د کتاب نړیواله ورځ؛ په افغانستان کې د کتاب د کمې مطالعې څو لاملونه

یو زوړ بیل بورډ چې په سمندر کې ډوب دی

لیکنه راټولونه: مریم محمدي
د اپریل ۲۳ د کتاب نړیوالې ورځ هر کال په ټوله نړۍ کې لمانځل کیږي، دا ورځ د ملګرو ملتونو د فرهنګي، علمي او روزنیز سازمان، یونېسکو له خوا په دې نوم ونومول شوه چې د نړۍ په څه د پاسه ۱۰۰ هېوادونو کې لمانځله کېږي.
د نړۍ په ډېرو هیوادنو کې د کتابونو په نړیواله ورځ کتاب چاپوونکي، کتاب پلورونکي او د کتاب مینه وال په ګډه کار سره کوي او خلک کتاب لوستل ته هڅوي.
دغه راز برتانیې او شمالي ایرلنډ ته د لومړي ځل لپاره دا ورځ له کاتا لونیا څخه راغله چې د سینت جورج ورځ بلل کېده او په دې ورځ به مینانو یو بل ته کتابونه سوغاتول.
په برتانیا او شمالي ایرلند کې په دې ورځ ماشومان کتاب لوستلو ته هڅېږي او دوی ته د دوی د خوښې کتابونه ورکول کېږي.
په دې وروستیو کې په افغانستان کې هم یوشمېر خلک د دې ورځې له لمانځلو سره اشنا شوي دي، تر یو حده د ځوانانو په مینځ کې د دې ورځې د لمانځل او کتاب لوستلو دود عام شوی دی.
له نیکه مرغه د افغانستان په ډيری ولایتونو کې اوس مهال کتابتونونه جوړ شوي هلته بیلابیل کتابونه، ژباړې او لیکنې ترلاسه کیږي چې ځوانان یې د کتاب لوستلو ته لیواله کړي دي.
خو له دې سره سره بیا هم داسې لاملونه شته چې زموږ یو شمیر خلک د کتاب له ارزښت نه ناخبره دي:
– بې سوادي
په افغانستان کې د جکړې زیان د نورو برخو سربیره د تعلیم کچه هم زیانه کړې، د دې هیواد ډېر خلک د سواد نه بې برخې دي. ځکه نو بې سوادي د کتاب د نه لوستلو لوی لامل دی، زموږ په هیواد کې د ډیرو نارینه ځوانانو تر څنګ نجونې هم کتاب نشي لوستی ځکه د هلکانو په نسب ډیرې نجونې له تعلیمه پاتې دي.
– نا امني
چیرته چې امنیت نه وي هلته د نورو پرمختګونو د مخنیوي تر څنګ د کتاب مخ هم بند پاتې وي، نا امني د بې سوادۍ اصلي لامل دی، همدا ده چې زموږ ډېر ځوانان له تعلیمه پاتې دي.
په کوم ځای کې چې امنیت نه وي هلته سړک، روغتون او ښوونځی نه تر سترګو کیږي، نو کتاب ته به د چا پام شي.
– بې وزلي
نورو هیوادنو کې ډېر لیکوالان د کتاب د چاپ په بدل کې پيسې ترلاسه کوي، خو په افغانستان کې بیا ځینې خلک په کتاب پيسې نه ورکوي، ځکه خلک یا بې وزله دي یا ورته اهمیت نه لري، دوی ته په کتاب پیسې ورکول اضافه مصرف ښکاري.
– انټرنټ
تکنالوژي د کتاب په وړاندې هم مثبته او هم منفي ونډه لرلې ده. اوس زیات شمېر خلک د کتابتون پرځای انترنېټ ته ور ننوځي او هلته کتابونه لولي.
ډېری لیکوالان هم خپلې لیکنې د کتاب چاپولو پرځای انټرنېټي ویبپاڼو ته ورکوي او هغه یې ورته خپروي چې لوستونکي یې هلته لولي.
یو څو خبرې
د کتاب د ارزښت به اړه سلګونه خبرې شوي راځئ له نننه وروسته د کتاب لوستل پیل کړو تر څو له ځینو ګټو یې برخمن شو:
– د کتاب لوستل د ذهن په پیاوړتیا کې مرسته کوي.
– فکري تمرکز زیاته وي.
– د پوهې لپاره تهداب او پایې جوړوي.
– لغوي پانګه زیاتوي.
– د عمومي معلوماتو د ډیروالي سبب کېږي.
– په ژوند کې د شته ستونزو د حل لامل ګرځي.
– مقاومت ته مو هڅوي
– استدلال، پوهې، درک، او نوښت ته وده ورکوي.
– د الزایمر(هېرېدل) او د نورو د ماغي ناروغیو مخنیوی کوي.
– شخصي او ټولنیزو اړیکو ته قوت وربخښي.
– زموږ د ټولنې پرمختګ سبب ګرځي.
– د ژوند کولو هنر را زده کوي.
– په ژوند کې د تېروتنو د کم والي سبب کېږي.
– له فصاحت او بلاغت نه برخمنوي.
– پرخپل ځان باور رامنځ ته کېدو سبب ګرځي.
– ښه احساس درته په برخه کوي.
– ستړیا او نا خوښي له منځه وړي او د خوښۍ سبب ګرځي.
– د روحي فشار مخنیوی کوي.
یادونه: د کتاب په اړه مو د زړه خبرې په کمینټ کې ولیکئ!