لیکنه: مریم محمدي
حضرت محمد (ص) فرمايي؛ تر ټولو غوره ښځه هغه ده چې بچیان ډېر زیږوي او د محشر په ورځ به ډېر امت زما لپاره د فخر سبب ګرځي.
همدارنګه ډاکټران هم وايي چې کومه ښځه ماشومان په خپل وخت نه راوړي د هغوی په بدن کې خطرناک مواد راټولیږي، عمر یې هم لنډیږي، او بدن ته یې ډير زیان رسیږي.
بلخوا کومه ښځه چې ډير ماشومان زېږوي، ورسره یې له وجود نه خطرناک مواد پخپله خارجيږي او روغتیا یې ورځ تر بلې ښه کیږي.
اوس خبره دا ده چې د ډېرو ماشومانو زیږولو نه هداف دا دی چې هر کال ماشوم راوړي کنه واټن یې تر منیځ وي؟
په كابل كې د امام ابوحنيفه د جامع جومات خطيب، مولوي بركت وايي چې مور بايد پوره دوه كاله خپل ماشوم ته شيدې وركړي، دا د ماشوم حق دی، نو په دې اساس میندې باید لږ تر لږه دوه کاله د ماشومانو په مینځ کې وقفه راوړي.
۱- د ماشومانو تر مینځ د واټن ګټې دا دي:
– د ماشوم ښه پالنه کيږي، هغه کسان چې وقفه یي ماشومان راوړي، د هغو په نسبت چې هر کال یې راوړي ښه پالنه یې کوي، د خوراک او په پوښاک سربیره ښه تربیه هم ورکوي.
– د اولادونو د زېږون تر منځ واټن ساتل د مور او ماشوم د پياوړتيا سبب کیږي، خو پرله پسې زېږون هغوی دواړو ته زيان رسوي.
– کال په کال ماشوم زېږول ميندې کمزورې، کم خونې او د زړه ناروغۍ ورته پيدا کوي او ماشومان يې هم له فکري او هم له جسمي اړخه، کمزوري وي.
– د زېږون ترمنځ واټن مراعتول د مور او ماشوم د مړینې کچه راټیټوي، ځکه په افغانستان کې زیات شمېر مېرمنې د زېږون پرمهال خپل ژوند او یا هم ماشوم له لاس ورکوي او سربېر پر دې، کورنۍ له ډول ډول ټولنیزو او اقتصادي ستونزو سره مخ کوي.
۲- د واټن لپاره دا لارښونې عملي کړئ
– ماشوم ته شیدې ورکړئ، که چېرې یوه مور په منظمه توګه خپل ماشوم ته شیدې ورکړي او په ځانګړي ډول د شپې له لوري، زر نه امیندواره کیږي.
– د مینداورۍ د مخنیوي له پیچکاریو ګټه واخلئ، د پېچکاریو کمه موده درې میاشتې او ډېره موده یې درې کاله ده.
– ګولۍ/ ټابلیټ وخورئ، باید په ۲۴ ساعتونو کې یو دانه د حمل د مخنیوي ټابلیټ وخوړل شي. که چېرې پر خپل وخت ونه خوړل شي کېدای شي مېرمن حامله شي.
یادونه: د ماشوم د مخنیوي له هر ډول درملو چې تاسو کار اخلئ د ډاکټرې له مشورې پرته یې مه استفاده کوئ.
.