ټاکل شوې چې د راتلونکي غویي میاشتې په نهمه د کابل د لویې جرګې خېمه (د سولې ملي مشورتي لویې جرګې) په نوم د یوې سترې را ټولیدنې کوربه وي.
جرګه د ولسمشر غني په فرمان جوړیږي، چې هدف یې د سولې لپاره د ولس له استازو سره د سولې د روانو هڅو په اړه مشوره ښودل شوې.
خو دا خبره د ولسمشر د سیاسي مخالفینو له توند غبرګون سره مخ شوې.
دوی وایي دا جرګه د ولسمشرغني د ټاکنیز کمپاین لپاره جوړیږي، بې ځایه لګښتونه پرې کیږي او حتا د سولې لپاره د خنډ جوړیدو هڅه روانه ده.
منزوي شوی حکومت
د حکومت سیاسي مخالفین او منتقدین باور لري، چې حکومت او خاصتاً ولسمشر غني او ورنه چاپېره ډله د سولې په روانو هڅو کې منزوي شوي دي.
د دوی په باور د حکومت شریکوال (ډاکټرعبدالله) او ګڼ نور متحدین یې د امریکا په مشرۍ د سولې د روانو هڅو ملتیا کوي او له هر هغه سناریو سره ملګري دي، چې امریکا یې غواړي.
د حکومت یوه لویه برخه سیاسي مخالفین هم د دغو هڅو ملګري دي.
له دې سناریو داسې ښکاري، چې امریکا، سیمه ییز هېوادونه، وسله وال طالبان او د ولسمشر غني سیاسي مخالفین ټول د یوه نوي او ټول شموله حکومت په جوړولو سلا شوي.
دوی غواړي یا د جوزا میاشتې له پيله د غني د قانوني واک د ختمیدو یا سولې ته د زمینه سازه حکومت لرلو په پلمه د موقت یا سرپرست حکومت په نوم بل حکومت ټینګ او غني څنډې ته کړي.
غني په دې برخه کې لاس و پښې وهي څو دا طرحه ناکامه او د افغانستان د اوسني نظام د لاسته راوړنو او ملي بنسټونو د خوندیتوب په نوم د سولې روانې هڅې وننګوي.
له ښاغلي غني سره په دې هڅه کې د ځوان نسل یوه لویه برخه ملګرې ده. په سیاسي مشرانو کې غني محدود ملاتړي لري. مخکینی جهادي مشر استاد سیاف، د هغه د ګوند غړی او د مشرانو جرګې ریس مسلمیار او په شمار نور مشهور کسان د غني په څنګ کې لیدل کیږي.
د غني یوه لویه برخه مخالفین او حتا ډاکټرعبدالله لېواله دی، چې مشروط موقت حکومت جوړ او د ده په وینا تلپاتې سولې ته زمینه مساعده شي.
د حکومت منتقدین باور لري، چې غني د سولې لویه جرګه هم په دې خاطر غوښتې څو د خپل دریځ د پياوړتیا لپاره ترې ابزاري استفاده وکړي.
ولې مشورتي جرګه؟
د افغانستان په تاریخ کې لویه جرګه ترټولو لوړه او بااعتباره مرجع ده. افغانانو تل د ترټولو سختو او نه حلیدونکو مسئلو واک دغې جرګې ته ورکړی او خپل استازي یې پکې پریکړو ته کینولي.
حامد کرزی لومړنی افغان واکمن و، چې له دغې جرګې سره یې د مشورتي ټکی هم وتړه، څو د ده د خوښې خلاف کیدونکې پریکړه بیرته د مشورې په نوم رد کړي.
هغه د حکومت په وروستیو کې یې له امریکا سره د امنیتي تون په تړاو دا جرګه وغوښته، خو نوم یې د مشورتي لویې جرګې ورکړ.
د جرګې ګډونوالو څه پخپله خوښه او څه له امریکا سره د پټې معاملې له لارې د یاد شوي تړون په زر لاسلیک ټینګار وکړ، خو کرزي هملته ځای پرځای دا خبره رد کړه او تړون یې خطرناک او بې ګټې یاد کړ.
د غني د دغې را غوښتې جرګې په اړه هم باور دا دی، چې د مشورتي ټکی یې له دې وېرې ورسره ملګری کړی، چې ممکن د جرګې پریکړه د غني د خوښې خلاف وي او غني ورنه د ځان خلاصولو لپاره لاره ولري.
برخلیک ټاکونکې که کمپایني جرګه؟
دا له وخته مخکې خبره ده، چې په دې اړه کوم غوڅ قضاوت وشي.
که څه هم له مخکې نه ادعا دا وه، چې غني جرګې ته د خپلې خوښې خلک راولي او په دې ډول ځانته د جرګې له تالاره د (زنده باد) چېغه پورته کوي، خو لیدل کیږي چې د پام وړ برخه د غني سیاسي مخالفین هم د جرګې غړیتوب ته په ترسره شویو ټاکنو کې بریالي شوي.
دا به وروسته معلومیږي، چې غني په دغه دوه نیم زره کسیزه جرګه کې خپل څومره پلویان ځای کړي، سیاسي مخالفینو یې څومره ځای موندلی او د ولس بې پرې استازي په کومه کچه دي؟
غني له پلوه معلومه ده، چې له جرګې څخه د سولې په موضوع کې ده ته د زیات رول ورکولو تمه لري.
د سیاسي مخالفینو دریځ یې هم معلوم دی، چې غواړي له هرې لارې غني وځپي او ځانته د مخته تلو زمینه مساعده کړي.
څه چې د ملت لپاره اړین او ګټور دي، په جرګه کې د دوی د واقعي استازو موجودیت دی، چې خدای دې وکړي تله یې درنه وي.
له دغو استازو تمه کیږي، چې سره یو شي، د حکومت او اپوزیسیون یوه تر اغېز لاندې هم رانه شي او د غني او مخالفینو د دریځ بدرګه کولو پرځای یې د ملت غږ بدرګه کړي.
البته دا کار ډېر ممکن هم نه ښکاري، ځکه جرګه د حکومت د استازو لخوا مدیریت کیږي او د ولس استازي به په تش لاس او نشتو امکاناتو په سختۍ سره منسجم او متحد شي.
په هرحال؛ ملت ته دې خدای خیر پېښوي.
هم دې سوله راشي او هم دې د افغانستان د نظام او بنسټونو لاسته راوړنې خوندي شي.
غني او سیاسي مخالفین یې افراد دي، دوی که وي یا نه، مهمه نه ده، افغانستان او ګټې یې باید لومړیتوب ولري.