افغان دولت په یوازې ځان طالبانو سره سوله نه شي کولای – د حکمت خلیل کرزي لیکنه

په ابي پرده ، دا یاران لوګو او یادښت

لیکوال: حکمت خلیل کرزی(د بهرنیو چارو وزارت مخکینی سیاسي مرستیال )
سرچینه: فارن پالېسي
ژباړن: بشبر دروېش ـ یاران وېب پاڼه
ډېرو افغانانو ته به هغه ورځ جشن وي، چې هېواد یې له هر ډول بهرنۍ لاسوهنې څخه خلاص وي. داسې یوه ورځ به د عزت مندانه سولې د لاسته راوړلو ورځ وي.
دا دواړه موخې سره تړلي او داسې ښکاري، چې اوس یې تحقق له بل هر وخت څخه ممکن دی.
له افغانستان څخه د خپلو سرتېرو د ویستو په اړه د امریکا متحده ایالاتو پریکړه او له طالبانو سره د مستقیمو مذاکراتو ترسره کیدو په دې برخه کې د پام وړ پرمختګ رامنځته کړی دی.
په همدې حال کې، د یو شمېر افغان سیاستوالو او طالبانو ترمنځ بین الافغاني مذاکرات هم پيل شوي دي.
دا دوه مسیره، یانې د متحده ایالاتو او طالبانو او افغانانوـ افغانانو ترمنځ خبرې د یو بل بشپړونکي دي.
له دې سره، هیڅ مسیر پرته له دې چې د ټولو افغانانو او افغان دولت استازي پکې حضور ولري، د واقعې سولې سبب کیدای نه شي.
د ولسمشر غني حکومت د افغانستان لویه برخه مهم سیاستوال ځان نه بېزازه کړي، دلیل یې په مهمو سیاسي پریکړو کې د دوی نه شاملول دي.
حکومت همدا شان نه دی توانیدلی، چې د هېواد امنیتي او سیاسي وضعیت ښه کړي.
سربېره پردې امنیتي وضعیت خراب شوی، تردې چې د غني د ولسمشرۍ دورې له پيله تراوسه یوازې ۴۵ زره امنیتي سرتېري وژل شوي.
ما د فبرورۍ میاشتې په بین الافغاني مذاکراتو کې چې مسکو یې کوربه و، برخه واخیسته( هلته څو دولتي چارواکو هم له شخصي ادرسه برخه لرله). دغې ناستې ته د ورتلو پریکړه اسانه نه وه.
دولت، مدني ټولنې، ښځو او ځینو ځوانانو له دې کبله پردې ناستې نیوکه لرله، چې د دولت په نه موجودیت کې ترسره کیده.
خو له دې سره د ماسکو ناسته د سولې لپاره د راتلونکو پرمختګونو یوه پیلامه شوه.
له طالبانو سره د مخامخې ناستې او ګډ راتلونکي په اړه د خبرو فرصت نه باید له لاسته وتی وای. داسې بحثونه نوي نه وو، خو په دې کچه ناسته هیڅکله نه وه شوې.
د دغو مذاکراتو د پای ته رسیدو ګډه اعلامیه صادره شوه، چې پکې د هېواد بنسټونو ته د درناوي ترڅنګ د ټولو خلکو(نارینه او ښځینه وو) پر یو شان حقونو ټینګار شوی و.
په پریکړه لیک کې د بهرنیو ځواکونو پر وتو هم توافق وشو او وښودل شوه، چې دا مسئله یوازې د طالبان غوښتنه نه ده.
له دې سره نور ډېر مهم مسایل پاتې و، چې د اپریل میاشتې په منځ کې د قطر ترسره کیدونکې ناسته به یې د افغان سیاستوالو، قومي مشرانو، ښځو، ځوانانو او طالب استازو ترمنځ بحث کړي.
په بین الافغاني مذاکراتو کې ښکېل سیاستوال او اصلي لوبغاړي باید محتاط وي او د ( د صفر پایلې ) پر لور د دغو خبرو له وړلو ډډه وکړي.
د افغانستان خلک باید د خبرو اترو پایلې پخپل ورځیني ژوند کې محسوسې او د تېرو ۱۸ کلونو د لاسته راوړنو په خوندیتوب کې نقش ولري.
د سیاسي حل و فصل لپاره به د افغانستان راتلونکی اساسي قانون، د طالب مشرانو ونډه او د مدني حقونو د ساتنې تضمینول د اړتیا وړ او ستونزمنې پریکړې وي.
درې احتمالي سناریوګانې په مخکې دي:
دولت غواړي له طالبانو سره مستقیمې خبرې وکړې. د دولت په باور له مخکې نه جوړ شوی نظام موجود دی او دغه نظام له قدرت څخه د استفادې قانوني انحصار ځان سره لري، چې طالبان یې باید ومني.
دولت په ۲۰۱۶ کې له یوې بلې جنګي ډلې(حزب اسلامي) سره هم د سولې تړون لاسلیک کړی. سره له دې چې د لوی والي او میداني نفوذ له کبله د حزب اسلامي او طالبانو پرتلنه ممکنه نه ده، خو حزب اسلامي د طالبانو په ډېرو باورونو کې شریک او له دولت سره د جګړې سابقه لري.
دولت تراوسه طالبانوسره هغسې سوله غواړي، لکه له حزب اسلامي سره یې چې وکړ، خو دا باور غیر واقع بینانه ګڼل شوی.
له بلې خوا، طالبان د افغانستان له اوسني دولت سره د خبرو لېوالتیا نه لري. دوی دغه دولت نامشروع ګڼي او استدلال کوي، چې د هېواد د ۵۰ سلنه خاورې کنټرول له دوی سره دی او باید د قدرت مرکزیت هم دوی سره وي.
طالبان فکر کوي، چې له متحده ایالاتو او نورو نړیوالو لوبغاړو سره د دوی وروستی تعامل هم دوی ته په سیاسي لحاظ ډېر ارزښت او قوت بښلی.
د واشنګټن دې پریکړې هم د دوی روحیه او پرځان باور پياوړی کړی، چې وایي احتمالاً به له افغانستانه خپل ځواکونه وباسي.
طالبانو په عمومي ډول اعلان کړې، چې د قدرت د قبضې په هڅه کې نه دي، خو په واقعیت کې دوی غواړي، چې خلک دې د راتلونکي حکومت د جوړښت لپاره ورسره یو ځای او سیاسي هوکړه وکړي.
دا خبره د ماسکو په ناسته کې، چې د افغانستان نیږدې ۵۰ مشهور سیاسي مشران او ۱۵ طالب استازو برخه لرله، روښانه شوه. دغې ناستې د طالبانو سیاسي مشروعیت هم پیاوړی کړ.
په ټوله کې د لوړ پوړو امریکایي چارواکو او پیاوړو افغان سیاستوالو ناستې له طالب مشرانو سره دغه غورځنګ ته د رسمیت ورکولو په مانا دي.
درېیمه سناریو چې د بریالیتوب چانس یې هم ډېر دی، د دولت، سیاسي مشرانو او حتا د غني د مخالفینو لخوا طالبانو سره د مذاکرې لپاره د یوې ګډې او واحدې جبهې جوړول دي، څو له طالبانو سره د سولې د نقشې په اړه خبرې وکړي.
په دغه جبهه کې نه یوازې دولت؛ بلکې مدنی ټولنه، ځوانان او ټولو نه مهمه دا چې ښځې باید استازي ولري.
د سولې په مذاکرو او هڅو کې به هیڅ لوری خپلو ټولو موخو ته ونه رسیږي؛ له همدې کبله ټول باید په نسبي اهدافو قانع شي.
دغه سناریو له طالبانو سره د سیاسي حل و فصل او واقعي ملي خبرو زمینه مساعدوي. دغه عملي بهیر ټول افغانان په یوه جبهه کې له طالبانو سره خبرو ته کینوي.
همدا درېیمه سناریو به له کړکېچ څخه د خلاصیدو او هغو موخو ته د رسیدو لاره وي، چې متحده ایالات یې تعقیبوي. ځکه ډېر داسې مسایل شته، چې طالبان به پرې یوازې له افغانانو سره بحث وکړي.
د دې لپاره، چې د متحده ایالاتو مسیر په بریالیتوب سره پای ته ورسیږي، بین الافغاني مذاکرات باید پياوړي او ډېر مشروعیت پیدا کړي.
که د متحده ایالاتو مذاکرات له طالبانو سره پرته له دې، چې افغانستان کورنی هوکړه لیک پکې ولري، مخته لاړ شي، دغه معامله به له ماتې سره مخ شي. همدا شان د امریکایي ځواکونو وتل به د متحده ایالاتو او افغانستان د ماتې په مانا او طالبانو ته د افغانستان تسلیمول وي.
د افغانستان دولت باید له سیاسي رهبرانو سره په همکارۍ د اغېزناکه قومي او مذهبي څېرو، ښځو او ځوانانو په ګډون د مذاکرې د یوې پياوړې ملي ډلې جوړولو ته کار وکړي. دوی باید په ډله ییز ډول د سولې او مذاکرې لپاره هڅې پياوړې کړي.
طالبان هم باید د مذاکرې له دغه ملي ټیم سره هوکړه وکړي. د مذاکرو د بریالیتوب لپاره باید په مذاکراتو کې هیڅ شرط کینښودل شي.
سیمه ییز اونړیول لوبغاړي به په خبرو اترو کې د خپل نفوذ د تضمین لپاره هڅې کوي، خو نه باید لاسته راغلی فرصت نابود شي.
دا باید هېر نه شي، چې له بین الافغاني مذاکرې او توافقنامې پرته هیڅکله دایمي اوربند ته نه شو رسیدلای.
په اوسني وضعیت کې د څو لسیزې منازعو او بې اعتمادیو د ختمولو لپاره واحد او مستقیم مسیر موجود نه دی، ټولو لوریو په دغه منازعو کې خپل عزیزان له لاسه ورکړي.
د دې لپاره، چې د لاسه ورکړو خلکو درناوی شوی وي، یوازینۍ لاره همدا ده چې شرافتمندانه سوله ترلاسه کړو.