د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له یوې بلې رسوایۍ پرده پورته کړه.
ټرمپ وایي سعودي عربستان ته د سفر پرمهال د دغه هېواد پاچا یې د ښځې ملانیا ټرمپ په لاس ښکلولو نه مړیده.
د ده په وینا د دغه کار د دوام د مخنیوي لپاره خپله دی لاس په کار شوی.
تر فلم اخوا فلمونه
ټرمپ ویلي، چې د ده او ملک سلمان د لیدنې د خپور شوي فلم برعکس، د سعودي پاچا یې مېرمنې ته یوازې لاس نه دی ورکړی.
دی وایي د سعودي پاچا یې د مېرمنې لاس په لاس کې نیولی او څو ـ څو ځله ښکل کړی.
د ټرمپ دا څرګندونې د نوموړي په یوه تازه خپور شوي کتاب کې راغلي.
ځانګړی هرکلی
د نیوزویک مجلې د راپور له مخې په دغه کتاب کې ټرمپ ویلي، چې په ۲۰۱۷ کې سعودي عربستان ته د سفر پر وخت د سعودي عربستان پاچا ترې ځانګړی هرکلی کړی.
د ده په وینا پاچا ملک سلمان به د ولسمشر اوباما هرکلی پخپله ماڼۍ کې کاوه، خو د دوی هرکلي ته ان تر هوایي ډګره ورغلی و.
ټرمپ ویلي، چې خپلې مېرمنې ملانیا ته یې ویلي و چې د سعودي له پاچا سره ممکن د لاس ستړي مه شي ونه لري، خو داسې ونه شول.
د هغه په خبره مېرمنې یې د سعودي پاچا لاس ته ورکړ او پاچا هم لاس ور وغځوه.
پاچا بس ده!
امریکایي ولسمشر ټرمپ، چې د ژبې په تېزوالي کې ان د بې ادبۍ ترحده مخکښ ګڼل کیږي، وایي د سعودي پاچا یې مېرمنې ته له لاس ورکولو سره څو ځله د هغې لاس ښکل کړی.
د ده په خبره دی په دغه کار خواشینی شوی او پر پاچا یې غږ کړی: پاچا بس ده!
د ټرمپ په کتاب کې ویل شوي، چې د سعودي له لورې د دغه هرکلي په خپور شوي فلم کې یوازې د ملانیا او د سعودي د پاچا د ستړي مه شي یانې لاس ورکولو صحنه خپره شوې او د لاس ښکلولو صحنه ترې حذف شوې ده.
ریښتیا که ټوکه؟
ټرمپ په خبرو کې معمولاً مبالغې کوي. اوس معلومه نه ده، چې دا خبره یې ریښتیا ده او که د ټوکې یا مبالغې په بڼه یې یادونه ترې کړې ده.
د ټرمپ د سعودي سفر هماغه وخت هم له دې کبله د رسنیو د ډېر پام وړ و، چې خپله مېرمنه یې ځان سره بیولې وه.
سعودي عربستان د اسلامي نړۍ ترټولو ډېر د پام وړ او سرلاری هېواد ځکه دی، چې د اسلام د ستر پیغمر(حضرت محمد ص) د زیږیدو، ژوند او تدفین ځای دی.
دغه هېواد ته هرکال په میلیونونه مسلمانان د حج فریضې او عمرې د عبادت لپاره ورځي.