حکومت ته د مناظرې چېلنجونه؛ مناظره څه ده، ولې حکومت پلوي نه ورته حاضریږي؟

آبي رنګه تجريدي ډیزاین

په وروستیو کې د حکومت او په خاص ډول د ولسمشر غني یو شمېر سیاسي مخالفین هغه او پلویانو ته یې د مناظرو چېلنجونه ورکوي.
په تازه ګام کې د کابل پوهنتون استادانو: پوهاند محمد اسماعیل یون او ډاکټر فیض محمد ځلاند حکومت پلوو ته دغه چېلینج اعلان کړی.
دا موضوع په ټولنیزو رسنیو کې د حکومت پلوو او حکومت ضدو فعالانو په ګرم بحث بدله شوې ده.
افراطی قضاوتونه
د حکومت پلویانو پخپلو پوسټونو کې تر ډېره اسماعیل یون او فیض محمد ځلاند ته بدې ردې ویلي او د شخصیت تر توهینه یې وړاندې تللي.
د حکومت منتقدینو هم په دې برخه کې خپل وس کړی او د چېلنیج ورکوونکو د ستاینې ترڅنګ یې د حکومت پلویان عقده یان او په نورو بدو ردو یاد کړي دي.
په ټوله کې دغه موضوع په یوه افراطي بحث بدله شوې او دواړه خواوې پکې د یو بل د توهین او تحقیر تر بریده رسیدلي دي.

فیض ځلاند پرون په خپله فیسبوک پاڼه دا انځور خپور کړی او ولسمشر غني او پلویانو ته یې د مناظرې چیلینج ورکړی

پر یون د خپلې مېرمنې نیوکه
د پوهاند یون مېرمنه ارین یون، چې په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازې او لیکواله ده، پر خپلې فیسبوک پاڼې په یوه خپره کړې اوږده لیکنه کې د یون د دفاع ترڅنګ پر هغه نیوکه کړې، چې د ده ممانعت باوجود یې حکومت نقد کړی.
مېرمن یون لیکلي، چې څو ځله یې د خپل ژوند ملګري ته ویلي، چې د حکومت پلویان د ذره منطقي نقد حوصله هم نه لري او ځواب یې په کنځلو ورکوي، خو د ژوند ملګري یې بیا هم دا خبره له پامه غورځولې او حکومت یې نقد کړی.
بې طرفانه قضاوتونه
یو شمېر بې طرفه خلکو بیا پر فیض محمد ځلاند د نیوکو ترڅنګ ویلي، چې استاد یون هم د هغه د ګډ عکس قرباني شوی.
ځلاند پخپله فیسبوک پاڼه کې له یون سره یو ګډ اخیستل شوی عکس خپور کړی او پکې حکومت ته یې د مناظرې چیلنج ورکړی.
ځینو خلکو لیکلي، چې د یون او ځلاند د نقد ژبه خورا فرق سره لري، خو د ځلاند پوسټ یون هم د ځلاند په مخالفینو کنځلی دی.
خادم؛ لومړنی چېلینج ورکوونکی
د مناظرو د چېلینج ورکولو لړۍ په لومړي ځل څوکاله مخکې هغه مهال پيل شوه، چې د نړیوالو چارو څېړونکي سید انتظار خادم په یوه تلویزوني بحث کې شخصاً ولسمشر غني ته د مناظرې چېلینج ورکړ.
هغه وروسته د حکومت د یوه سرسخت منتقد او د پارلمان د مرستیال همایون همایون په اګاه نومي دفتر کې د کار له کبله بندي او د حکومت پلوو لخوا په ټولنیزو رسنیو کې روسیې ته په جاسوسۍ تورن شو.
خو خادم څه موده وروسته راخوشې او پلویانو یې د نیونې اصلي انګیزه هماغه ولسمشر ته د ده چېلینج ورکول وګڼل.
ترهغه وروسته ډېره موده بیا چا ولسمشر یا حکومت ته یې د چېلینج غږ نه و کړی.
حکومت ولې وېریږي؟
افغان حکومت او پلویان یې له داسې چېلنجونو خورا بده مني او د دې پرځای، چې دغو چېلنجونو ته د ځواب ویلو لپاره خپل مدافعین مناظرو ته حاضر کړي، د حکومت پلویان چېلنج ورکوونکي په ټولنیزو رسنیو کې ریشخندوي او ان سپکې سپورې ورته وایي.
ولسمشر غني په افغان سیاستوالو کې ښایي لومړنی څوک وي، چې په ټاکنیزو مبارزوکې یې له هرڅه ډېر په مناظرو زیات ټینګار کاوه.
هغه خپل سیاسي مخالفین مناظرو ته بلل، څو خپلې طرحې او استدلال ورسره شریک او تور و سپین سره معلوم کړي.
ولسمشر غني د ۲۰۱۴ ولسمشریزو ټاکنو کې هم سیالو نوماندانو ته د مناظرې چلینج ورکړی و

اوس د ده په حکومت کې ده او پلویانو ته یې د مناظرو د چېلینج ورکوونکو توهین او ځپل د ځینو په اند د ولسواکۍ او بیان ازادۍ پر ستوني پښه ایښودل دي.
یون او ځلاند څوک دي؟
پوهاند اسماعیل یون د کابل پوهنتون استاد او تر ۵۰ پورې د مختلفو اثارو خاوند دی.
هغه څو لسیزې د ادبیاتو استاد، لیکوال، سیاسي فعال او رسنوال پاتې شوی.
یون د حامد کرزي د حکومت پرمهال د هغه نیږدې سړی او د ملي امنیت شورا د فرهنګي چارو ریس و.
دی اوس د ژوندون په نوم د یوه خصوصي تلویزون مالک او د ملي تحریک په نوم د یوې سیاسي ډلې مشر دی.
اسماعیل یون په تېرو ولسمشریزو ټاکنو کې د غني سرسخت ملاتړی او بیا سرسخت منتقد شو.
د ځینو په باور د یون نقد د عقدوي رنګ ترڅنګ په منطق سمبال او ژبه یې توهینونکې نه ده.
فیض محمد ځلاند هم له څو کلونو راهیسې د کابل پوهنتون استاد او سیاسي فعال دی.
هغه د کرزي د حکومت پروخت د هغه سخت منتقد او په تېرو ټاکنو کې د غني سرسخت پلوی و.
خو له ټاکنو وروسته ځلاند د غني خورا توند مخالف او ان د نقد لهجه یې تر سپکو سپورو او بې منطقه تورونو ورسیده.
ځلاند د وسله والو طالبانو له سیاسي دفتر سره هم په اړیکو تورن دی او تر ډېره په همدې د حکومت پلوو ترڅنګ د نورو خلکو له پامه ښه نه راځي.
مناظره څه ده؟
مناظره هغو علمي مباحثو ته وایي، چې څو بحث کوونکي د ګڼو ګډونوالو او صاحب نظرانو په مخکې پر یوې مشخصي موضوع بحث او استدلال سره کوي.
دا ډول مناظرې مو ممکن د تېرو ولسمشریزو ټاکنو پر وخت ډېرې لیدلې وي.
په مناظره کې یو بل ته درناوی، په احترامانه لهجه خبرې او د مشخصې موضوع په اړه په ټاکل شويو څو ـ څو دقیقو کې مشخص استدلال لازمي دی.
دا چې د افغانستان سیاسي فضا به له توهینونکو بحثونو څخه کله خپل ځای داسې علمي بحثونو ته پریږدي، لا معلومه نه ده!