ژباړه: نوراحمد فضلي
تاسي ډاډه یاست چي د ژوند د ملګري په اړه مو سم انتخاب کړی دئ. اوس داسي یو څوک په خپل څنګ کي لری چي کولای سئ له هغه سره مجلس وکړئ او له حضوره ئې خوند واخلئ. خو څنګه کولای سئ ډاډه واوسئ چي تاسي دواړه د یو و بل له پاره مناسب مېرمن و خاوند ياست؟ له نېکه مرغه علم ددې پوښتني له پاره مناسب جواب لري. په دې ليکنه کي هغه فکټورونه درته بیانوو چي کولای سي ستاسي پر اړیکو باندي تاثیر وشیندي.
دواړه مثبت فکره یاست:
بېلابېلي څېړني ښيي چي ژوند او د ژوند پېښو و حادثو ته له مثبتي زاویې کتل کولای سي ښې او دوامداري اړیکي رامنځ ته کړي. د شيکاګو پوهنتون څېړونکو موندلې – هغه وخت چي جوړې له لوړ مثبت فکره برخمني وي، ډېري لږ په خپلو کي جنګ و جدل کوي. مثبت احساسات د هري اړیکي پایه او اساس دي ځکه چي د منفي احساساتو لرل کولای سي هرڅه تباه و نابود کړي. همېشه سپارښتنه کېږي چي نیم ډک ګیلاس ووینئ، دا کار خپلي خاصي ګټي لري. د شخصيت او اجتماعي ارواپوهني په مجله کي خپره سوې مطالعه ښيي هغه جوړې چي د یوه وبل لاسته راوړني ستايي؛ له خپلي اړیکي خورا ډېر رضایت لري.
ډېر له متني پیغامونو استفاده نه کوئ:
د انسانانو په اړیکو کي له متني پیغامونو استفاده ښه اغېز لري خو ګفتاري هغوی خورا ډېر اغېزناک دي. په یوه ترسره سوې څېړنه کي څېړونکو موندلې ده چي له متني پيغامونو تر حد زیاته استفاده په ټولو نسلونو کي مروجه او اغېزناکه نه ده. څېړونکي په دې باور دي چي له متني پیغامونو استفاده سره له دې چي کولای سي په ځينو برخو کي ګټوره وي خو له هغو څخه د دقیق پیغام ترلاسه کول د ډېرو کسانو له پاره ستونزمن دي. هرکله چي فرد د خپل مقابل اړخ سره کم تعامل ولري خپلي تمي او هیلي به ئې په ښه ډول برآورده نه سي او همدا کار کولای سي چي په افرادو کي د نارضایتۍ زمینه مساعده کړي. همدارنګه ورته څېړني ښيي هغه نارینه چي له متني پیغامونو ئې زیاته استفاده کړې ده؛ د نورو افرادو په پرتله د دوئ د اړیکي کیفیت ډېر کمزوری او ضعیف دئ. څېړونکي په دې باور دي کله چي نارینه ونه سي کولای په اړیکه کي مستقیماً داخل سي له متني پيغامونو استفاده کوي.
له ټولنیزو رسنيو استفاده محدودوئ:
په ننني عصري عصر کي ټول کسان خوښوي چي د دنیا له ورځنۍ پېښو خبر سي. حتماً تاسي هم له دې موضوع څخه مستثنی نه یاست او خوښېږي مو چي خپل تلګرام، انستاګرام یا فېسبوک په منظم ډول وګورئ. خو تر حد زیات په اجتماعي رسنیو کي بوختېدل یو د ګډ ژوند له زیانمنوونکو مواردو څخه دئ. تر سره سوي څېړني ښيي هغه افراد چي د نورو څخه زیات له اجتماعي رسنیو استفاده کوي په اړیکو کي ډېر جنګ و جدل لري او همدا کار ئې په کورنیو کي د شدیدو اختلافاتو او مشکلاتو رابرسېره کېدا سبب کېږي. ځکه نو هغه کسان چي له اجتماعي رسنیو خپل فعالیت محدودوي؛ بهتر او غوره ژوند به لري.
مینه و محبت او ناز ورکول نه هېروئ:
د ټولو کسانو خوښېږي چي له خپلو نژدې کسانو فزیکي مِهر و محبت وویني. دا یو طبیعي امر دئ خو کله چي دا کار ستاسي د ګډ ژوند یوه برخه ګرځي، دا ستاسي په ژوند کي د خوشحالۍ او رضایت د ایجاد سبب کېږي. په هغه څېړنه کي چي په آمریکايي مجله ( د کورنیو معالجه) کي خپره سوې ده، او له ۱۰۰ نارینه وو او ۱۹۵ زیاتي ښځي ئې پکښي تر څېړني لانډي نیولي دي – په یاده څېړنه کي څېړونکو ناز ورکول، مساج او په غېږه کي نيول تر څېړني لاندي نیولي دي. هغوی د یادي څېړني له پایلو څخه دا مالومه کړه چي د دې ته ورته مواردو همېشنی او تلپاتي دوام و حضور کولای سي په ژوند کي د دواړو طرفونو د رضایت سبب سي. ناز ورکول کولای سي د جوړو ترمنځ فزیکي ارتباط او ګډ صمیمیت زیات کړي. دا یوازي جنسي اړیکه نه ده. په پایله کي د فزیکي لمس له لاري کولای سي چي د مثبتي انرژۍ یوې سطحي ته ورسېږي چي د طرفینو د کلي خوشحالۍ سبب کېږي. همدا خوشحالي او رضایت هم د ګډ ژوند په پایښت و تداوم تمامېږي.
خپل احساسات نه پټوئ:
په هره اړیکه کي ستونزه وي. ډېری جوړې د ستونزو سره د مخامخ کېدا پر مهال کوشش کوي چي خپل واقعي احساسات پټ کړي خو ترسره سوي څېړني ښيي چي دا کار کولای سي ستاسي اړیکه زیانمنه کړي. د فلوریدا پوهنتون څېړونکو موندلې ده چي د خښم او نارضایتۍ ښکاره کول په داسي وخت کي چي تاسي ښه احساس نه لرئ کولای سي چي د ستونزو د حل له پاره ګټور اوسي. که وکولای سئ چي په یوه سالم چاپېريال او مناسبي فضاء کي بحث وکړئ، د راحتۍ احساس به لورئ او کولای سئ چي خپل رښتني او واقعي احساسات بیان کړئ. همدا کار سبب کېږي چي د جر و بحثونو د مدیریت له پاره یو ښه کاري چوکاټ رامنځ ته کړي. په دې صورت کي کولای سئ یوه ټینګه او مستحکمه اړیکه ولرئ. هیڅکله د خپلو احساساتو له بیانولو څخه مه بېرېږئ.
منظمه جنسي اړيکه لرئ:
که وکولای سئ لکه د واده په پیل کي چي مو عاشقانه اړیکي درلودې وساتئ، وبه کولای سئ چي یوه بادوامه اړیکه ولرئ. په حقيقت کي ترسره سوي څېړني ښيي چي لږ تر لږه په اوونۍ کي یو ځل جنسي اړیکه ټینګول کولای سي چي په ګډ ژوند کي مو خوشحالي و رضایت رامنځ ته کړي. ددې له پاره د څېړونکو په یوه مطالعه کي تر ۳۰۰۰۰ زیات کسان تر څېړني لاندي ونيول سول. د حیرانتیا په ډول، هغو کسانو چي ښې او منظمي جنسي اړیکې نه درلودې؛ له ګډ ژونده د هغوی رضایت هم کم وو.
تاسي یو وبل ته ورته ياست:
که ستاسي په خپل مېنځ کي زیاتي ګډي نکتې ولرئ په هماغه اندازه به یوه بریالۍ جوړه ياست. د Wellesley په پوهنتون کي ترسره سوې څېړنه هم دا موضوع تائیدوي. په یاده څېړنه کي څېړونکو له جوړو څخه د تفکر، ارزښتونو او نورو مواردو په اړه پوښتني وکړلې. دې څېړني وښودل هغه جوړې چي یو وبل ته ئې زیات ورته والی درلود، بهتریني او رغوونکي اړیکي ئې رامنځ ته کړي وې. که تاسي او ستاسي د ژوند ملګری/ملګرې د شخصیتي لحاظه سره ورته اوسئ، کولای سئ د ورته مشکلاتو سره په مقابله کي هم رفتار وکړئ.
د خرڅ کولو متفاوت عادت لرئ:
که پوه سئ چي ډېری کورني جنجالونه و جر وبحثونه د مالي مسایلو په خاطر دي – حیرانېږئ. په حقیقت کي د پيسو مجلې د قول پر اساس؛ په سلو کي ۷۰ جوړې تر هرڅه زیات د مالي مسایلو پر سر جر وبحث کوي. که دوه طرفونه په خرڅ او لګښت کولو کي متفاوت عادات ولري، یو د بل له پاره مناسب دي. د بېلابېلو پوهنتونو له لوري ترسره سوي څېړني او لاسته راغلي شواهد هم دا موضوع تائیدوي. څېړونکو له ۱۰۰۰ زیاتي جوړې تر مطالعې او کتني لاندي ونيولې او دا ئې مالومه کړه – چي ډېری هغه کسان چي اوږدمهالي اړیکي لري، معمولاً د پيسو په خرڅولو او لګولو کي متفاوت عادات هم لري.
له یوشان مواردو خوند اخلئ:
د اړیکو په مجله کي ترسره سوي څېړني ښيي چي په سلو کي تر ۷۵ زیاتي بریالۍ جوړې یو دبل سره خوشحالېږي او یو دبل سره خاندي. هغه جوړې چي د خندوونکو مواردو څخه یو ډول خوند اخلي بهتره او بادوام تره اړیکه لري.