مومندې هسکه غړۍ ودرېږه
د اېمل خان اروا دې ښاده کړله
د میوندۍ ملالې کشرې خورې
د ایوب خان غزا دې یاده کړله
د پښتني حیا سرتېرې خورې
شمشاد په خپله چیغه وخوځوه
هه، که راویښ شي له تا وشرمیږي
دغه ویده پښتانه وخوځوه
تا چې د خپل عزت لیوه وویشته
تاریخ پر اور د غیرت ونڅېده
افغان له شرمه لکه شمعه بل شو
په ځان کې څاڅکی څاڅکی وڅڅېده
مومندې ځار دې شم د هغې شېبې
چې بلوسګر ته دې شپېلۍ سیخه کړه
تا چې ماشه راښکوده ، نور ویده ول
ډز دې ولس کې ولوله ویښه کړه
په ښکېل وطن کې، یه خپلواکې خورې
یه د خوشال د چم بېباکې خورې
زه به شمله ستا په نامه ګرځوم
زما حیاناکې زما پاکې خورې
عبدالغفور لیوال
شمشاد په خپله چیغه وخوځوه
هه، که راویښ شي له تا وشرمیږي
دغه ویده پښتانه وخوځوه
تا چې د خپل عزت لیوه وویشته
تاریخ پر اور د غیرت ونڅېده
افغان له شرمه لکه شمعه بل شو
په ځان کې څاڅکی څاڅکی وڅڅېده
مومندې ځار دې شم د هغې شېبې
چې بلوسګر ته دې شپېلۍ سیخه کړه
تا چې ماشه راښکوده ، نور ویده ول
ډز دې ولس کې ولوله ویښه کړه
په ښکېل وطن کې، یه خپلواکې خورې
یه د خوشال د چم بېباکې خورې
زه به شمله ستا په نامه ګرځوم
زما حیاناکې زما پاکې خورې
عبدالغفور لیوال