ځیني هغه جوړې چي په مينه واده کوي، ولي وروسته بې مینې او بدلیږي؟

په شپه کې غرونو ترمنځ یو روښانه سرک

ژباړه: نوراحمد فضلي
ولي هغه جوړې چي د ميني واده کوي، یو له بل سره خيانت کوي؟ په دې باید وپوهېږو، چي دا یوازي نارينه نه دي چي خیانت کوي، بلخوا ښځي هم دا کار کوي؛ ځکه نو بهتره ده ددې پر ځای چي خبره د جنسیت خوا ته یوسو، د خیانتونو په لاملونو پسي وګرځو.
د واده له ځانګړتیاوو څخه یوه یې دا ده چي مېړه و ماينه (میرمن) د یوه وبل متقابلو حقوقو ته ژمن او متعهد اوسي او دا تعهد باید د ګډ ژوند اساس و بنسټ وي؛ که داسي نه وي، د جوړو یا د کورنۍ د غو ترمنځ د متقابل باور فضا پيکه کېږي. د خیانت په پېژندلو کي بېلابېل دليلونه شمېرلای سو. د افرادو ترمنځ شخصيتي توپيرونه، د بېلابېلو ټولنو ترمنځ فرهنګي توپيرونه او تر دې چي بېلابېل وضعیتونه سبب کېږي چي یاد دلایل مختلف او متفاوت وي.
په دې برخه کي، مشهور ارواپوه، ویلیام ګلاسر داسي وايي: جوړې چي خپل ګډ ژوند په مينه او عشق راپیلوي، خو ګوري چي تر یوې مودې وروسته یې هغه لومړنۍ مينه او د پیل صمیمیت ورو ورو پيکه کېږي. د وخت په تېرېدو سره د ځینو جوړو لاري سره بېلېږي، خو ډېری بیا خپل ګډ ژوند ته په یکنواخته یا یو طرفه ډول ادامه ورکوي او ددې ژوند د تحمل کولو له پاره له نشې، الکولي چښاک او مخدره توکو یا ناروا اړیکو – یوه څخه هم مخ نه اړوي. د یاد ارواپوه په باور، د متاهل نارینه او ښځي تر ټولو مهمه انګېزه چي ناروا و نامشروع اړیکو ته مخه کوي، د فردي او جنسي صمیمیت تازه او دویمګړې تجربه ده. هغه څه چي نور یې دوی په خپل ګډ ژوند کي نه سي ترلاسه کولای؛ د نامشروع اړیکو جذابیت هم په همدې اساس دی چي له طرفینو، یو یې هم له راز پاشلو، توهين و تحقیر څخه ګیله یا ورباندي نیوکه نه کوي.
لاندي د نارینه وو او ښځينه وو د خیانتونو یو لړ دلایل په تفصیلي توګه درته راوړو:
د فرديت او خپلواکۍ حس ته ورګرځېدل
یو شمېر په دې باور دي چي دداسي کړني یا عمل انګېزه – د فردیت او خپلواکۍ حس ته د افرادو تمایل یا بیرته ورګرځېده دي چي د واده په چوکاټ کي کمزوری سوی دی. شونې ده فرد له عاطفي اړخه د بلوغ هغه حد ته نه وي رسېدلی چي وسي کولای د ژوند د ملګري د ناراحتۍ یا نارضایتۍ په وړاندي، خپل تمامیت وساتي؛ په همدې وجه د یوې نوي اړیکي – په حقیقت کي – د يوه نوي ځان جوړوني په لټه کي کېږي.
د مقابل جنس په اړه د جذابیت ډاډمنتیا
ځیني کسان په دې لټه کي دي چي ډاډه سي دا چي آیا اوس هم د بل جنس له پاره جذاب او غوښتونکي دي، له واده څخه دباندي اړیکي جوړوي. یقیناً، په اوږدمهالو اړیکو کي دا پوښتنه د ځینو له پاره پیداکېږي چي آیا اوس هم د خریدارۍ له پاره بازار لري کنه. ددې پوښتني د جوابولو تمایل شوني دي هغوی غیر مشروع یا ناروا اهدافو ته وهڅوي.
له واده څخه ناراضیتوب او د عاطفي اړتیاوو نه پوره کېدل
دا د نر او ښځي په اړیکو کي د خیانت یو له اصلي لاملونو څخه دي. کله چي د جوړو په مېنځ کي د ګډ ژوند اړیکي ښې نه وي، ددې احتمال سته چي فرد د خپل ژوند له شریک سره خیانت وکړي. جنسي ستونزي چي د وخت په تېرېدو سره رامنځ ته کېږي او یو لړ شخصیتي مشکلات چي فرد نه سي کولای د خپل ژوند له ملګري سره مینه و محبت وکړي او د میني، عاطفې او د صمیمي او ګرمو اړیکو نستوالی د دې خیانتو سبب کېږي. هغه جوړې چي په هر دلیل د خپل ژوند د ملګري له میني و عاطفې او توجو څخه محرومي وي، معمولاً کله چي د بل شخص په اړه په وسوسو او فکرونو کي راګيرېږي شوني دي انحراف وکړي.
د واده ختمولو انګېزه چي نور رضایت بخښونکی نه دی
بد او ناوړه سلوک، همېشنۍ نیوکي، زیات جنګونه د سردرد د ایجاد له پاره مناسب دستورالعملونه دي او د ځینو جوړو په فکر، البته د دوی په غلط فکر، خیانت له کورني جهنمه د تېښتي او فرار بهترینه لاره ده او د ډسپرین ګولۍ څخه ښه کولای سي چي سردرد یې آرام کړي.
د واده په چوکاټ کي جنسي اړیکو ته نه لاسرسی
ځیني جوړې په ګډ ژوند کي د خپل ژوند د ملګري سره شوني دي د جنسي اړیکو سره زړه ښه نه کړي یا دې موضوع ته په ډېره کمه سترګه وګوري چي دا کار شونی دی د ژوند ملګری یې په ډیرو جسماني و رواني مشکلاتو او فشارونو اخته کړي او بلاخره له خپل ملګري مخ واړوي.
غچ یا انتقام
سمه ده چي ټولي جوړې د خپل ژوند له ملګري د غچ یا انتقام اخیستلو په نیت د هغوی سره خیانت نه کوي، خو ډېری داسي احساسوي، اوس چي نو خیانت راسره سوی دی، زه هم باید ورسره په مقابل کي خیانت وکړم. یو شمېر فکر کوي چي کوم درد و خوږ چې پر دوی تېر کړی دی باید د خپل ژوند پر ملګري یې هم راولي ترڅو هغه خپلي تېروتني او هغه څه ته چي د ژوند پر ملګري یې راغلي دي – متوجه سي.
د هیجان او تنوع ترلاسه کول
ځیني وختونه له واده څخه دباندي اړیکه یوازي د هیجان او تنوع په منظور رامنځ ته کېږي؛ یعني په واده کي هیڅ ګیله یا نارضایتي هم شتون نه لري یوازي ځیني کسان له واده دباندي د هیجان او تنوع په ترلاسه کولو پسې وي. رښتیا دا دي چي په پټه کوم کار او په یوه غیر قانوني اړیکي شته راز له واده څخه دباندي د اړیکو پر جذابیت باندي اضافه کېږي.
د کورنۍ نامطلوب چاپېريال
د تعهد ماتوني او خیانت له سببونو څخه یو هم کولای سو د کورنۍ نامطلوب محیط وشمېرو. له والدینو څخه که یو هم بې وفايي کوي شوني دي دا یې د اولادونو د بې اعتمادۍ سبب سي؛ ولي چي همدا والدین د ماشومانو له پاره هنداره او سرمشق دي او ماشومان خپل والدین د قدرت هغه تر ټولو غوره منبع او سرچینه بولي. شوني دي هغوی داسي تصور وکړي چي مور و پلار د ځمکي پر مخ بشپړترین انسانان دي؛ همدا وجه ده چي د دوی له رفتار و چلند څخه تقلید کوي. د والدینو تر منځ جنګ و جدل، کشمکشونه ددې سبب کېږي چي د واده په اړه د نوو ځوانانو عاطفي مسائل اغېزمن سي. د ماشومتوب تجربې د لویوالي سلوک جوړوي. بې وفا والدین پر بې وفايۍ باندي د تائید مُهر وهي او خپلو اولادونو ته یې د توجیې وړ ګرځوي. ممکنه ده چي په راتلونکي کي دا ماشومان د متقابل اعتماد پر بنسټ د صمیمانه اړیکي نیولو یا جوړولو څخه اجتناب وکړي او په ډیري آسانۍ سره د سحطي اړیکي په جوړولو سره د خپل ژوند شریک یا خپل او د نورو ژوند ته صدمه ورسوي.
یو لړ نور اغېزناک سببونه
ځیني څېړني همدارنګه ښيي چي د خیانت په رامنځ ته کېدلو کي یو لړ نور موثر او اغېزناک لاملونه هم شتون لري؛ د بېلګي په ډول عمر یا سِن یو له دغسي اغېزناکو لاملونو څخه دی. هغه کسان چي عمر یې له ۱۸-۳۰ کلو پوري دی نسبت هغو ته چي عمرونه یې له ۵۰ لوړ دي – ډېر ددې احتمال لري چي له واده دباندي اړیکه جوړه کړي. د جنسي اړیکي زیاته علاقمندي له واده څخه دباندي اړیکي په مېزان پوري تړلې ده. د ژوند او کار حالات و شرایط هم له واده څخه دباندي په اړیکه جوړولو کي مهم نقش لري. په سفرونو، جمعیت کي موجوده هېرتيا او په سترو ښارونو کي موجوده هېرتيا هم د دې ډول اړیکو په ایجاد کي مهم نقش لري. هغه کسان چي د خپلو دوستانو، قریبانو، ملګرو او آشنایانو سره کمزوري او ضعیفي اړیکي ټینګوي یا له پيکه مذهبي فعالیتونو او تعهداتو برخمن وي، تر ډېره له واده څخه دباندي د اړیکو جوړولو احتمال لري. همدارنګه د بې وفايۍ احتمال په هغو کسانو کي چي لوړي زده کړي لري – د هغو کسانو په نسبت چي لوړي زده کړي نه لري؛ ډېر دئ. یوې بلي څېړني هم په اړیکو کي د خیانت لاملونه او تاثیرات څیړلي دي چي عبارت دي له: د اولادونو شمېر، مخکینی طلاق، له واده څخه دمخه رضایت، واده ته چمتووالی، د داسي دوستانو لرل چي له واده دباندې اړیکي درلودلي وي او مخکینۍ اجتماعي مخینه.