د بې خپګانه خلکو ځانګړنې؛ ویې لولئ او هماغو غوندې شئ

لاس کې ودانۍ د جوړولو تخته

ژباړه او زیاتونه: صادق طارق
خپګان، ذهني فشار، رواني نارامي یا دې ته ورته اصطلاحات تر ډېره له یو بل سره ورته دي او نیږدې اړیکې لري.
دا که نورې نړۍ ته نا اشنا موضوعات وي؛ وي به، خو افغانانو ته نه دي.
دلته هرکال سروې ګانې ښيي، چې یوه لویه برخه خلک د فیصدۍ له توپير سره په دغو جنجالونو اخته دي.
برعکس؛ نوره نړۍ کې ډېر خلک له دغو شیانو سره یوازې د نومونو تر حده اشنا دي.
خو ولې موږ داسې، هغوی هغسې؟
لوی تفاوتونه به پر ځای پریږدو، سمه ده چې اقتصاد، ټولنه، امکانات او نور شیان به د ځمکې او اسمان هومره فرق ولري. خو په فردي لحاظ نه باید دومره نارامه وای، لکه چې یوو.
دلته به د بې خپګانه خلکو ځانګړنې درسره شریکې کړو. هیله ده له تجربو یې ګټه واخلئ، او هماغو غوندې شئ:
یو بل نه مرسته غواړي!
افغانستان کې ممکن دا شرم وي، چې څوک چا نه مرسته وغواړي، خو انساني اصول او نوره نړۍ داسې نه ده.
انسانان تل یو بل ته اړتیا لري، باید مرسته وغواړي او مرسته وکړي.
البته د مرستې غوښتو شرایط او حدود معلوم دي، داسې هم نه چې پر نورو څوک بار شي.
تاسې هغومره چې نورو سره ځان په مرسته مکلف ګڼئ، همغومره له نورو مرسته وغواړئ او خپل ورځینی ژوند، کارونه او ستونزې پرې سمبال کړئ.
خوب، سمه غذا او ورزش
بې خپګانه خلک سم خوب کوي. یانې د ۲۴ ساعتونو په منځ کې یې حتماً ۸ ساعته خوب ته ځانګړی وي.
هغوی هم د کار وخت پېژني، هم د بنډار او هم د نورو مسئلو.
خوب ته خپل ځانګړی وخت ورکوي او بې قیدو شرطه عمل ورباندې کوي.
سم خوراک څښاک هم کوي. نه داسې کوي، چې په یوه ورځ د څو کسو خوراک وکړي او په یوه وخت یې وکړي.
او نه داسې کوي، چې کله د مفلسۍ، مصروفیت یا بل څه له وجې څو وخته ډودۍ نه خوري.
د دې ترڅنګ ورزش ته بیخي لومړیتوب ورکوي. سم د خوب، خوراک او څښاک غوندې په تقسیم اوقات ورسره مخته ځي او ځان پکې نه باقي کوي.
سوال او ځواب لري
بې خپګانه خلک د هر کار لپاره منطق لټوي. منطق لټول طبیعي ده، چې په سوال و ځواب کیږي.
په افغانستان کې خو که پلار څه وویل، هم به یې په پټو سترګو منې، که د کورنۍ کوم بل غړي، یا ملګري، هم به یې منې.
دا د کامیابو او سمو خلکو خاصیت نه دی. نه باید بې دلیله چا سره زیات وران شئ، نه زیات خواږه.
هرڅه باید د یوه دلیل او منطق له مخې په سمه توګه مخته یوسئ. هم اړیکې، هم کارونه، هم نورې چارې او اړتیاوې.
ماتې زغمي
کامیابي او شکست د سکې دوه مخه دي. هوښیار خلک هم کامیابي لټوي، هم د ماتې زغملو لپاره تیاری نیسي.
که په یوه موضوع کې ناکامیږئ، خوا مه بدوئ، زړه مه خورئ او په ځان یا نورو لعنت مه وایئ.
ژوند لوړې ـ ژورې لري، ورسره عیارشئ.
د ماتې زغمل د ژوند یو مهم اصل دی، که مو د ماتې د زغملو ظرفیت ونه موند، بیا به بریالي هم نه شئ او که شئ، په خوند به یې نه پوهیږئ.
ټولنیزاوسئ
یوازې توب هم د خپګان یو لوی دلیل دی. که غواړئ خپه نه شئ او ذهن مو ارامه وي، ملګري وپالئ او ورسره راشه ـ درشه ولرئ.
د ملګرو په پاللو کې طبیعي ده، چې تفریح او سیاحت به کوئ، ګرځئ به او نویو شیانو او خلکو سره به اشنا کیږئ.
هنر لرل ضرور دي
هنر یوازې موسیقي نه ده؛ له بده مرغه په افغانستان کې خو د هنر په اړه خلک نه سم پوهیږي او نه سم قضاوت او درک لري.
هنرونه ګڼ دي. ورزش هنر دی، نقاشي هنر دی، شاعري او موسیقي هنر دی او سلګونه نور شیان په هنر کې راتلی شي.
تاسې هم که غواړئ بې خپګانه اوسئ، یو ذوق او هنر باید ولرئ، چې د خپګان په وخت کې مو ذهن ورسره بدل شي.
ژوره ساه اخلي
دا به درته هسې خبره ښکاره شي، خو روان پوهانو ټینګار کړی چې بې خپګانه او هوسا خلک ژورې ساه ګانې اخلي.
دا هم صحت ته ګټه کوي، هم رواني حالت ته.
نو تاسې دا ساده کار خو وکړئ، په عامه اصطلاح مصرف پرې نه راځي.
خپله ساه مو ده، هیڅوک نه وایي چې ولې یې ژوره اخلئ.
ژورې ساه ګانې اخلئ، ګټه درته کوي.