غني سره د امریکایي وزیر توندې خبرې؛ د خلیلزاد د کابل سفر خو به لویه جرګه ونه ځپي؟

آبي رنګه تجريدي ډیزاین

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپو د دوشنبې پر ورځ له افغان ولسمشر اشرف غني سره ټلیفوني خبرې کړي.
د غني دفتر د معمول خلاف د دغو خبرو په اړه نه کومه اعلامیه ورکړې او نه یې ویاندویانو په دې اړه کومه مرکه یا نظر څرګند کړی.
څه یې سره ویلي؟
د روسیې خبري اژانس اسپوتنیک په یوه راپور کې ویلي، چې امریکایي لوري له غني غوښتي څو د سولې پر وړاندې نور خنډ نه شي.
سرچینه وایي: امریکایي وزیر د قطر ناستې پر ځنډیدو خواشیني ښودلې او ټینګار یې کړی، چې دغه ناسته باید زر په یوه بل فرصت کې ترسره شي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم په یوه اعلامیه کې دغه ټلیفوني خبرې تایید کړي او ویلي، چې دواړو لوریو د قطر ناستې په زر جوړیدو او د سولې مذاکراتو پر هڅو او دوام ټینګار کړی دی.
د دغو ټلیفوني خبرو په اړه د ارګ چوپتیا ته په کتو سره داسې ښکاري، چې ریښتیا به هم د امریکایي وزیر لهجه له غني سره په خبروکې تونده وه.
د خلیلزاد هم مهاله سفر
له دې سره ویل شوي، چې د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد په یوه څو ورځیني سفر سیمې ته راغلی.
هغه خپل سفر له کابله پيل کړی او ټاکل شوې، چې هندوستان، پاکستان، قطر او برتانیې ته هم سر ښکاره کړي.
د خلیلزاد د سفر مشخصه اجنډا نه ده معلومه، خو تمرکز به یې پر افغان سولې وي.
د خلیلزاد سفر په داسې وخت کې شوی، چې ارګ د سولې مشورتي لویې جرګې ته تیاری نیسي.
دا جرګه د روانې غویي میاشتې په نهمه په کابل کې جوړیږي، چې تر ۳ زرو پورې کسان به پکې برخه واخلي.
د قطر مذاکرات او لویه جرګه
د سولې له روانو هڅو سره هم مهاله، افغان حکومت او امریکا متحده ایالات د دغو هڅو په تړاو دوه جلا اجنډ لاوې تعقیبوي.
ارګ د امریکا اجنډا پخپل تاوان ګڼي او هڅه کوي چې د لویې جرګې په جوړولو سره خپله اجنډا پياوړې کړي.
د ولسمشر غني د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب په روښانه ټکو تور پورې کړی، چې خلیلزاد د سولې له روانو هڅو افغان حکومت څنډې ته کول غواړي.
د محب په باور امریکا غواړي طالبانو او سیمې سره د خپلو ستراتیژیکو ګټو لپاره معامله وکړي او طالبان د واک پر ګدۍ کینوي.
له وضعیته داسې ښکاري هم دا تور به ډېر ناسم هم نه وي؛ په غبرګون کې یې ولسمشر غني د لویې جرګې په جوړولو غواړي د قطر مذاکرات چېلنج او مخکې تردې چې د سولې امریکایي اجنډا د ده خلاف کوم خطرناکه پایله ورکړي؛ دی زر ولسمشریزې ټاکنې ترسره او په هر ډول چې وي، خپله راتلونکې ۵ کلنه دوره تضمین کړي.

خلیلزاد له څو ورځنۍ دمې وروسته د افغان سولې په اړه بل سفر پیلوي

د قطر مذاکراتو د ځنډولو یا لغوه کولو لپاره په همدې هدف ولسمشر غني دوه نیم سوه کسیز خندونکی لیست جوړ کړ، څو طالبان ورته غوسه او پر لیست اعتراض وکړي.
اوس، چې غني د قطر مذاکراتو د ځنډولو لپاره خپله طرحه کامیابه کړه، ولیدل شي چې امریکا څه کوي؟
د لویې جرګې خلاف هڅې
د ملي یووالي حکومت د پنځوس سلنه شریکوال (اجرایه ریس ډاکټرعبدالله) په ګډون یو شمېر مشهورو سیاسي څېرو او د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو نوماندانو د سولې مشورتي لویه جرګه تحریم کړې ده.
دوی د جرګې د تحریم دلیل د ولسمشر غني لخوا له دغې جرګې څخه پخپله ګټه سیاسي ـ ټاکنیزه استفاده ښودلې ده.
خو د جرګې د جوړولو کمیسون دا تورونه رد کړي او ویلي، چې موخه یې یوازې پر سوله د ولس د استازو مشوره اخیستل دي.
کابل ته د خلیزاد له راتګ سره دا احتمال شته، چې دغه له تجربو، مهارتونو او پراخو اړیکو برخمن افغاني الاصله امریکایي استازی ممکن له مختلفو سیاستوالو سره د لیدنو او د هغوی د هڅونو په وسیله د سولې مشورتي جرګه کم ارزښته او پرضد یې اعتراضونه زیات کړي.
دا چې دا کار به وشي کنه،په نیږدې ورځو کې به یې پایله معلومه شي!