ژباړه: محمد عزيز پردېس
رونالدو د پرتګال هېواد د فوټبال ملي ټيم غړی او د ريال مادرید او يونتوس کلبونو جادويي فوټبالر دی چې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې بې شمېره مينه وال لري، نوموړی د څو دېرشو طلایي توپونو په ګټلو سره د نړۍ ترټولو مخکښ لوبغاړ دی.
رونالډو ۳۴ کلن دی او د کلبونو په کچې سربېره يې پرتګال ته هم ډېر برياوې ترلاسه کړي دي.
رونالډو د پرتګال هېواد د ماديرا په ټاپو کې نړۍ ته سترګې غړولي او له ډېرو ستونزو وروسته دې پړاو ته رسېدلی چې اوس د بې شمېره مينه والو درلودونکی دی.
په دې ليکنه کې به تاسو درنو لوستونکو ته د دې نوموتي جادوګر ورزشکار ۷ مهمې ويناوې وړاندې کړو:
۱- الهام واخله خو حسادت مه کوه
( زه به په رښتيني توګه ووياړم چې يوه ورځ د جرج بسټ يا ډيويډ بکهام سره هم سطحه او برابر شم. دا هغه څه دي چې ما يې د ترلاسه کولو لپاره ډېر ربړې ګاللي ).
هرڅوک په بېلابېل او مشخص ډول ارزښتمن دی او دا سمه نه ده چې افراد د يو او بل سره پرتله کړو.
وړتيا په هرچا کې شته او د هر شخص لپاره ځانګړې ده او دا د دې پورې اړه نلري چې نور څوک څه کار کوي. په همدې اساس غوره ده چې د کينې او حسادت پر ځای له نورو الهام واخلو.
۲- هېڅکله زده کړه او وده مه دروه
( بايد سخت کوښښ وکړئ او زه هره ورځ دا کار کوم. همدا دليل دی چې زه کلونه کلونه په لوړو پوړونو کې وم ).
مهمه دا ده چې بايد له سختيو تېر شئ او هغه موقعيتونه مو چې په لاره کې راځي، باور پرې ولرئ.
نړۍ له استعدادونو څخه ډکه ده او د هر چا د ماتو شمېر له برياليتوبونو څخه ډېر دی. استعداد کم ارزښت لري، هغه څه چې ډېر مهم ګڼل کېږي؛ هڅه او کوښښ دی.
۳- له کرکې څخه د انګېزې په توګه ګټه پورته کړه
( ستاسو مينه ما غښتلی کوي او ستاسو کرکه داسې قوه رابخښي چې زه دې په ځان کنټرول ونلرم ).
رونالدو چې څرنګه په مينه ييزه توګه د خپلو بې شمېره مينه والو لخوا هڅول کېږي، همدا رنګه د مخالف کلب يا لوبډلې مينه والو لخوا کرکه هم ورسره کېږي. نوموړي ډېر ځلې په خپل ځلېدا سره هغوی غلي کړي دي.
ژوند لنډ دی، نو غوره به دا وي چې له منفي ګرايۍ څخه ځانونه لرې وساتو. مهمه دا ده چې کرکه او نفرت مونږ بې انګېزې نکړي.
۴- محدوديت يوازې ستا په ذهن کې شتون لري
( دا يو نظر دی او زه نظرياتو ته احترام لرم. ښايي ستاسو له نظره ليونل مسي غوره وي، خو په خپل ذهن کې مې زه له هغه څخه غوره يم. دا ډېره ساده ده.
د دې بحث چې څوک غوره دی، ښايي هېڅکله هم پای ته ونه رسېږي، خو رنالدو څو موضوعات څرګند کړي دي. محدوديت يوازې د اشخاصو په ذهنونو کې شتون لري. که ځان غوښتونکي موخې ولرئ او ورسره مخکې لاړ شئ، نو کولی شئ چې لويې برياوې ترلاسه کړئ.
۵- د هغو کارونو په اړه خبرې وکړه چې غواړې ترسره يې کړې
( ما هېڅکله دا حقيقت له چانه نه دی پټ کړی چې زما موخه برياليتوب ته رسېدل دي ).
برياليتوب په نيمه شپه کې نه ترلاسه کېږي او همدارنګه برياليتوب په عمل ترلاسه کېږي، نه په خبرو.
رونالدو چې نن په کومه درجه کې روان دی، دا ټول يې د هغه زحمتونو پايله ده چې ۳۴ کاله يې ورته زحمت ويستی دی. که هرڅوک غواړي برياليتوب ته ورسي نو بايد ډېر زحمت وګالي.
۶- خپل ځان دې د ستونزو سره مخامخ کړه نه نور
( زه مجبور نه يم چې نورو ته څه زده کړم. د اثبات لپاره څه شتون لري ).
يوازينی هغه څوک چې ته بايد ورسره سيالۍ او رقابت وکړې، هغه څوک دی چې پرون وې. د دې پرځای چې نور د ستونزو سره مخ کړئ، غوره ده چې خپل ځان مو د ستونزو سره مخ کړئ.
د رونالدو دا جمله د دې مانا ورکوي چې هغه د بل چا لپاره د خپل ځان ثابتول نه غواړي. هغه د خپل رضايت او خوښۍ لپاره لوبه کوي او ځان د هغو اهدافو د ترلاسه کولو لپاره په ستونزو کې اچوي چې خپله يې د ځان لپاره ټاکلي دي.
۷- بايد لويو موخو پسې وګرځئ
( هغه څه چې زه يې د يو لوبغاړي به صفت په لوبغالي کې ترسره کوم، په هغه صورت کې ارزښت لري چې ټيم بريالی شي. دا ترټولو غوره ټکی دی ).
رونالدو تل په دې ملامت شوی چې ګواکې نوموړی مغرور دی، خو دا واقعيت نلري. د رونالدو لپاره فوټبال يوه ټيمي يا ګروپي لوبه ده او فردي برياليتوبونه دومره ارزښت نلري. د ټيم برياليتوب تر ټولو غوره ټکی دی.
کله چې يو لوبغاړی غواړي ښه ګولونه ووهي، دا نو د ټول ټيم لپاره دي. انسان بايد لويو موخو ته هڅه او کوښښ وکړي. مهمه دا ده چې يوازې د شهرت او پيسو په لټه کې ونه اوسو. کله چې موخې يا اهداف د يو چا په زړه کې شعله وره شي، نو هغه کولی شي چې په خپله لاره کې پرتې ټولې ستونزې له مخې لرې کړي او مخکې تګ وکړي.