هغه هالینډیان چې د کتاب مینوال وي، هر کال د دوه ورځو لپاره په ټول هیواد کې وړیا سفر کوي.
د هالینډ د اورګاډي مشهوره کمپنۍ (ان ایس) هر کال د کتاب د اوونۍ په مناسبت د دوه ورځو (شنبې او یکشنبې) لپاره د خپلو ټولو هغه مسافرو څخه کرایه نه اخلي، چې کتاب لولي. هر هغه څوک چې د اورګاډي د ټکټ په ځای کتاب وروښيي، دوې يې له کرایې معاف کوي.
هالینډ د مطالعې د فرهنګ عامولو په موخه، له ۱۹۳۲ م کال راهیسي هر کال یوه اوونۍ د (کتاب اوونۍ) په نوم لمانځي. په یاده اوونۍ کې ملګري یو بل ته لاسلیک شوي کتابونه استوي؛ او کتاب پلورنځي هر هغه چاته چې تر ۱۲ نیم ایرو پورې په کتاب اخیستلو مصرف کړي، یو کتاب وړیا ورکوي.
په دغه اوونۍ کې که څوک کتابخانو ته او یا هم د کتابونو فیستوال ته ځي، یو کتاب ( د کتاب اوونۍ ډالۍ) په نوم بخششي ورکول کیږي.
د هالینډ د اورګاډي کمپڼۍ (ان ایس)، ځینو مشهورو لیکوالانو ته هم په اورګاډي کې د چکر بلنه ورکوي، او ورته ښيي چې څوک د هغوې کتابونه لولي. دوې ټولو هغه لوستونکو ته د یاداښت په ډول کتابونه لاسلیکوي، چې په اورګاډي کې کتاب لولي.
مشهور لیکوال جان سیبلینک وايي:
“د سفر پر مهال مې ټولې هغه خوشاله څیرې ولیدې، چې زما په لیدو حیرانې شوې. دوې زما کتاب لوست. موږ د مسافرو سره د هغوې د سفر په اړه هم خبرې وکړې. ماشومان مو هم ولیدل، او تمه مې ده، چې هغوې هم لوستل پيل کړي. موږ د همدې لپاره کار کوو.”
مقاله لیکوونکی، مورت ایزک، چې په هالینډ کې د کتاب اوونۍ لپاره لیکنې کوي وايي:
“څومره په زړه پورې او هڅوونکې ده، چې ګورې خلک په په اورګاډي کې مطالعه کوي. موږ ډیر ښه مجلسونه درلودل.”
د اورګاډي ان ایس کمپنۍ چې له تېرو ۱۸ کلونو راهیسې د مطالعې فرهنګ د عامولو لپاره کار کوي، او هر کال د ددوه ورځو لپاره کتاب لوستونکو ته کرایې معاف کوي، په یوه بیانیه کې ویلي:
“موږ د مطالعې لپاره خوشامند یو. مطاله یواځینی په زړه پورې کار دی، چې د سفر پر مهال پرې ځان بوخت کولای شۍ. د همدې لپاره موږ کلونه کیږي، چې د کتاب اوونۍ سربیره ګڼ نور د کتاب لوستنې کمپاینونه سپانسروو.”
د یوې سروې له مخې په دغه هیواد کې هر کال د ۵۵۰ میلونه ایرو په ارزښت د هالینډي ژبې کتابونه پلورل کیږي؛ او دا شمیره ورځ تر بلې لوړیږي.
په امریکا کې د ۲۰۱۵کال یوې څیړنې له مخې، په منځني ډول ۷۲ سلنه خلک کتاب لولي، چې هر کال له ۴ تر ۱۲ کتابونه لولي. خو کله چې خبره د ښځو او سړیو راځي، ښځې نیسبت نارینو ته ډیره مطالعه کوي. امریکا کې په اوسط ډول ۷۸ سلنه میرمنې کتاب لولي او هر کال له ۱۲ تر ۱۴ پورې کتابونه لولي. په دغه هیواد کې په اوسط ډول ۶۷ سلنه نارینه کتاب لولي او هر کال په اوسط ډول ۹ کتابونه لولي.
د مطالعې او کتاب لوستنې فرهنګ په بیلابیلو ټولنو او هیوادونو کې متفاوت دی. هندوستان یواځنې هیواد دی چې خلک يې ډيره مطالعه کوي. دغلته خلک هره اوونۍ په اوسط ډول تر ۱۱ ساعتونو مطالعه کوي.