د امیدواور میرمنو لپاره خطرناک او بې خطره ورزشونه

د مني په موسم کې غرونه او ځنګلونه

ژباړه: مریم محمدي
ټول ورزشونه که چېرې په احتیاط وشي نو بې خطره دي، مګر د امیندوارۍ په وخت کې تر ټولو ګټور او بې خطره ورزشونه لکه: پیاده تګ، باسکیل چلول، د منډې پر ماشین ارامه قدم وهل او همدارنګه په ازاده هوا کې د سهار له خوا په قراره منډه وهل دي.
امینداوره مېرمنې کولی شي چې یوګا ورزش وکړي، دا ورزش د امیندوارۍ پرمهال د خپګان او عصبي فشار د راکمولو کې مرسته کوي، دغه راز د زېږون مرحله آسانه کوي.
همدارنګه امینداوره مېرمنې دې لامبو وکړي، ځکه دا تمرین د ورنونو په لور د وینې جریان زیاتوي، سر بېره پردې له امیندوارۍ څخه را پیدا شوی عصبي فشار را کموي او زړه پیاوړی کوي .
دا هغه ورزشونه دي چې د مور او ماشوم ټولو غړو ته ګټه لري، همدارنګه د ماشوم د زیږون په وخت کې هم له مور سره پوره مرسته کوي.
د امیندوارۍ په وخت کې بیا دا لاندې ډول ورزشونه مه کوئ ځکه خطرناک دي:
– په هغه ورزشونو کې چې نفس ډېر سوځیږي یا بندیږي.
– هغه ورزشونه چې په کې د غورځیدو امکان ډير وي لکه، اس ځغلول، سکي هاکي، غر ته ختنه او داسې نور.
– له ډله ایزو ورزشونو هم ځان وساتئ لکه فوټبال، والیبال، بسکټبال.
– هر هغه ورزشونه چې خیټې ته ضربه رسوي، لکه ملا کږه کول په بیړه کیناستل جیګیږدل.
– هغه ورزشونه چې ګام یا خیز وهل په کې وي لکه د پړي لوبه…
– په ګرم او مرطوب چاپیریال کې ورزش هم د امیندوارۍ په وخت کې باید ونشي.
سرچینه: اسان طب