افغانستان تر نړيوال جام مخکي ۶ لوبي لري.

رنګین تجريدي ډیزاین

ليکنه: مدثر دعوت
د کريکټ پنځوس اووريز نړيوال جام ته تر يوې مياشتي لږ وخت پاته دی.
افغانستان په نړيوال جام کي خپله لومړنۍ لوبه د جون مياشتي په لومړۍ نيټه د اسټراليا سره کوي.
FB IMG 1556189529994 افغانستان تر نړيوال جام مخکي ۶ لوبي لري.
د نړيوال جام لپاره افغان لوبډلي خپل ۱۵ کسيزه سکواډ د ۳ احتياطي لوبغاړو په ګډون اعلان کړ.
خو تر نړيوال جام مخکي افغان لوبډله د پاکستان،انګلستان،ايرلينډ او سکاټلينډ سره ۶ يو ورځنۍ لوبي لري.
images 17 افغانستان تر نړيوال جام مخکي ۶ لوبي لري.
افغانستان لومړنۍ يو ورځنۍ لوبه د سکاټلنډ سره د رواني می مياشتي په اتمه نيټه لري او دويمه يو ورځنۍ لوبه د می په لسمه نيټه ترسره کوي.
images 18 افغانستان تر نړيوال جام مخکي ۶ لوبي لري.
تر سکاټلينډ وروسته افغان لوبډله د ايرلينډ سره ۲ يو ورځنۍ لوبي کوي.
لومړنۍ لوبه يې د می په ۱۹مه او دويمه لوبه د می په ۲۱مه نيټه ده.
b66d95d3b2f0ba23d3b58e4f73c08eee افغانستان تر نړيوال جام مخکي ۶ لوبي لري.
تر نړيوال جام وړاندي افغانستان ۲ تمريناتي لوبي د پاکستان او انګلستان سره هم لري.
د پاکستان سره يې لومړنۍ تمريناتي لوبه د همدې می مياشتي په څلوريشتمه ، او دويمه تمريناتي لوبه د انګلستان سره د می په ۲۷مه نيټه لري.
kfm4fpkg rashid khan vs pakistan sep 2018 افغانستان تر نړيوال جام مخکي ۶ لوبي لري.
د افغان کريکټ نوي لوبډلمشر ګلبدين نائب په خپلي نوي مرکې کي ويلي چي موږ د نړيوال جام لپاره پوره امادګي لرو،ښي لوبي کوو او لوبي ګټو.