لیکنه: فضل الله فضلي
د فوټبال دا دوستانه لوبه د تاجکستان هیواد په کوربتوب په مرکز دوشنبې ښار کي د روان عیسوي کال د جون میاشتي پر ۷ نېټه د جمعې په ورځ ترسره کیږي.
له هغه وروسته چي د افغانستان فوټبال فدراسیون سرپرست مشر محمدیوسف کارګر د مرکزي آسیا د فوټبال د اتحاديې په غونډه کي د تاجکستاني فوټبال چارواکو سره ولیدل، د دوستانه لوبي هوکړي ته ورسېدل.
د ۲۰۰۵ عیسوي کال راهیسي افغانستان او تاجکستان د فوټبال لوبډلو تردې مهال پنځه نړیوالي لوبي ترسره کړي دي.
د دواړو هیوادو ترمنځ څلور نړیوالي دوستانه لوبي سوي، چي ټولي لوبي تاجکستانۍ لوبډلي ګټلي دي.
په ۲۰۰۸ ميلادي کال کي یوه لوبه د آسیا چلینج کپ لوبه وه، چي هغه هم د تاجکستان لوبډلي ۴ پر صفر افغان لوبډله ماته کړې وه.
له هغه وروسته چي د افغان ښځینه فوټبال ملي لوبډلي پر فوټبال فدراسیون تور پوري کړ، چي مشرانو یې پر ښځینه لوبغاړو باندي جنسي تېري کړی، چې د افغانستان بهرني فوټبال ته یې سخته صدمه اړولې ده.
د فوټبال نړيوالي شورا یا فیفا او د افغانستان لويي څارنوالۍ تر اوسه د فوټبال د مخکیني رئیس په شمول د فدراسیون د څلورو غړو دندي ځنډولي، خو د ملي لوبډلي لوبډلمشر انوش دستګیر په وارو وارو پر خپل فېسبوک پاڼه لیکلي چي لوبډلي ته یې سخته صدمه رسېدلې او که دا حالت دغسي ادامه پیدا کړي نو لوبډله به یې ګډوډه سي.
دا څومه میاشت ده، چي د افغانستان لويه څارنوالي او فیفا لا هم تراوسه د فوټبال د مخکیني رئیس او څلورو نورو غړو په قضیه بوخت دي، خو لا بریالي سوي نه دي، چي پایلي یې روښانه کړي.
د فوټبال فدراسیون مخکنی رئیس کرام الدین کریم دده لخوا پر ښځینه لوبغاړو د جنسي تېري تورونه په کلکه رد کړي او ویلي یې چي د یو پلار په حیث داسي کار ورته د نه منلو ښکاري.