د نړیوال کرکټ هغه لوبغاړي چې زنداني شوي

یو بیلبورډ چې پرې لیکل شوی اعلان نه لوستل کیږي. عکس له لاندې اخیستل شوی او شا او خوا یې وریځې او اسمان ښکاري

لیکنه: بهار سمسور
کریکټ د نړۍ، ملتونو، هېوادونو او زړونو د یو کیدو او تړون لوبه ده.
دغه لوبه واضح قوانین لري.
د کریکټ لوبې وصول څه داسې دي چې د لوبغاړو (کریکټرانو) تر شخصي ژوند پورې هم لار لري، که یو څوک په نړیواله کچه کریکټ ستوری جوړیدل غواړي نو د دغې لوبې ټول ۴۲ قوانین باید پر ځان عملي کړي.
خو کله کله ځینې شخصي ژوند پورې تړلي مسائل او جرمونه هم د یو کریکټر د محکمې تر مېز او د زندان تر پنجرې رسولی شي.
دا چې تر اوسه کوم کرکټرانو د دې درد څکه کړې ده دلته یې ولولئ:
۱. انګلستانی الرونډر بین سټوکس

نوموړی د انګلستان کریکټ ملي لوبډلې پیاوړی ښی لاسی چټک توپ اچونکی او چپ لاسی توپ وهونکی دی.
سټوکس په ۲۰۱۷ کال کې د انګلستان په بیسټول کې له یو کس سره لومړی لفظي شخړه ورپسې فزیکي جنګ وکړ.
مقابل کس د سټوکس له خوا سخت وهل شوی هم و .دغه وخت سټوکس د ۲۰۱۷،۱۸ کال ایشېز سیریز لپاره د انګلستان په لوبډله کې اعلان شوی و او د مورګن مرستیال کپتان هم و خو د انګلستان بورډ (ECB)له لوبډلې ډراپ کړ، چې له هغې وروسته نوموړي یوه ورځ په جېل کې هم تېره کړه.
د دې قضې لومړی خبر داسې و چې سټوکس له نایټ کلب څخه په داسې حال کې چې نشه یې کړې وه راوتلی و او دغه کس یې په موټر وهلی و او وروسته بیا دا پېښه رامنځ ته شوه.
خو ځینې رسنۍ اوس هم د سټوکس یادې پېښې جلا او دوګوني بولي.
۲. ماخیایا انتیني

د جنوبي افریقا د وخت تکړه چټک توپ اچونکی ماخیایا انتیني په ۱۹۹۸ کال کې هغه وخت چې دی زده کوونکی و او ۲۱ کاله عمر یې درلوده په بوفالو پارک کریکټ ګرونډ کې په هغه قضیه کې تورن شو چې په یوه جینۍ باندې ډلیز جنسي تیری وشو.
تر پلټنو وروسته ماخایا انتیني په دغه پېښه کې شامل و او پنځه کاله کریکټ بندیز پرې پورې شو. او له همدې کبله د ۱۹۹۹ کال نړیوال جام کې هم ونه لوبیده.
او څه وخت یې په زندان کې هم تېر کړ.
۳. د هند درې لوبغاړي

د هندوستان هېواد دری ځوان لوبغاړي چټک توپ اچونکی سریسانت، اجیت چندیالا او انکیت چوان.
دوی د هند غوره لیګ IPL مهم لوبغاړي و چې د راجستان رایلز لوبډلې لپاره لوبیدل.
کله چې د ممبۍ لوبډلې خلاف په وانکیډي لوبغالي کې تر لوبې وروسته لوبډله هوټل ته راغله، نو د( انټي کرپشن) مامورینو د دوی په لوبه تر شک وروسته د پولیسو پر مټ دوی ګرفتار کړل.
وروسته جوته شوه چې دوی په مېچ فېکسېنګ (لوبه جوړونه یا معامله) کې ښکېل دي او د هندي بور (BCCI) د پینل کوډ تر رادار لاندې مجرم ګڼل شوي او عمري کریکټ بندیز پرې ولږیده.
سریسانت په ۲۰۱۱ کال نړیوال جام کې د هندۍ لوبډلې غړی هم و چیرته چې دا جام هندوستان ګټلی و.
۴.لېګ سپینر امیت مېشرا

د هندي کریکټرانو تر منځ مشهور نوم، دی د خپلې جینۍ ملګرې (ګرل فرېنډ) په ځورونه تورن و.
ملګرې یې پولیسو ته شکایت کړی و چې ګني لېګ سپینر پرې د جنسي تیري هڅه کړې او مجرم دی.
له څیړنو وروسته مېشرا مجرم وګڼل شو او په دې جریان کې یې د بندیخانې ډوډۍ هم وخوړه.
۳۵ کلن مېشرا یو بهترین لېګ سپینر توپ اچونکی دی او د هند ملي لوبډلې تر څنګ په کورني کریکټ کې په ۲۰۰ ویکټو اخیستو توانیدلی دی. مېشرا روان لیګ کې د ډیلي کپیټل لپاره لوبیږي چې لوبډله یې تر بلې افی رسیدلې هم ده.
۵. پاکستاني لوبغاړي محمد عامر، سلمان بټ او محمد اصف

دری واړو په انګلستان کې د کوربه هېواد خلاف د مېچ فېکسېنګ (لوبې جوړونې) پلان منلی و.
محمد عامر او محمد اصف غټ ( نو) غیرې قانوني توپونه وکړل او سلمان بټ د کپتان په نوم دوی دې کار ته اړ کړي ول.
د لوبې تر پیل دوهمې ورځې وروسته یو خبریال یو تصویر خپور کړ او په ورځ پاڼه کې یې خبر خپور شو.
دغه خبر په نړیواله کچه شور او بحث جوړ کړ او تر څیړنو وروسته دری واړو دا کار کړی و.
چې د څیړنو، پلټنو په لړ کې تر زندان هم ورسیدل او محمد عامر خو دوه ځلې د مور سره یو ځای رسنیو ته او هم په محکمه کې وژړل اما جرم یې داسې و چې په اوښکو نه پاکیده.