ژباړه: نوراحمد فضلي
هغه کسان چي له حد زیات دردونه په زړه کي ساتي، هیڅکله نه سي کولای چي ناراحتي، بې احترامي، یا نیوکي له یاده وباسي. کوم کسان چي نه سي کولای په ګډ ژوند کي خپل د زړه غوټه په آسانۍ سره خلاصه کړي، په تېروتي ډول خپل ژوند ته ټکان ورکوي.
ولي په زړه دردونه ساتئ؟
– غواړئ چي د ژوند د ملګري په وړاندي د هغه د خپلو رښتینو احساساتو څخه د خبرېدو او همدارنګه د هغه د غبرګون په صورت کي له ځانه محافظت او ساتنه وکړئ او داسي انګېرئ که ملګری/ملګرې مو ستاسي احساساتو ته متوجه سي، نور ستاسي دوو ترمنځ اړیکه پای ته رسېدلې ده.
– ځکه مو خپل ذهن د یو عالم دردونو څخه ډک کړی دی چي هرکله له تاسو ګیله او شکایت وکړي، تاسي به د ورته مقابلې یا ځواب وسيله ورته ولرئ.
– او یا دا چي لیدلي مو دي چي د عواطفو او احساساتو څرګندول د خپلو هیجاناتو تلفول دي ولي چي تاسي ته کوم څرک په لاس نه درکوي.
خو په عین وخت کي چي د یو عالم دردونه نوملړ په ذهن کي ذخیره کوئ، نه سئ کولای چي هري دردونکي او ناراحته کوونکي لحظې، یا د هغه احساسول او بیا په ذهن کي ځایولو ته توجه ونه کړئ.
په زړه کي د غوټو ساتل سبب کېږي چي تاسي د ژوند په خوشحالو شېبو کي هم ددې خښم، غُسې او نارضایتۍ د شتون په وجه، ونه سئ کولای د ژوند له ملګري سره له خبرو او مجلس کولو خوند واخلئ.
څنګه کولای سئ چي دردونه له حاشیې پرته بیان کړئ؟
په ډېرو مواردو کي ځکه دا دردونه او ناراحتۍ په زړه کي ساتئ چي ددې کار سره عادت سوي یاست؛ په دې خاطر نه چي ددې کار سره دي تمايل یا علاقمندي ولرئ. راسره مله اوسئ چي لاندي درته وښو څو څنګه خپل دردونه پرته له دې چي ګډ ژوند مو تخریب کړئ په آسانۍ و له حاشیې پرته بیان کړئ:
له ځان سره په دروني خبرو اترو پیل وکړئ
کله چي د ژوند د ملګري خبرو ناراحته یا ستړي کړي یاست ځان ته ووایاست: زه ولي تر دې اندازې انعطاف نه منونکی اوسم چي هره لویه و کوچنۍ موضوع دي په یوه نه، یوه شکل ما ونینوي؟ آیا په رښتیا دا موضوع دومره مهمه ده چي ما وځوروي؟ وروسته د خپلو افکارو له پاره دلیل بیا مومئ؛ آیا هغه چي څه وویل، په رښتیا یې غوښتل چي ما وځوروي؟ آیا هغه په رښتیا غواړي چي ما آزار کړي؟
که د هغه هدف زما آزارول نه وو، نو په رښتیا هغه څه غوښتل چي ما ته یې ووايي؟ رښتیا دا دي، که د ژوند د ملګري سره په اړیکو کي خپل ځان ته داسي ښوونه ورکړئ چي د هغه/هغې خبري له حد زیاته منفي برداشت نه کړئ او لکۍ ور نه کړئ، کولای سئ چي خپل دردونه کابو او په دې صورت کي په خورا منطقي ډول هغوی بیان او ښکاره کړئ.
همېشه د حقیقت په لټه کي اوسئ.
حقیقت او رښتیا همېشه له هرڅه مهم دي او هیڅکله دا مهمه هم نه ده چي حقيقت د چا له خولې راوځي؛ حقيقت حقیقت دی. ځکه نو که دې موضوع ته قدر ورکړئ، هیڅکله به د ژوند له شریکه د داسي خبري یا نظریې په اورېدلو سره، حتا که ستا د نظر او فکر سره مخالف هم وي؛ ناراحته نه سئ. ځیني وختونه داسي موضوع ستاسي د ناراحتۍ سبب سوې وي چي اصلاً ددې وړ نه وي چي تاسي پکښي ونښلئ او دا ستاسي تېروتنه ده چي په دې موضوع کي حساس یاست.
صحیح قضاوت کول زده او د ځان عادت کړئ.
ډېری وختونه موږ غواړو چي ډېر ژر د فکر او خوښي سره سم پایلو ته ورسېږو او معمولاً کولای هم نه سو چي په صحیح ډول خپل هدف ترلاسه کړو او عموماً هم د خپلو ډیرو تېروتنو ( چي د شناخت یا پېژندني په اړه یې لرو) د نورو له خبرو او مجالسو منفي برداشت کوو او په پایله کي زهیرېږو او خفه کېږو. له داسي حالاتو د ایستلو غوره لاره دا ده چي باید د یوې غوري مفاهمې او خبرو اترو له پاره صحیح شرایط محیا کړو او تاکید ونه کړو چي له صحیح قضاوت پرته دي پایلي ته ورسېږو. په داسي وخت کي کولای سو چي یوې مناسبي پایلي ته ورسېږو.
زدکړئ چي څنګه خپله ناراحتي په صحیح ډول بیان کړئ!
صادق، رښتینی او څرګند اوسېدل ستاسي د د دردونو د علت په بیانولو او د ژوند ملګري سره په پاته کېدو کي مهم اصل دی. کله چي مېرمن او خاوند یو د بل سره له علاقمندۍ څخه ډاډ ولري او دواړو ته دا مالومه سوې وي چي په هره معنا خپل ګډ ژوند ته ژمن او پابند دي او دې اړیکي ته د پایښت ورکولو په موخه له هیڅ ډول تلاش او کوششه ځانونه نه سپموي او…؛ دلته نو تاسي ټول جنسي، اخلاقي، شخصیتي، رفتاري او… دردونه درک کړي دي او دقیقاً هغه پیغام په لاس راوړئ چي د پیغام لېږونکي، په نظر کي نیولی دی. په بل عبارت، د دوو نفرو په مېنځ کي دا ډول همدردي او خواخوږي د لا زیات تفاهم او زیاتي علاقمندۍ په معنا تعبيرېږي. له بله اړخه، مېرمن او خاوند باید د خپلو انتقاداتو د بیانولو څخه د ګډ ژوند د کیفیت له بهبود او ژوندانه اړیکو له ښه والي پرته بل هدف ونه لري. د درد او بړاس بیانول باید هیڅکله د ژوند له ملګري د غچ اخیستني، سلطه غوښتني او له هغه د باج اخیستني د وسيلې په توګه بیان نه سي. تاسي د خپل زړه غوټه او درد بیانوئ څو د ژوند د ملګري په مرسته داسي یو کار وکړئ چي د هغه مشابه شرایط رامنځ ته نه سي – څو چي مو وس وي په لا زیاتي انرژۍ سره د هغه او خپل د ژوند سره مینه ولرئ.