د سینګار د سامان سره مو پر شونډو خندا راولئ!

په شپه کې غرونو ترمنځ یو روښانه سرک

ژباړه او زیاتونه: نوراحمد فضلي
ایا تر اوسه مو له ځانه پوښتلي دي چي څنګه کولای سئ ښایسته صورت ولرئ؟ ډېری طبیبان په دې باور دي چي د زیاتو روحی و جسمي امراضو دوا و درمل – د سټریس او فشار راکمول دي چي دا یوازي په خندا او موسکا، خوشحاله اوسېدو او د ژوند د رویې په تغییر سره شوني دي. ددې سره پر څنګ باید پوه سئ چي همدا رواني فشارونه د بې خوبۍ او تاثیر ئې په څېره کي د جذابیت د کمېدو سبب کېږي.
د ښایسته صورت لرلو له پاره باید ښایسته روح هم ولرئ او خوشحاله اوسئ.
د ښایسته کېدو او سلامتیا په موخه د خندا و موسکا ګټي:
– په وجود کي د سپین ږیري کېدو ضد هورمون ترشح کېدل، ځوانېدل او د څېرې زیات ښایسته کېدل؛
– د لید او سترګو جذابیت؛
– ښایسته او ځلېدونکی پوست؛
– د امراضو کمېدل؛
– د درد کمېدل او آرامېدل؛
– د وزن کمېدو سره مرسته کول؛
– د تنفس ښه کېدل؛
– هوسا او عمیق خوب؛
– د نورو په نظر کي جذاب او ښایسته خُلق و خوی؛
– د ذهن پیاوړي کېدل؛

یو شمېر هغه جذابي کړني چي سبب کېږي نور په خپل ذهن کي او یا نورو ته په ور پېژندلو یا معرفی کولو کي له هغو یادونه وکړي، هغه په چال چلند کي خوشرویی ده چي بېلابېلي جنبې لري. خو دا کومي کړني دي او څنګه یو فرد جذاب کېدلای سي؟
۱: یو ښه غوږ نیوونکي اوسئ. د مخاطب کس سترګو ته وګوره او د سر په ښورولو سره وښيه چي تاسي هغه ته متوجه یاست او په بشپړه توګه ئې د خبرو و مجلس مخاطب یاست. د سترګو یاد ارتباط هغه ستاسي پر لور در جذبوي.
۲: مهربان اوسئ. مهرباني مو جذاب تر کوي. مهربان انسانان د نورو په زړونو کي ځای لري او هغوی هیڅکله له څېرې نه پېژندل کېږي، بلخوا په زړه سره ئې معرفي کېږي.
۳: موسکا وکړئ. ټولو ته موسکا وکړئ. که موسکا هم نه کوئ، لږترلږه تندي ته سل غوټي مه ورکوئ. موسکا مو د مقابل کس د وجود عمق ته لار پیداکوي او ستاسي پر خوا د نورو د درماتېدو (جذبېدو) په موخه خورا پیاوړې وسیله بلل کېږي.
۴: د باور وړ اوسئ. راز و آمانت ساتونکي اوسئ. دا ډول ښایسته کړني، تاسي جذاب تر کوي او سبب کېږي، چي په لاشعوري ډول د نورو تر نظر ښه و ایسېږئ. د باور وړ کسان، هر کس پر ځان ور ماتوي.
۵: همېشه مو باید ښه بوی ولاړ سي. کله چي له تاسو څخه د نورو تر پزې ښه بوی ورسېږي، هغوی ستاسي پر لور در ماتېږي.
۶: رنګه جامې واغوندئ.
۷: پر ځان باور ولرئ. محکم او په آدب سره خبري وکړئ او له شرمېدو څخه اجتناب وکړئ، شرمېندوک او خجالتي کس د هیچا په نظر ښه نه ورځي او پر خوا ئې نه ورماتېږي.
۸: وخت پېژندونکي اوسئ.