ژباړه او زياتونه: محمد عزيز پردېس
پلار، هغه تکيه ده چې جنت يې تر پښو لاندې نه دی… خو تل د پلارولۍ په جرم بايد استقامت وکړي، سربېره پر دې چې ډېرو ستونزو کې هم ګير وي. پلار د دومره ستونزو سربېره تا ته مسکا کوي، ترڅو تا خوښ وساتي. دا چې ته نن يو پړاو ته رسېدلی يې، ښوونځی دې تمام کړ، پوهنتون دې ولوست او يا هم په لوستلو يې بوخت يې، ښه دنده لرې، آرامه ژوند دې په برخه دی… دا ټول دې د خپل پلار د هڅو، لارښوونو او کوښښونو پايله ده. که يې نه منې له يوه يتيم/ يتيمې څخه وپوښته چې د پلار د نشتون څومره ارمان کوي!
ــــــــــــــــ
کله چې د پلار شاته ولاړ يې او ورته متوجه يې چې د زينه پايو څخه په ورو ورو په کښته کېدو وي، نو پوهېږې چې بوډا شوی!
کله چې خپل د مخ ويښته اصلاح کوي او متوجه کېږې چې لاسونه يې رپېږي، نو پوهېږې چې بوډا شوی دی!
کله چې متوجه کېږې چې وروسته له ډوډۍ څخه درمل خوري… نو پوهېږې چې څومره درد لري، خو هېڅ نه وايي او کله چې متوجه کېږي نيمايي ويښتان يې همدا ستاسو اولادونو لپاره سپین شوي دي…
ــــــــــــــــــــــ
لمر هم هره ورځ د پلار څخه وختي ويښېږي، همدا پلار دی چې د کورنې هرې وړې او لويې موضوع ته متوجه دی او څاري يې.
ـــــــــــــــــــــ
پلاره!
زه نه وم خو ته وې،
زه پيدا شوم او تا خپل ټول ځواک زما په تربيه ولګوه،
پلاره ومې بخښه، که کله ناکله مې خپه کړی يې،
پلاره زه مې د ټولو تېروتنو، ناپوهيو او غلطو ګامونه په هکله درڅخه بخښنه غواړم،
لاسونه دې ښکلوم او تندی دې مچي کوم،
ته مې د ژوند څراغ يې او په شتون دې وياړم
ستا د پښو خاوره وم او يمه
بې تا دې نشم!!!
ـــــــــــــــــــ
ای مهربانه پلاره ای قدردانه پلاره
درنه لوګی لوګی شم ای په ما ګرانه پلاره
تا دغیرت غېږه کې داسې روزلی یمه
اوس د ژوندون په چارو ښه پوهېدلی یمه