ممبی په سوپر اوور کي حيدر اباد ته ماته ورکړه.

سپینه تجريدي ډیزاین

ليکنه: مدثر دعوت
د هندوستان پریمرليګ ۵۱مه لوبه د حيدر اباد او ممبی تر منځ وه.
ممبی د لوبي پچه وګټله او توپوهنه يې انتخاب کړه.
حيدر اباد د اځل د راشد په ګډون محمدنبي ولوبوی او تکيه يې پر وکړه.
ممبی په پوره ۲۰ اوورنو کي د ۵ لوبغاړو په سوځيدو ۱۶۴ منډي هدف وټاکه.
FB IMG 1556851110063 ممبی په سوپر اوور کي حيدر اباد ته ماته ورکړه.
روهيت شرما ۲۴، قوينټن ډيکوک ۶۹، او سريا کمار ياداو ۲۳ منډي وکړې.
د حيدر اباد لپاره بونيشورکمار او محمدنبي يوه يوه ويکټه ترلاسه کړه،او خليل احمد بيا ۳ لوبغاړي وسوځول.
FB IMG 1556851119497 ممبی په سوپر اوور کي حيدر اباد ته ماته ورکړه.
د ۱۶۴ منډو هدف په تعقيب د حيدر اباد اوپنرانو په سم ډول خپل مسوليت ادا نه کړ.
مارټين ګوپټيل ۱۵ او ساحا ۲۵ منډي وکړې.
محمدنبي ۳۱ منډي وکړې او منيش پانډي ۷۱ ناسوځيدلي منډي وکړې،په وروستي توپ يې شپږيزه ووهله او لوبه يې سوپر اوور ته بوتله.
FB IMG 1556851020686 ممبی په سوپر اوور کي حيدر اباد ته ماته ورکړه.
دا په روان کال کي دويم ځل دی چي لوبه سوپر اوور ته وزي.
د سوپر اوور لوبولو لپاره منيش پانډې او محمدنبي راووتله.
د بومرا په لومړي توپ منيش پانډې د دويمي منډي په هڅه کي وسوځيدی.
دويم توپ ته ګوپټيل ودریدی يوه منډه يې وکړه او محمدنبي ته وار ورسيدی.
محمدنبي په دريم توپ شپږيزه ووهله او په څلورم توپ بولډ اوټ سو.
حيدر اباد په سوپر اوور کي ممبی ته ۹ منډي هدف وتاکه.
حيدراباد پر راشدخان باور وکړ خو هاردیک پانډيا او پولارد په ۳ توپونو لوبه پايته ورسوله.
FB IMG 1556851012496 ممبی په سوپر اوور کي حيدر اباد ته ماته ورکړه.
ممبی اينډينز په دې بريا سره وکولای سوله چي د دريمي لوبډلي په حيث پلې اف ته ولاړه سي.
جسپريټ بومرا د لوبي غوره لوبغاړی سو.
FB IMG 1556851150456 ممبی په سوپر اوور کي حيدر اباد ته ماته ورکړه.
حيدراباد به د کلکتې، راجستان او پنجاب سره خپل زور مالوموي او تر پلې اف پوري به ځان رسوي.