د دروغجنو راګیرول؛ په دې نښو دروغجن خلک پېژندلی شئ

آبي رنګه تجريدي ډیزاین

ژباړه:صادق طارق
د څېړنو له مخې د خبرو پروخت د وجود حرکتونه ۹۰ سلنه د انسان د واقعي شخصیت او د خبرو ریښتینولي او دروغجنوالی ثابتوي.
تاسې به ډېرو دروغجنو سره په ورځیني ژوند کې مخ کیږئ.
دروغجن بیا تر دروغجنه وي، ځینې یې نوي او بې مهارته وي، چې زر یې راګیروئ او پېژنئ.
خو د ماهرو دروغجنو پېژندل او ورباندې نه تېرول ستونزمن کار دی.
دلته به ځینې لارې چارې درسره شریکې شي، چې په مرسته یې دروغجن کسان پېژندلی او له شره یې خلاصیدی شئ. البته دلته تر ډېره د دروغجنو د وجود ظاهري نښو نښانو ته کتنه کیږي:
د شونډو وچوالی
د دروغ ویلو پروخت معمولاً د دروغجنو شونډې وچیږي.
دا کار په ماهرو دروغجنو هم کیږي، ځکه د څېړنو له مخې دا یو طبیعي اصل دی او د هڅو باوجود هم دروغجن له دې نښې ځان نه شي خلاصولی.
ډېر وخت به مو لیدلي وي، چې د لویو دروغو پروخت دروغجن کسان اوبه څښي او خپله وارخطایي په دې ډول غواړي پټه کړي.
اوږې پورته اچوي
د دروغجنو یوه بله نښه دا ده، چې د خبرو پر وخت اوږې خوځوي، یا یوه اوږه کږوي، یا په بل ډول له اوږو سره خاص اکټونه کوي.
د اړیکو د برخې متخصصینو دا یو بل عادت ګڼلی، چې د دروغجنو خلکو په رسوایۍ کې مرسته کوي.
دوی په دې ډول غواړي هم تاسې خطا باسي او هم خپله وارخطایي د ستومانتیا، نارامتیا یا بل عنوان لاندې پټه کړي.
د سترګو ډېر پرانیستل
روان پوهان وایي، چې دروغجن کسان د خبرو پروخت سترګې ډېر پرانیزي او دا اکټ هم د دروغ ویونکو اړونده نښه ده.
د دوی په باور دوی په طبیعي ډول داسې تکیتکونه لوبوي څو ستاسې پام له خپلو درواغو د خپلې څېرې ځینو اکټونو ته واړوي.
خو پام مو وي، چې نه یوازې په دې کارونو یې خطا نه وځئ؛ بلکې دوی له داسې کار سره د دروغجن په حیث وپېژنئ او ورته ووایئ چې دروغ مه وایه!
بې ځایه دفاع
دروغجن کسان معمولاُ په خبرو کې د خپلو ویل کیدونکو دروغو څخه مخکې هڅه کوي څو ګڼ دلایل د خپلو دروغو د دفاع لپاره وتراشي او توجیهات ولټوي.
دا نښه هم مرسته کوي، چې دروغجن وپېژنئ.
پښتو متل دی: د غله په ږیره خس وي.
څوک چې له حده زیات توضیحات کتاروي، پوه شئ، چې اوړو کې یې شګه شته.
څو نورې نښې
ـ دروغجن خلک معمولاً د خبرو پر وخت تاسې ته ګوته نیسي او د لاس په اشارو هم غواړي تاسې تېرباسي. البته هر ګوته خوځونکی دروغجن نه دی، خو که نورې نښې مو هم په چا کې لیدې، بیا یې دروغجن ګڼلی شئ.
ـ دروغجن کسان ستاسې د عکس العملي خبرې په ځواب کې سرهم ډېرخوځوي او تاسې نه هم تمه لري، چې همداسې زر ورته قانع او په خبرو یې باور وکړئ.
ـ دوی له وارخطایۍ نه د خبرو پر وخت یا سرګروي، یا څټ، یا بل ځای او په دې ډول نارامه وي.
ـ د خبرو پر وخت یا له موبایل، یا د موټر کیلي، یا کوم بل شي سره لوبې کوي او په دې ډول غواړي تاسې وغولوي، یا ځان عادي وښيي.
ـ ځینې وخت د لاس ګوتې هم په خوله کې نیسي او په دې ډول خپله نارامي پټول غواړي.
ګڼې نورې نښې به هم وي، چې هغه کیدای شي تاسې راته ولیکئ.