د طاهر اشرفي پارونکی ګام؛ د سعودي ولیعهد یې د ۲۰۱۸ کال اغېزناک شخصیت اعلان کړی

یو بیلبورډ چې پرې لیکل شوی اعلان نه لوستل کیږي. عکس له لاندې اخیستل شوی او شا او خوا یې وریځې او اسمان ښکاري

د پاکستان د اهل السنت ډلې د دیني عالمانو د شورا مشر طاهر اشرفي، چې افغانانو ته په ځانګړي ډول یوه منفوره او جنجالي څېره ده، په تازه ګام کې یې تر مشرۍ لاندې ټولنې د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان د ۲۰۱۸ کال غوره شخصیت اعلان کړی.
ځانګړي مراسم
د یادې ټولنې لخوا محمد بن سلمان ته جوړ شوی تندیس د ځانګړو مراسمو پر مهال په اسلام اباد کې د سعودي عربستان سفیر نواف بن سعید ته ورکړل شو.
دا مراسم پاکستان ته د مسجد الحرام د امام شیخ عبدالله عواد الجهوني له سفر سره هم مهاله نیول شوي وو، چې د پاکستان ولسمشر عارف علوي هم پکې برخه اخیستې وه.
په دغو مراسمو کې طاهر اشرفي ویلي، چې د سعودي ولیعهد اسلامي نړۍ؛ په ځانګړي ډول یمن، فلسطین او سوریې ته ډېر خدمت کړی او د مسلمانانو ملاتړ یې کړی.
هغه همدا شان د هند او پاکستان په کړکېچ کمولو کې د محمد بن سلمان د رول یادونه او ستاینه کړې ده.

غبرګونونه
د پاکستان سخت دریځه شیعه ګانو د اهل السنت علماوو دغه ګام غندلی او ویلي، چې د سعودي ولیعهد د شیعه مذهبو یو لوی دښمن دی.
هغوی پر طاهر اشرفي او ټولنې یې تور پورې کړی، چې له سعودي څخه حمایه کیږي او لاسپوڅي ورته کوي.
ولې محمد بن سلمان؟
محمد بن سلمان پاکستان ته د څو میاشتې وړاندې سفر پرمهال په دغه هېواد کې د سعودي د ۲۰ میلیارده ډالره پانګونې خبر ورکړ.
له هغه څخه پاکستانیانو بې ساری هرکلی وکړ؛ تردې چې صدراعظم عمران خان ورته خپله د موټر ډریوري کوله.
اوبو وړی پاکستان
پاکستان په وروستیو کلونو کې له بد اقتصادي وضعیت سره مخ او له ګڼو نړیوالو بنسټونو او هېوادونو څخه په لسګونه میلیارده ډالره پوروړی دی.
دغه هېواد د خپل دغه وضعیت د مهارولو لپاره هرې خوا ته لاس اچوي، چې له هغې ډلې یې سعودي ته هم ډېرې سترګې اوړي.
سعودي عربستان هم پاکستان بېنوا نه دی پریښی او د پام وړ مرستې او پانګونه یې ورته اعلان کړې ده.
پاریدلی ایران
ایران، چې له سعودي سره د شیعه ییزم او وهابیزم د نظریو له کبله سخت مخالفت لري، د پاکستان او سعودي په نیږدې والي پاریدلی.
که څه هم په دې اړه یې چارواکو رسماً څه نه دي ویلي، خو مطبوعاتو یې په مختلفو بڼو د پاکستان او سعودي نیږدې والی پارونکی ګڼلی.
دوی ټینګار کړی، چې پاکستان باید د وهابیزم دومره لمنه ونه نیسي، چې شیعه ییزم ورنه خفه شي.