د هوا په ګرمیدو سره له دې ماسکونو استفاده وکړئ

عصري، سپینه او فیشني داخلي ډیزاین دیاران له لوګو سره

ژباړه راټولونه: مریم محمدي
هر موسم د انسان د بدن د نورو غړو ترڅنګ پر پوستکې هم اغیزه لري، په ژمې کې هوا ډېره لنده یا هم نمناکه وي، خو د اوړي په راتلو سره ورځ تر بلې هوا وچیږي.
په اوړي یا هم ګرمۍ کې وچه هوا د وجود د نورو غړو په نسبت پوستکي ته ډېر زیان رسوي.
په ګرمه هوا کې ځوانې دانې، د مخ داغ، د پوستکي وچیدل، د پوستکي توریدل او په پوستکي کې ورځ تر بلې ګونځې پیدا کیږي.
د ښکلي پوستکي لرل، یوازې د ځوانانو او پیغلو غوښتنه نه ده بلېکې هر انسان دا هیله لري چې تل ښکلی ښکاره شي، د انسانانو غوښتنه هغه وخت پوره کیدونکې ده چې د خپلې روغتیا سربیره د پوستکي د ښه ساتلو لپاره په هر موسم کې ځانګړې پالنه وکړي.
په ګرمه هوا کې له دې ماسکونو استفاده وکړئ، ترڅو صفا او ښکلی پوستکی ولرئ:
۱- د وريجو او شيدو ماسک
نيم ګيلاس خامې مينې (نرۍ) وريجې په هاونګ يا بل څيز کې ښه وټکوئ او ترې پوډر جوړ کړئ، په نرۍ جالۍ يې چاڼ کړئ.
بیا له شېدو سره يې ښه حل کړئ څو کريم ترې جوړ شي. مخ ووینځئ یاد مواد پر مخ د نیم ساعت لپاره پرېږدئ، وروسته يې په تړمو اوبو ووينځئ. دا ماسک د یوې اونۍ لپاره هره شپه استعمال کړئ.
۲- د نارنج د پوستکي او ماستو ماسک
د نارنج پوستکی لمر ته وچ کړئ، بيا يې وټکوئ پوډر يې جوړ کړئ، بيا په دوه قاچوغه ماستو کې يوه قاچوغه د نارنج پوستکي پوډر واچوئ.
یاد مواد ښه محلوط کړئ چې زيړ رنګه ماسک ترې جوړ شي. بیا مخ مو پاک ووینځئ جوړ شوی ماسک پرې ووهئ له ۲۰ دقیقو وروسته مخ مو په تړمو اوبو ووینځئ.
دغه ماسک هم یوې اونۍ لپاره هره شپه ترسره کړئ.
۳- د ماستو، شاتو او ليمو ماسک
په یوه لوښه کې دوه قاچوغې ماستې، دوه قاچوغې شات او دوه قاچوغې د ليمو اوبه واچوئ دریواړه ښه سره ګډ کړئ.
په مخ مو د نورو ماسکونو په څیر ووهئ له نیم ساعت لپاره یې پریږدئ، چې پوستکي کې ټول ګټور مواد جذب شي، بیا په تړمو اوبو مخ ووینځئ.
دا ماسک هم د یوې اونۍ لپاره هره شپه استعمال کړئ.
یادونه: د ورځې له خوا د لمر ضد کریم استعمال مه هیروئ، تر څو د مخ پوستکي ته مو زیان ونه رسیږي.