افغانستان او سکاټلینډ په تېرو پنځو لوبو کي یوه لوبه سره مساوي کړې، دوه سکاټلینډ او دوه افغان لوبډلي ګټلي دي.
افغانستان په تېر پنځوس اوریز نړیوال جام کي سکاټلینډ ته په زړه پوري ماته ورکړې وه، چي له امله یې افغان لوبډلي زیاته وستایل سوه.
له دې لړۍ وروسته افغانستان د ایرلینډ په کوربتوب هم دوه یو ورځنۍ نړیوالي سیالۍ کوي او له هغه وروسته د ۲۰۱۹ کال نړیوال جام لپاره د پاکستان او کوربه انګلینډ خلاف دوه تمریناتي سیالۍ هم ترسره کړي.