هند او اسلام؛سږ کال به یې دوه لکه مسلمانان حج ته لاړشي

د مني په موسم کې غرونه او ځنګلونه

هند؛ هغه هېواد چې له چین څخه وروسته په نړیواله کچه لوړ نفوس لري.
دا هېواد، چې له نومه د هندوانو هېواد ښکاري د مسلمانانو شمېر هم پکې کم نه دی.
که څه هم پاکستان ددې هېواد خلاف خپلې پټې او ښکاره جګړې ته د مذهبي رنګ ورکولو کوښښ کوي، خو جالبه دا ده چې هند د اسلام له دغه دعوه ګیر هېواد څخه د مسلمانانو ګڼ نفوسه هېواد دی.
دوه لکه حاجیان
د هند د اقلیتي چارو وزارت اعلان کړی، چې سږ کال سعودي عربستان دغه هېواد ته د حاجیانو په سهمیه کې د دوه لکو حج کوونکو سهم منلی دی.
تر دې مخکې دغه سهمیه ۱۷۵ زره تنه وه.
د هند بیزینس استاندارد خپرونې د یاد شوي زارت په حواله ویلي، چې دوی ته له اوتار پرادش، غربي بنگال او بیهار ایالتونو څخه زیاتو خلکو د حج فریضې لپاره مراجعه کړې ده.
پرله پسې زیاتوالی
سعودي عربستان دا درې کاله سر په سر د حج لپاره د هندوستان سهمیه زیاتوي.
تېرکال یاد شوي هېواد ته د حاجیانو سهمیه کې ۵ زره او اوړم کال ۳۵ زره تنه زیاته ونډه ورکړل شوې وه.
سږنی حج
هندي چارواکي وایي سږ کال به ۲ زره او ۳۴۰ تنه ښځینه حج کوونکې له نارینه محرم پرته له دغه هېواد څخه حج ته ولاړې شي.
هلته د حج د نوم لیکنې بهیر، د پیسو تحویلول او اړونده ټولې نورې چارې د انټرنیټ په وسیله ترسره کیږي.
د چارواکو په وینا د دغه سیستم انټرنیټي کیدو د حج په پروسه کې اسانتیاوې زیاتې کړي او لګښتونه یې کم کړي.
د هند مسلمان نفوس
هند د نړۍ د ترټولو دویم لوړ نفوس لرونکی هېواد دی.
څوکاله مخکې د یاد شوي هېواد ټول نفوس نیږدې زر میلیونه تنه اټکل شوی و.
په دغه نفوس کې ۱۷۵ میلیونه شاوخوا د مسلمانانو نفوس اعلان شوی و.
دومره میلیونه خلک د هند د ټول نفوس څه باندې ۱۴ سلنه جوړوي.