د هنددوستان لومړي وزیر نریندرا مودي ویلي، پاکستان دې په اټومي وسلو نه نازیږي؛ په وینا يې، هند هم څه “دیوالي” ته نه دي ساتلي.
نوموړي چې پرون يې په راجستان کې خپلو پلویانو ته خبرې کولې، وویل:
“موږ د پاکستان لورې ډار ته د پای ټکی ایښی. هغوی (پاکستان) هره ورځ وايي، اټوم بم دی، او اټوم بم دی. موږ لکه چې (اټوم بم) دیوالي ته ساتلی؟”
دیوالي د هندوستان لوی فیستوال دی، چې پر وخت يې هندیان خپله خوښي د پټاکیو په الوزولو لمانځي.
مودي وايي، پاکستان ته يې خبردارې ورکړی و، که د هندوستان د هوايي پوځ نیول شوی پيلوټ ورخوشي نه کړي، تاوان به وکړي.
نوموړي ویلي، چې په هیواد کې يې امنیت لومړیتوب دی او که لومړی وزیر شي یا نه، ترهګر به ترې ژوند ونکړي. د مودي په ټکو: “یا به زه ژوندی یم، یا ترهګر.”
نریندرا مودي په سریلانکا کې په شوي بمي بریدونو او وژنو هم خواشيني څرګنده کړه او په منطقه کې په ترهګرۍ اندیښنه وښوده. نوموړي وویل:
“هندوستان په دې بحراني حالت کې د سریلانکا تر څنګ ولاړ دی او هر ډول مرستې ته تیار دی.”
هغه له خپلو پلویانو وغوښتل، چې که د ترهګرۍ ختمول غواړي، ددوی ګوند ته دې رایه ورکړي.
هغه وايي:
“موږ ته رایه، د ترهګرۍ ختمولو ته رایه ده. ستاسې ګوته دا توان لري.”
د نریندرا مودي سیال ګوند، کانګرس، هغه له واک څخه په سوی استفادې تورن کړ او ويې ویل، چې پاکستان سره يې د اندوس اوبو په سر ځینې ناوړه قراردادونه کړي. په ټکو يې چې د هند حق اوبه پاکستان ته تللي.
د هندوستان او پاکستان ترمینځ اړیکې وروسته له هغې لاپسې ترینګلې شوې، چې تېر فبروري د کشمیر په پلواما کې د هندوستان د پوځ ۴۰ نیمه پوځي عسکر په یو ځانمرګي برید کې ووژل شول. د برید پړه په پاکستان کې میشتې جیش المحمد ډلې په غاړه واخیسته او هند د پاکستان استخبارتي اداره په دې برید کې ښکیله وبلله.
له برید څو ورځې وروسته، دواړه لوریو یو په بل پسې هوايي پوځي الوتکې پورته کړې. د دواړه لوریو پوځې الوتکې یو بل وویشتې، او پاکستان د هند د هوايي ځواک یو پوځي پیلوټ هم ونیوه.
پاکستان ۷۲ ساعته وروسته د هندوستان دغه نظامي پيلوټ بیرته وروسپاره. هغه وخت د پاکستان لومړي وزیر عمران خان وویل، چې د سولې لپاره د ښه نیت په خاطر د هند د پوځ پيلوټ ورخوشې کړ. مودي پرون وویل، چې پاکستان له ویرې او ډاره ددوې پیلوټ وروسپاره.
هندوستان کې اوس پارلماني ټاکنې رواني دي، چې پایله کې به د هیواد لومړی وزیر هم وټاکل شي. بي جي پي او کانګرس ډلې دوه مهمې سیالې ډلې دي.