ژباړه: نوراحمد فضلي
نارينه او ښځينه دواړه هر یو منحصر په فرد پوري خپلي ځانګړتیاوي لري. څنګه چي ښځو ته د نارینه وو ځیني خصوصیات خوند نه ورکوي؛ یا ازار ورکوونکي دي، دې ته ورته ښځي هم ځيني خصوصیات لري چي نارېنه یې نه خوښوي او یا یې نه سي تحمل کولای. چي لاندي به یې له خورا بارزو هغو څخه یادونه وکړو:
موږ ستاسو ذهن نه سو لوستلای
نارينه د ښځو په دماغو او ذهنو کي ورګرځېدونکي څه نه سي لوستلای. ځکه نو تر څو چي مو خپله ناراحتي پر خوله نه وي راوړې، هیله مه لرئ چي نارېنه دي ستاسي ذهن ولولي. که کومه ستونزه وي، یا خو ناراحته کېږئ مه او یا یې په اړه د ژوند له شریک سره شریکه کړئ.
ژړا د حل لار نه ده
کله چي ښځي ژاړي، نارينه له دې پرته چي یا به د ښځو خبري اوري او یا به یې ژړا دروي؛ بل کار نه سي کولای. ځکه نو غوره به دا وي چي د ژړا پر ځای مو خوله ګویا کړئ. ژړا یوه ښه وسيله یا سلاح نه ده ځکه چي یوازي ستاسي سره لنډمهاله مرسته کولای سي.
څه چي غواړئ اظهار یې وکړئ
لکه مخکې چي مو وویل، نارينه نه سي کولای چي د ښځو ذهن ولولي، ځکه نو کله چي له هغوی څه غواړئ، غوره به دا وي چي خپله غوښتنه په ژبه سره اظهار کړئ. هغوی د حدس او ګمان کولو په لوبه کي همېشه ماته خوري.
په (هو) یا (نه) سره جواب ورکړئ
که ستاسي د ژوند ملګری له تاسي پوښتنه کوي چي د پوښتني جواب هو یا نه وي، بهتره ده چي له توضیحاتو یا تشريحاتو پرته خپل جواب په یوه کلمه کي ورکړئ. که ووایاست چي: نه پوهېږم یا: ته خپله پوهېږې؛ دا ښه او مناسب جواب نه دی.
همدردي مه کوئ، پر حللاره فکر وکړئ
کله چي د ژوند له ملګري سره د کوم مشکل په اړه غږېږئ، هغه یوازي دې ته اندېښمن وي چي څنګه یې حللاره پیداکړي. خو که غواړئ چي داسي يو څوک پیداکړئ، چي یوازي ستاسي سره همدردي وکړي؛ بهتره خبره ده چي خپله خبره خپلو نژدې دوستانو ته وکړئ. هغوی له هر چا څخه په ښه ډول کولای سي تاسي ته دا حس در انتقال کړي.
تېر سوي مشکلات بیا مه رامنځ ته کوئ
۶ میاشتي دمخه چي څه وسول، د نارينه وو په یاد نه دي ځکه یې نو په اړه بحث کول انصاف نه دی. په دې وخت کي هغوی پرته له دې چي ستاسي سره موافقت وکړي؛ بله هیڅ لاره نه لري.
مه پوښتئ چي چاغه که ډنګره یاست
که د ژوند له ملګري مو پوښتئ چي چاغه یاست که ډنګره او تمه لرئ چي هغوی تاسي ته رښتیا ووايي، نو بیا یې ولي له جوابه ناراحته کېږئ؟
معکوس مطلوب مه اخلئ
معمولاً هره جمله دوې معناګاني لري او ښځي ډېری وخت هغه بدترینه معنا اخلي. نو بهتره ده چي له هر برداشت او تعبیر وړاندي د ژوند له ملګري وغواړئ چي نور یې درته روښانه کړي او یا دا چي تاسي مثبت فکره اوسئ.
یا خپله کار وکړه یا ټول ماته را پرېږده
که مو له نارینه د يوه کار اجراء کول وغوښتل د کار د ترسره کېدو له طریقې سره یې کار مه لرئ. که هغوی ته امر کوئ دا ددې سبب کېږي چي هغوی کار تاسي ته درپرېږدي.
یوازي په فارغه وخت کي خبري وکړئ
نارينه د خپل خوښي وړ پروګرام د لیدلو له پاره کافي وخت نه لري، نو که مو وليدل چي ستاسي د ژوند ملګری خپل د خوښي وړ پروګرام یا د کرکیټ لوبه ګوري، د هغه سره خبري مه کوئ. آیا غوره نه ده چي لږ فارغه سئ یا د تجارتي اعلاناتو په جریان کي ورسره وږغېږئ؟
هغوی ته پته مه ورښیئ
که نارينه مو موټر چلوي، پرېږدئ چي هغه لار موندونکی وي. هغوی له دې څخه چي تاسي تل ورته وایاست له دې یا هغي لاري ولاړ سئ، بېزاره دي.
هغوی یوازي څو رنګه پېژني
دا چي څو اصلي رنګونه توپیر کړای سي، د نارینه وو له پاره کافي دي. هغوی ددې سره علاقمندي نه لري چي بېلابېل رنګونه دي توپیر کړای سي. ځکه نو د هغوی له پاره سپین او کریمي بې فرقه دي.
(هیڅ) له ځان پرته بله معنا نه لري
که نارینه له تاسي وپوښتل چي څه خبره ده او تاسي ورته وويل چي: هیڅ! نو بیا تمه مه لرئ چي هغه دي په بل جواب پسي وګرځي. هغه ستاسي له (هیڅ) څخه بله کومه معنا نه اخلي.
که مو جواب هدف نه وي، پوښتنه مه کوئ
که په رښتیا سره د جواب پلټوونکي نه یاست، بهتره ده چي له نارینه وو پوښتنه ونه کړئ. په داسي وخت کي که له ځانو سره وغږېږئ، بهتره به وي.
چي زړه مو غواړي هغه واغوندئ او زموږ په پوښاک هم کار مه لرئ
د ډېری نارینه وو له پاره دا مهمه نه ده چي تاسي څنګه جامې اغوندئ. ځکه نو د هغوی دا هم نه خوښېږي چي تاسي د جامو ډول او جوړ وښياست. هغوی چي په هر ډول جامو کي ځانونه راحت احساسوي؛ هغه آغوندي.
که مو نه خوښېږي چي د کرکیټ په اړه پوه سئ، پوښتنه مه کوئ
په دې خو حتمن پوهېږئ چي ډېری نارینه د ورزش او کرکيټ سره مینه لري، خو که تاسي ورسره علاقه نه لرئ اړتیا نسته مثلاً چي وپوښتئ: کومي لوبډلي وګټله؟ دا کار یوازي هغوی ځوروي.
تاسي په کافي اندازه جامې لرئ
د نارینه وو له آنده تاسي یو خروار جامې لرئ خو که تاسي خپله احساسوئ چي کافي او بس نه دي او خوښېږي مو چي هره اوونۍ د سودا له پاره ولاړي سئ، مشکل نه لري خو د ژوند شریک مو مه اړباسئ چي هر واري ستاسي سره ولاړ سي.
زه د خپل بدن له جوړښته خوښ یم
ټول نارينه یوشان نه دي. ټول نارينه نه سي کولای چي شپږ کټه لرونکی نس ولري ځکه نو د ژوند ملګری مو له څنګه چي دی هماغسي ورسره مینه ولرئ ولي چي هغه له خپل ظاهر او بدني جوړښته خوښ دی.