د افغانستان مشهورې سندرغاړې او ښځینه فعالې اریانا سعید د حجاب او افغاني ښځو د ژوند په اړه پارونکې خبرې کړي، چې توند غبرګونونه یې پارولي.
څه یې ویلي؟
اریانا سعید پرخپل فیسبوک پاڼې په خپره کړې یوه ویډیو کې د افغان ښځو د ژوند په اړه خپلې تبصرې کړي.
هغې د دوی حجاب اغوستل رد کړي او ویلي، یوازې حجاب اغوستل د اسلامي اصولو رعایت نه دی.
اریانا ادعا کوي، چې ډېرې افغانې ښځې خپل نظافت ته سمه پاملرنه نه کوي او په وینا یې د (اوو مردار شویو خرو) هومره بد بوی ځنې ځي.
هغې همدا شان تور پورې کړی، چې دغه ښځې تر حجاب لاندې خپل فسادونه پټوي.
د لمانځه او ګناهونو په اړه
اریانا سعید دغه راز وایي، دا د دې ترڅنګ چې حجاب کې نه ګرځي، خو تل په اواداسه وي او لمونځونه کوي.
سربېره پردې وایي، که لمونځ وهم نه کړي، دا پرې د خدای حق دی او هغه به ورسره په هغې دنیا کې حساب کوي.
اریانا سعید له دې خبرو سره ټینګار کوي، چې څوک باید د نه لمانځه او نورو مسئلو په سر تر فشار او نیوکو لاندې رانه وستل شي.
توند غبرګونونه
د اریانا سعید دا خبرې په ټولنیزو رسنیو کې له پراخو توندو غبرګونونو سره مخ شوي.
ګڼو منتقدینو یې د هغې نېمه بربنډه عکسونه خپاره کړي او تر سپکو سپورو او کنځلو یې غندلې ده.
هغه نه یوازې د نارینه وو؛ بلکې ښځینه وو له توند غبرګون سره هم مخ شوې ده.
یوې ښځینه قارۍ زینب موحد ویلي: هیڅ انسان ته باید څوک توهین ونه کړي؛ د ټولې نړۍ مسلمانانو او ښځو ته توهین خو لا لیرې خبره ده.
دغه دیني عالمه وایي: انسان چې هرڅومره متمدن کیږي، هغومره باید خپلې حیا او عزت ته زیاته پاملرنه وکړي، نه چې د ځنګله د حیواناتو په شان همېشه لوڅ لغړ/ لوڅ لغړه وګرځي.
مېرمن موحد د اریانا سعید په اړه وایي، چې هغه خپل هنر د خپل لغړتوب په وسیله پر خلکو تپل غواړي او هڅه کوي په دې ډول ځانته مینه وال پيدا کړي.
هغه څه، چې د زینب موحد په باور یو پریوتی او بې ارزښته عمل دی.
له اسلامه ناخبري
یو شمېر نورو منتقدینو اریانا سعید له اسلامه په ناخبرۍ تورنه کړې او ویلي، چې هغه په نامسلمانو هېوادونو کې د امتیاز لاسته راوړلو لپاره په پرله پسې توګه د اسلامي او افغاني ارزښتونو د توهین هڅه کوي.
دوی له نوموړې غواړي، چې د اسلام په اړه خپله مطالعه بشپړه او بیا یې په اړه داسې قضاوتونه وکړي.
یو شمېر خلکو خو پر حکومت او هغو رسنیو هم توندې نیوکې کړي، چې اریانا سعید نازوي او په وینا یې داسې بدعملیو ته یې هڅوي.
بښنه او سپیناوی
د چارشنبې په ورځ اریانا سعید یوه بله د سپیناوی ويډیو خپره کړې او هغې کې یې ټینګار کړی چې هدف یې د چا توهین او سپکاوی نه و. نوموړې همدارنګه یو شمیر خلک چې دې د فرخندې او رخشانې قاتلان بللي یاد کړې چې ګوندې ددې د خبرو په اړه یې ناسم قضاوت کړی. دا ویډیو یې دلته کتلی شئ.
اریانا سعید پښتنه ده!
د اریانا سعید په اړه یوه ترټولو مهمه ناویلې، چې ممکن زیات خلک پرې نه وي خبر، دا ده چې دغه مشهوره سندرغاړې پښتنه ده.
د هغې په ګڼو رسمي ژوند لیکونو کې ویل شوي،چې په ۱۹۸۵ کال په کابل کې له یوه پښتون پلار او دري ژبې مور څخه زېږیدلې ده.
اریانا په ۸ کلنۍ کې له افغانستان څخه پاکستان او بیا اروپا ته کډواله شوه. نوموړې څو کاله په سویس او بیا په لندن کې مېشته وه. هغه له ماشومتوبه د موسیقې مینه واله وه. هغې په سویس کې د مکتب ویلو پر وخت د موسیقۍ د ډلې غړیتوب درلود.
اریانا له ښوونځي وروسته په سوداګرۍ او مدیریت کې لوړې زده کړې وکړې، خو له موسیقۍ سره یې تړاو هم دوام درلود.
هغه په ۲۰۰۰ میلادي کې له سویس څخه لندن ته لاړه او هلته یې له کورنۍ سره مېشته شوه.
اریانا سعید د مور ترڅنګ ۶ خویندې لري.
کورنی ممانعت
اریانا سعید د موسیقۍ پر وړاندې یې د کورني ممانعت مشخص جزیات نه دي ورکړي، خو ویلي چې د لومړني ویډیويي کلیپ له جوړیدو وروسته یې کورنۍ د دغه کلیپ د خپریدو مخنیوی وکړ.
د هغې د كورني ممانعت یو لوی دلیل ممکن د هغې د پلرنیو خپلوانو خنډ کیدل وي.
افغانان په ټوله او پښتانه په ځانګړي ډول له هنر او موسیقۍ سره په دودیز ډول جوړ نه دي؛ خاصتاً چې ښځينه بیا دغه هنر ته مخه وکړي.
اریانا وایي په سویس کې د ۱۲کلنۍ پر مهال د موسیقۍ د زده کړې یو کورس پيل کړ، چې له هغه ځایه هم کورنۍ وویسته.
خو له ټولو ممانعتونو سره اریانا خپلې کورنۍ ته په قناعت ورکولو بریالۍ او خپل هنري فعالیتونه یې پيل او پياوړي کړل.
د ژوند تر ټولو ښکلې شېبه
اریانا سعید وایي د ژوند تر ټولو ښکلې شېبه یې له مشهور افغان هنرمند فرهاد دریا سره لیدنه وه. د اریانا په وینا ډېر افغان هنرمندان یې خوښیږي، خو فرهاد دریا ورته ځانګړی او د ډېرې خوښې سندرغاړی دی.
د اریانا سعید په خبره د فرهاد دریا سندرې یې له ماشومتوبه خوښیدې.
۹ میلیونه مینه وال، مخالفین به څومره وي؟
د اریانا سعید د مینه والو کره شمېر معلومول به سخت کار وي، خو هغه یوازې پرخپل یوټوب چینل ۹ میلیونه څارونکي لري.
اریانا د افغانستان ترڅنګ په نوره نړۍ کې هم ډېرمینه وال لري. هغه په ګڼو هغو لویدیزو هېوادونو کې چې افغانان ژوند کوي، وخت په وخت کنسرتونه ورکوي.
اریانا له دومره مینه والو سره ګڼ مخالفین هم لري. په ټوله کې دودیزه افغاني ټولنه داسې مېرمنې او سندرغاړې نه شي زغملی.
څو ځله په افغانستان کې د اریانا له کنسرتونو سره هم مهاله د هغې پرضد یو شمېر دیني عالمانو اعتراضونه کړي او د نوموړې د کنسرتونو د لغوه کیدو غوښتنه یې کړې.
دغو اعتراضونو هم ممکن د هغې په ډېر مطرح کیدوکې رول لرلی وي.
یوه شپه په یو لک ډالر!
اریانا سعید په ټولنیزو رسنیو کې له تر ټولو فعالو هنري څېرو څخه ده. دا نیږدې هره ورځ خپلو مینه والو ته د سهار په خیر او ماښام په خیر ویلو سره څرګندیږي، په ځینو مسایلو خپل نظریات شریکوي، چې له تاوده هرکلي سره مخ کیږي.
د اریانا هر نوي عکس ته، چې د جذابیت په نیت خپریږي، سلګونه زره کسان لایکونه او کمینټونه ورکوي.
هغه هم ترډېره هڅه کوي، چې پارونکي عکسونه خپاره او د خپلو سندرو ترڅنګ د ښایست مینه وال هم زیات کړي. هغې کال ـ دوه مخکې پرخپلې فیسبوک پاڼې یو شمېر ایډیټ کړي پيغامونه خپاره کړل، چې د پيغام استونکو نومونه یې پکې پټ کړي وو.
اریانا مدعي شوې وه، چې دا پيغامونه د مشهورو او مطرحو افغان سوداګرو دي. په پيغامونو کې له اریانا سره د عاشقانه لېوالتا ترڅنګ ویل شوي وو، چې دوی ورته د یوې ګډې شپې په بدل تر یو لک ډالره پیسو ورکولو ته حاضردي.
د پارونکو جامو کیسه
اریانا سعید شاوخوا کال مخکې د یوه کنسرت پرمهال داسې نری او چسپ لباس اغوستی و، چې د پوستکي رنګ یې درلود او داسې یې ښوده، چې ګواکې هغه په لوڅ ځان سندرې وایي.
د اریانا دغه لباس توند غبرګونونه وپارول. په ټولنیزو رسنیو کې ډېرو خلکو د هغې د دغه کار مخالفت وکړ.
اریانا سعید د دغو اعتراضونو په غبرګون کې خپله یوه قهرجنه ویډیو خپره کړه، چې ښيي هغه پکې خپل دغه پارونکی لباس په اور سوزوي.
تر وروستۍ ساه مبارزه
اریانا سعید نه ډاډه اوسئ، چې د ژوند ترپایه هنرمنده پاتې کیږي.
هغې د تېرسرطان میاشتې په ۲۳ مه د اسټرالیا په ملبورن ښار کې د کنسرت پرمهال دګډ ژوند لپاره د خپل اجرایه مدیر حسیب سائد وړاندیز ومانه.
سائد د سلګونه تنو په مخکې اریانا ته د افغانستان د قهرمانې خطاب وکړ او هیله یې وکړه، چې د نړۍ د تر ټولو نېکمرغه انسان ویاړ ور وبښي او د ګډ ژوند وړاندیز یې ومني.
اریانا ظاهراً همدلته دا وړاندیز ومانه ا وله هغې وروسته دا دوه نیږدې همکاران ښځه او مېړه شول.
د اریانا مخالفینو لا له وړاندې اریانا سعید او حسیب سائد په عاشقانه اړیکو تورن کړي وو، خو دوی دا خبره رد کړې وه.