که له خپل کار او دندې کرکه لرئ، نو دا لیکنه ستاسې لپاره ده

لاس کې ودانۍ د جوړولو تخته

ژباړه: عطا محمد میاخېل
ډیر خلک له خپل کار څخه خوښ او راضي نه دي، خو د ژوند د لګښتو او د هغو د پوره کولو لپاره، هر څنګه چې کېږي، باید خپل کار او دندې ته دوام ورکړي، نو څه وکړو، په داسې حال کې، چې له کار څخه زموږ په وجود کې کرکې ځاله کړې ده؟ ولې په کار ځای کې پاتې کېدل ستونزمن او په هغه کې پاتې کېدل او دوام ورکول لاپسې ستونزمن کار دی؟
دا غم او خپګان او له کار څخه کرکه، دا کار نه یوازې تاسو اندېښمنوي، بلکې د شاوخوا نورو خلکو د هڅونې سبب هم ګرځي او هغوی ته د دې احساس د لېږدېدو سبب هم کېږي. په همدې خاطر ډېر کسان فکر کوي، په سختو او پېژندل شویو شرایطو کې پاتې کېدل، له نا پېژندل شویو شرایطو څخه غوره دي.
هغه دلیلونه، چې د دې سبب ګرځي، هغه کار ته دوام ورکړئ، له کوم څخه، چې کرکه لرئ:
که چېرې ستاسو په وجود کې له کار څخه کرکه زیاته وي، نو په احتمالي توګه، خپل کار په سمه توګه نه ترسره کوئ او په نږدې راتلونکې کې زیان وینئ. که چېرې وغواړو له تاسو سره پرته له کوم ابهام څخه خبرې وکړو، نو باید ووایو، که چېرې د کوم کار ترسره کول ستاسو لپاره د زغم وړ نه دی، هر څنګه چې کېږي، باید خوشې یې کړئ، په همدې موخه مو د دې لیکنې په دوام ۵ هغه دلیلونه راوړي، چې د دې سبب ګرځي افراد هغه کار ته دوام ورکړي، له کوم څخه چې کرکه لري او د هغو د حل په ګټورو لارو چارو باندې مو هم رڼا اچولې ده. له یاران وېب سایټ سره ملتیا وکړئ.
د نویو دنده ایزو موقعیتونو له ازمویلو څخه وېره:
یو له اصلي دلایلو څخه، چې خلک د هغو کارونو ترسره کولو ته دوام ورکوي، له کومو څخه، چې کرکه لري او نه یې خوشې کوي، له نا پېژاندو موقعیتونو او ځایونو څخه وېره ده. دا چاره په ځانګړې توګه د هغو کسانو لپاره ده، چې دندې پرېښودو ته د نږدې کېدو په حال کې دي، یا د زېږون له رخصتۍ څخه وروسته غواړي، یو ځل بیا خپلې دندې او کار ته ور وګرځي، یا حتا د هغو کارکوونکو په اړه صدق کوي، چې په شرکت یا دې ته ورته ځای کې یې د اوږدې مودې لپاره خدمت کړی دی.
مالي اندېښنې:
هو، د ژوند لګښت او د پورونو ډېرښت، کولای شي، د دې سبب شي، چې افراد په هېڅ وجه دې ته چمتو نه شي، چې خپله دنده پرېږدي او له کار څخه دا کرکه دوام پیدا کړي. تاسو خپله ښه پوهېږئ، چې اندېښمنونکی مالي وضعیت مو د بېکارۍ له امله لاپسې زیاتېږي؛ نو له دې امله دا یو له مهمو دلیلونو څخه دی، چې خلک له خپل کار څخه، له کرکې سره سره، بیا هم دوام ورکوي او دغه راز په هغو دندو کې پاتې کېږي، له کومو څخه، چې کرکه لري او هېڅکله نه شي کولای، چې خوشې یې کړي.
په کاري چاپېریال کې بوختیا:
کله وخت تاسو په هغه کار باندې بوختېږئ، چې ترې کرکه لرئ، خو په دې دلیل، چې په هر کاري چاپېریال کې ورته نیمګړتیاوې شتون لري، خپل کار ته دوام ورکوئ او نه یې خوشې کوئ. که په آسانه او ساده توګه یې ووایم، تاسو دنده ایزو معلوماتو او د کار بازار ته متوجه کېږئ، که چېرې خپله دنده خوشې کړئ، نو لږ تر لږه باید د یوې نامعلومې مودې لپاره بېکاره پاتې شئ، نو دا غوره ګڼئ، چې خپله دنده وساتئ او خپله آرامتیا له منځه یو نه سئ.
تاسو ځانته له نا خوښۍ سره سمون ورکوئ:
زه له خپل کار څخه کرکه لرم، اوس نو باید څه وکړم؟ داسې ډېر خلک شتون لري، چې وایي، سمه ده، له خپل کار څخه کرکه لرم، خو باید هېڅ ونه کړم او دغه راز هغه ته دوم ورکړم، ځکه هغوی په دې باور دي، چې تاسو نباید هغه کار ترسره کړئ، له کوم سره، چې مینه لرئ او دا نظر د هغوی په باورونو پورې تړاو لري. د بېلګې په توګه وایي: که چېرې د دې دندې ترسره کول، سبب شي، چې تاسو د خپلې کورنۍ لپاره یو ښه ژوند رامنځته کړئ، آیا د دې ارزښت لري، چې له کار څخه د کرکې له امله، هغه خوشې کړئ؟!
ټولې دندې یو شان دي:
وروستۍ بهانه، چې ښایي ځینې کسان یې وکړي، داده، چې په نړۍ کې ټولې دندې بدې دي او په احتمالي توګه تاسو په یوه بې رحمه کس باندې بدلوي. بد رییسان، کینه کښ همکاران او ډېر کاري پنډوالی ( حجم ) په ټولو دندو کې شتون لري. ټولې دندې یوې بلې ته ورته دي او په هېڅ یوه کې یې تاسو نه شئ کولای، چې ښه شرایط تجربه کړئ.
له کار څخه د کرکې په وړاندې څه وکړو؟
تاسو له خپل کار څخه کرکه لرئ او دا یو واقعیت دی. کله وخت ښایي له کار څخه کرکه مو له بریده زیاته او د توضیح وړ نه وي؛ دا ستاسو لپاره یو تېرېدونکی پړاو نه دی. کومه ستونزه، چې شتون لري، په هغې دنده کې پاتې کېدل دي، له کومې څخه، چې کرکه لرئ او په اړه یې هېڅ کار نه ترسره کوئ، دا شرایط به نه یوازې په راتلونکې کې ستاسو لپاره، بلکې د دندې لپاره به مو هم ښه نه وي او په ډاډ سره ویلی شم، چې ستاسو لپاره به له ځانه سره ډېر زیات زیانونه ولري.
لکه څنګه مو چې مخکې وویل، که په هغې دنده کې واوسئ، چې خوند نه ترې اخلئ، نو په هېڅ وجه نه شئ کولای، چې په هغې کې ښې او اغېزمنې کړنې ولرئ، تاسو د خپلو دندو ترسره کول ځنډوئ، له اضافي مسؤولیتونو څخه غاړه غړوئ، تل د ورځې په اوږدو کې غوسه کېږئ او شکایتونه کوئ. که همکاران مو دا موارد د رییس غوږ ته ورسوي، نو ډېر ژر به له خپل کار څخه لرې شئ، نو واقعاً باید په دې باندې پوه شئ، کله چې له خپل کار څخه کرکه لرئ، باید څه وکړئ؟
۱ ـــ ارزونه او مثبت اقدام:
( مایا انجلو ) په دې برخه کې وایي: که چېرې له کوم څه سره مو مینه نه لرله، نو بدل یې کړئ، که نه شئ کولای، چې بدلون پکې رامنځته کړئ، باید خپل لید ته بدلون ورکړئ.
دا جمله په هغو شرایطو کې، چې له کار څخه مو کرکې ټول وجود رانغاړلی دی، ډېره به مو په درد وخوري. په اساسي توګه دوې لارې شتون لري، چې کولای شئ، وې ازمایئ: خپل کار یا لږ تر لږه هغه څیزونه، چې ورسره مینه نه لرئ، بدل یې کړئ؛ یا دا چې په اړه یې خپل لید ته بدلون ورکړئ.
۲ ـــ له کار څخه د کرکې لامل دنننی دی او که بهرنی؟:
له دندې څخه نا خوښي او یا له کار څخه کرکه، ښایي یو بهرنی لامل ولري؛ خو کله وخت دا شرایط د هغه ذهنیت په دلیل، چې په تاسو کې شتون لري، یا تاسو په بشپړه توګه له خپل ژوند څخه کرکه لرئ؟ یا یوازې دنده مو ده، چې ترې کرکه لرئ؟ په هغه صورت کې، چې تاسو له خپل ژوند څخه نا خوښه او ناراضي یاست، نو تصمیم ونیسئ، چې هره ورځ کوچني بدلونونه رامنځته کړئ او هر هغه کار، چې ستاسو د خوشالۍ سبب ګرځي، ترسره یې کړئ.
۳ ـــ هغه ټکي پیدا کړئ، کوم چې له دندې څخه مو د کرکې سبب ګرځي:
کله چې له خپلې دندې څخه کرکه لرئ، تر ټولو لومړی کار، چې باید ترسره یې کړئ، دا ده، چې باید پوه شئ، ولې له خپلې دندې څخه کرکه لرئ، آیا دا کرکه مو د رییس په خاطر ده؟ یا د کاري چاپېریال د نا مناسب والي او له بریده زیاتې سیالۍ په خاطر؟ کله وخت ښایي دا کرکه، له بریده زیاتو دندو د ترسره کولو او یا هم د کاري حجم د ډېرښت له امله وي. آیا ستاسو کاري حجم په ناڅاپي توګه زیات او یا کمېږي؟ یا په کاري بڼه کې مو بدلون رامنځته شوی؟
د اوسنیو کارونو او راتلونکو دندو یو لېست چمتو کړئ، دا کار له تاسو سره مرسته کوي، چې خپلې ستونزې حل کړئ او دغه راز که چېرې د کوم کار او دندې ترسره کول، تاسو ځوروي، نو په دې باندې ځان ډاډه کړئ، چې بل ځل به یې نه ترسره کوئ.
۴ ـــ د خپلو ستونزو په اړه له خپل رییس سره خبرې وکړئ:
کله وخت رییسان له کار څخه د کرکې لامل وي، په ځینو مواردو کې هغوی یوازې له دندې سره مو ستونزه لري. له خپل رییس سره د هغو شرایطو په اړه وغږېږئ، له کومو څخه، چې ناخوښه او ناراضي یاست. هڅه وکړئ، چې د یو بل په مرسته د حل یوه ګډه لاره پیدا کړئ او تر شوني بریده شرایطو ته بدلون ورکړئ. که چېرې ستونزه مو له خپل رییس سره وي، نو غوره ده، چې وګورئ، آیا شرکت کولای شي، چې تاسو یوه موازي ځای ته ولېږدوي، چې د یوه ښه فرد تر نظر لاندې په کار باندې بوخت شئ.
۵ ـــ تر کله مو چې بله دنده نه وي پیدا کړي، نو خپل کار مه پرېږدئ:
که چېرې له خپل کار څخه له بریده زیاته کرکه لرئ او دوام ورکول یې تاسو ځوروي، تر کله مو چې بله دنده نه وي پیدا کړي، په هېڅ وجه یې مه خوشې کوئ، ځکه چې بېکاري او د معاش نشتون ښایي تاسو له دې څخه بدو او ستونزمنو شرایطو سره مخامخ کړي او د ژوند وضعیت مو لاپسې بد کړي.
که له کار څخه د کرکې له امله، باید خپله دنده خوشې کړئ، مخکې تر مخکې باید په دې باندې ځان ډاډه کړئ، چې یو ښه کار مو پیدا کړی دی، دا سمه ده، چې دنده مو، ستاسو هماغه د خوبونو کار نه دی، خو لږ تر لږه باید ستاسو یو شمېر معیارونه ولري.
۶ ـــ تل یو ښه کارمند واوسئ:
کله چې تاسو له خپل کار څخه کرکه لرئ، خو هېڅ ښه دنده شتون نه لري، چې په هغې کې استخدام شئ، نو باید هڅه وکړئ، چې شته شرایط ومنئ او خپل کار ته دوام ورکړئ، دا په دې مانا نه ده، چې تاسو خپل کار په سمه توګه ترسره نه کړئ او مسلکي کړنې ترسره نه کړئ، هرڅومره هم، چې له خپلې دندې څخه کرکه لرئ، باید له خپلو ټولو وړتیاوو څخه ګټه واخلئ او خپلې دندې په سمه توګه ترسره کړئ.
۷ ـــ هڅه وکړئ، چې د خپلې دندې مثبت ټکي په پام کې ونیسئ:
په ډاډ سره ویلی شم، چې د دندې په اړه مو ځینې ټکي شتون لري، چې ستاسو خوښېږي؛ له دې امله په کوم کار کې چې بوخت یاست، ترې کرکه لرئ، هڅه وکړئ، چې په مثبتو ټکو باندې یې تمرکز وکړئ او منفي افکار له ځانه لرې کړئ، د راتلونکې په اړه فکر وکړئ؛ ښایي تاسو له خپلې اوسنۍ دندې څخه کرکه ولرئ، خو که چېرې دا کار ستاسو د موخو د ټینګښت سبب شي، آیا د دې ارزښت لري، چې خوشې یې کړئ او له خپلو موخو سره مخه ښه وکړئ؟
۸ ـــ خپلو احساساتو ته بدلون مه ورکوئ:
په رښتینې توګه ووایم، که تاسو تل شکایت کوئ، نو د هېچا نه خوښېږي، چې له تاسو سره همکاري ولري، په ډاډ سره ویلی شم، چې دا شرایط د دې سبب ګرځي، چې نور له تاسو سره د همکارۍ لېوالتیا ونه لري، یا دا چې په جبري توګه تاسو زغمي؛ له دې امله هڅه وکړئ، چې دا ځانګړتیاوې له ځانه لرې کړئ او په مثبتې انرژۍ سره خپل کار ته دوام ورکړئ؛ په دې اساس که تاسو له خپل کار څخه کرکه لرئ، نو باید مخکې تر دې، چې خپل کار خوشې کړئ، یوه مناسبه ستراتیژي جوړه کړئ، ترڅو زیان ونه وینئ. تل په دې اړه فکر وکړئ، چې شرایط بدلون کوي او تاسو باید هڅه وکړئ، چې په هر حالت کې له خپل ژوند څخه خوند واخلئ.