ژباړه: مریم محمدي
ښه خاوند پخوانۍ تیروتنې هیروي
د ژوند یوه ښه ملګری یا میړه د خپلې میرمنې د تېر ژوند نیمګړتیاوې هر وخت نه یادوي، ځکه په دې پوهېږي چې له خپګان پرته بله ګټه نه لري.
پرتله کول نه کوي
یو ښه خاوند دا موضوع درک کړې، چې هر انسان په ژوند کې د ضعف نقطه لري، په دې اساس خپله مېرمنه له نورو سره نه پرتله کوي، هغې ته داسې احساس ورکوي چې د نړۍ غوره میرمن ده.
په دوه اړخیزو اړیکو باور لري
یوه سالمه او مینه ناکه اړیکه د دواړو خواو هڅو ته اړتیا لري، یو ښه خاوند له خپلې میرمنې سره په دې اړیکه کې پوره مرسته کوي، تر څو یې میرمنه ځان یوازې ونه ګني.
د خپلې میرمنې خبرو ته لومړیتوب ورکوي
هر انسان په دې هڅه کې وي چې لومړی خپله خبرې وکړي، خو ښه خاوند بیا دا حق میرمنې ته ورکوي، په ورځني ژوند او مجلس کې د وړو او لویو ستونزو په حل کې او په هر ځای کې دا اولیت خپلې میرمنې ته ورکوي چې هغه دې خپل نظر شریک کړي، همدارنګه دا باور ورکوي چې ستا خبرې د اوریدو وړ دي، چې دا ځانګړتیا هر څوک نه لري.
اسانه حل لاره لټوي
د ښه میړه یوه بله ځانګړتیا دا وي، چې د خپلې میرمنې ژوند نه سختوي.
هرې ستونزې لپاره یوه ساده او اسانه حل لاره ګوري، د عکس العمل یا غوسې په پر وخت ډېر جنجال نه کوي.
ډېر زر پوهیږي
یو ښه میړه په خپلو ښو الفاظو میرمنې ته د مینې احساس وربخښې، هغه ته ډالۍ اخلي، همدارنګه په دې زر پوهیږي چې په څه یې میرمنه خوشالیږي او په څه خپه کیږي، هغه کارونه کوي، تر څو ژوند یې په خوشاله تیر شي.
خوښ وي
یو ښه انسان بیا په تیره یو ښه خاوند تل یو رقم وي، د ځینو انسانانو دا عادت وي چې له کور بهر خوشاله، خو په کور کې بیا په ټنډه ۱۱ بجې وي، مګر یو ښه خاوند دا نیمګړتیا نه لري، په کور او له کورنه باندې له خلکو سره ښه اړیکه لري.
مثبت فکر لري
که غواړئ، پوه شئ خاوند مو څنګه انسان دی؟ د هغه فکر مطالعه کړئ، یو ښه خاوند نه یوازې دا چې د خپلې میرمنې په اړه منفي فکر نه لري، بلکې دا هر چا او هر کار په اړه مثبت فکر کوي.
مسوولیت منونکی وي
د میرمنې لپاره دا مهمه وي چې په ژوند کې د ملاتړ لپاره یو کس ولري، ښه خاوند دا خپل مسوولیت ګني چې د خپلې میرمن ملاتر وکړي.
په ځان کتنرول لري
د ژوند يو ښه ملګر تاسو ته احترام کوي، تل د خپل ځان او میرمنې هغه نمیګړتیاو ته متوجې وي چې د خجالتۍ سبب کیږي، د نمیګړتیاوو له مینځه وړلو لپاره په ګډه کار وي.
مستقل وي
ښه خاوند د اعتماد وړ او مسئول شخص وي، چا پورې تړلی نه وي، کله چې میرمن ورته اړتیا ولري د هغې تر څنګ وي.
منطقي انسان وي
دا یو طبیعي خبره، هر انسان په ژوند کې تېروتنه کوي، خو که چیرې د ژوند ملګری مو يو منطقي شخص وي، نو هغه ستاسو تیروتنې درک کوي، د شخړې په ځای په حل لاره کې درسره مرسته کوي.
سرچینه: چطور