لیکنه: بهار سمسور
دا لومړی ځل دی چې له برطانوي پرته د اسیا څخه د دغې ادارې لپاره یو شخص مشر ټاکل کیږي.
اېم سي سي د کریکټ لوبې د هر مشکل د سمون او له منځه وړو لپاره د کریکټ نړیوالې شورا ته نظر ورکوي او هم ورسره په مشترک ډول کار کوي.
دغه اداره د یو شمېر هغو هېوادونو سره هم د کریکټ په رایجولو کې هلې ځلې کوي کوم چې پکې دغه لوبه نوې پیل شوې وي او یا هم دغه هېوادونه غواړي کریکټ لوبه وکړي.
کمار سنګاکارا به د روان ۲۰۱۹ کال له اکتوبر څخه د لومړي اسیایي شخص په توګه د دغې ادارې مشري پر غاړه ولري او د شلم کال تر اکتوبر پورې به خپله دنده د یو کال لپاره مسؤل وي.
سنګاکارا پر ټاکل کیدو خوښي څرګنده کړې او ویلي یې دي:
«دا زما لپاره ویاړ دی چې د یوې معتبرې ادارې مشر ټاکل کېږم، زه به په پوره اخلاص سره خپل کار تر سره کړم او هڅه به وکړم چې د دغې ادارې نوم او کار همداسې د خلکو تر منځ یاد کړم.»
سنګاکارا د سریلنکا هېواد پیاوړی توپ وهونکی،ویکټ ساتونکی او لوبډل مشر تېر شوی او د خپل کلونه،کلونه کریکټ کولو وروسته یې له تجاراتي کریکټ پرته له هر فارمټ نړیوال کریکټ سره مخه ښه وکړه، د روزونکي په توګه په تېر کې زده کړی کریکټ نویو لوبغاړو تر ورښایي،خو دا به یې لومړی امتحان وي چې پر لوبغالي تر لوبیدو نورو ته د روزنې تر ورکولو وروسته د دفتري مېز تر شا کیني او د یوې غښتلې ادارې مسؤلیت پر مخ وړي.
باید وویل شي چې میلبورن کریکټ کلب (MCC)چې مرکز یې د لندن په زړه کې د کریکټ کور (لارډز)کریکټ لوبغالي او هغه موزیم سره چې د کریکټ له ابتدا نیولې بیا تر نن پورې د کریکټ توکو، د مشهورو لوبغاړو مجسمې، تصویرونه او یادګارونه هم پکې دي د کریکټ لوبې په ځانګړي ډول د ټېسټ کریکټ د عزت او پرمختګ لپاره هلې ځلې کوي او هم د کریکټ لوبې د لوبې حالتونو (playing condations) د کریکټ قوانینو (ruls of cricket)د تغیر او سمون لپاره کار کوي د کریکټ نړیوالې شورا څخه کلونه مخکې رامنځ ته شوي او تر نن پورې د دغې لوبې لپاره کار کوي دغه اداره، د کریکټ د ابتدا څخه د څو کلبونو په یو ځای کیدو سره جوړه شوه او رسمي یې په ۱۷۸۷ او ۸۹ کې خپل شتون اظهار کړ.