د بشريت ستر لارښود، نبي کريم (ص) ۳۰ په زړه پورې او فضيلت لرونکې ويناوې

د مني په موسم کې غرونه او ځنګلونه

ژباړه: محمد عزيز پردېس
۱- د آدم اولاده چې هرڅومره زړېږي، ۲ صفته پکې پيدا کېږي: حرص او تمه.
۲- بې وزلي بلا ده، له هغې څخه بده بيا د وجود بيماري او د وجود له بيمارۍ څخه هم ستونزمنه د زړه بيماري ده.
۳- د انسان زړه په دښته کې د يوې ونې پورې د هغې زوړندې پاڼې په څېر دی چې تل د شمال په واسطه په اهتزاز وي او رپېږي.
۴- د ښځو سره په چلند کې له الله تعالی څخه ډار وکړئ او د هغوی په حق کې له نېکۍ څخه ګټه پورته کړئ.
۵- له بدې رويې او لجاجت څخه ډډه وکړئ چې انګېزه يې ناپوهي او حاصل يې پښېماني ده.
۶- هغه څوک چې تملق او چاپړوسي کوي، پر مخونو يې خاورې وشيندئ.
۷- ستا تر ټولو سرسخته دښمن همغه اماره نفس دی چې ستا د دوو اوږو يا اړخونو په منځ کې ځای لري.
۸- ترټولو زړه وره خلک هغه دي چې په خپلو نفسي خواهشاتو برلاسي شي.
۹- هغه کس غوره دی چې خپلو عيبونو ته پاملرنه يې د نورو کسانو د عيبونو له توجه څخه راوګرځوي.
۱۰- صدقه ورکړئ او خپلو ناروغانو ته په صدقې سره روغتيا وروبښئ.
۱۱- خپل ځان او نورو ته زيان رسول منعه دي.
۱۲- د مومن شرافت په شپه کې د هغه په بېدارۍ او عزت يې له نورو څخه په بې نيازۍ کې دی.
۱۳- زړه بايلل انسان کڼوي او ړندوي يې.
۱۴- هر څوک چې د خپلې کورنۍ سپکاوی وکړي، نو خوښ ژوند به له لاسه ورکړي.
۱۵- خپلې کورنۍ سره وخت تېرول، په جومات کې له ګوشه نشينۍ څخه د الله تعالی ترڅنګ مقبوليت لري.
۱۶- ترڅو چې زړه سم نشي، نو ايمان به سم نشي او ترڅو چې ژبه سمه نشي؛ نو زړه به سم نشي.
۱۷- زما له امت څخه هر عقلمند ته دا څلور څيزونه ضروري دي: پوهې ته غوږ نيول، د پوهې زده کول، د پوهې خپرول او پر هغې عمل کول.
۱۸- زه د خپل امت په اړه د بې تدبيرۍ څخه وېره لرم، نه د بې وزلۍ څخه.
۱۹- غښتلتيا په زور او مټو کې نه ده، غښتلی هغه کس دی چې په خپلې غوسې کنټرول ولري.
۲۰- ستاسو ترټولو غوره کور هغه دی چې يو يتيم پکې په عزت سره ژوند وکړي.
۲۱- د عمل اړيکه له مرګ څخه بېلېږي، مګر پرته له دې درې حالاتو څخه: د خيرات هغه وسيله چې همېشنۍ وي، هغه علم چې تل منفعت ورسوي او نېک صالحه اولاد چې د والدینو لپاره دعا وکړي.
۲۲- درې څيزونه د ايمان نښې دي: سربېره پر دې چې بې وزله وي او لاسنيوی وکړي، له خپل حق څخه د نورو په ګټه تېرېدل، زده کوونکو ته د پوهې زده کول.
۲۳- خپله دوستي خپل دوست ته څرګنده کړئ چې د مينې او محبت اړيکې موغښتلې شي.
۲۴- پرته له شکه چې د ځان ستاينه د خپل قدر کمول او فروتني د خپل مقام درانده ساتل دي.
۲۵- الله تعالی ښکلی دی او ښکلا يې خوښېږي.
۲۶- ترټولو دروند څه چې د اعمالو په تله کې ايښودل کېږي، نېک خوی او خوشخويي ده.
۲۷- درې امره د يو عقلمند لپاره د پاملرنې وړ دي: د ژوند ښه والی، د آخرت توشه او حلال عيش.
۲۸- عبادت په ۷ ډوله دی چې ترټولو غوره يې د حلال رزق پيدا کول دي.
۲۹- د بدو ردو په ويلو سره پرته د خلکو له کينې څخه بل څه لاس ته نه راوړئ.
۳۰- د يو او بل لاس ته په محبت سره فشار ورکړئ، ترڅو کينه مو له زړونو څخه لرې شي.