له خاونده د میرمنې څو غوښتنې

د مني په موسم کې غرونه او ځنګلونه

ښځه له خپل خاونده تل قیمتي کالي، قیمتي تحفه او نورې ډالۍ د ښه ژوند د تیریدو لپاره نه غواړي بلکې د انسان په طبیعت کې، داسې ځانګړنې شته چې، میرمنو ته يې په ورکولو د ښځې او خاوند اړیکه کلکه او تلپاتې ساتي. دلته په همدې بحث کوو:
۱.خپلې میرمنې ته بشپړه وفا داري
د ژوند یو د مهمو اصولو څخه د خاوند په بشپړ ډول مېرمنې ته وفادار پاتې کیدل دي.
ډیری نارینه دا بد عادت لري چې د واده سربیره بیا هم د نورو مېرمنو سره اړیکه ساتي او هڅه کوي د نورو مېرمنو سره خبرې وکړي.
دا د نارینه وو یو له ډیرو بدو عادتونو څخه دی ځکه داسې نارینه نه نورو او نه هم خپلې مېرمنې ته وفاداره پاتې کیدایشي.
نورو مېرمنو ته تمایل لرونکي نارینه نه خپله مېرمنه خوښه ساتلی شي، نه نورې مېرمنې، نه خپل ځان او نه هم خپل وجدان…
نو د خپلې مېرمنې د خوشحاله ساتلو په خاطر مو د مېرمنې پاکه مینه د نورو سره مه ګډوۍ ځکه دا مو د ټول عمر خوښي له منځه وړي.
۲. له خپلو مجبوریتونو مېرمنې خبرې کړئ
موږ په ټولنه کې داسې نارینه هم لرو چې نه غواړي خپل ځان د مېرمنې په مقابل کې کم راوړي نو په همدې خاطر هڅه کوي خپلې مېرمنې ته دروغ ووايي او کوم اقتصادي مجبوریتونه چې، خاوند يې لري ورڅخه پټ کړي.
د خپلې لږې تنخوا او ټولو مصارفو خپله مېرمنه خبره کړئ او هغه د خپلو شتمنو او ستونزو په اړه پوهه کړئ.
تاسو به فکر کوئ چې پدې کار سره به تاسو خپلې مېرمنې ته کم راشۍ خو نه، که چیرې تاسو خپلې مېرمنې ته خپل مجبوریتونه بیان کړئ، نو هغوی تاسو ښه درک کوي او نه پریږدي چې، له تاسو لوړ توقعات ولري او یا هم له تاسو سره د خپلو لوړو خواهشاتو له وجې په شخړه شي.
۳. مېرمنه مو د نورو پرمخ مه رټئ
موږ ټول په دې عقیده یوو چې ډیرې ښځې حوصله نه کوي او ډیر کله داسې کړنې ترسره کوي چې خاوند په لوی لاس غوصه کړي او دې ته يې اړ کړي چې، ويې رټي.
هڅه وکړئ ډیره حوصله وکړئ، خو که د رټلو هڅه مو کوله نو (هیڅکه نه) خصوصاً د نورو په مخ کې يې مه رټئ ځکه دا کړنه مو د مېرمنو د ضد اخیستلو سبب ګرځي.
مېرمنو ته يې د نیمګړتیا سپړل او ورباندې د کورنۍ د نورو غړو پرمخ غوصه کول مو د مېرمنې حیثیت او ښځه توب تر سوال لاندې راولي او دا ددې سبب ګرځي چې نوموړې له تاسو ډیره خوابدې شي او ترمنځ مو د بیلتون فاصلې راشي.
۴. د مېرمنې سره مو راغلی خپګان بهر ما باسئ
دا یو اسلامی اصل هم دی چې ښځه او خاوند باید یو د بل راز وساتي او که د خپګان په مسلې بحث وکړو نو دا یو کره حقیقت دی چې کله دوه کاسې هم سره یوځای کړې، غږ وباسي، نو همداسې که د ښځې او خاوند په اړیکه وغږیږو نو حتمې يې د مینې کمیدو سربیره په ژوند کې جنګ جګړې هم پیښیږي.
نو خاوند باید د مېرمنې سره راولاړ شوی خپګان د مېرمنې سره یوځای بحث کړي او حل لاره ورته ولټوي، دا مناسبه نده چې د خپګان کیسې دې د کوره بهر وویستل شي ځکه نور تاسو نه شي درک کولای نو په همدې خاطر مو ستونزو ته سمه حل لاره هم نشي موندلی.
په یاد ولرۍ ستاسو اړیکه هیڅکله هم په یو حالت کې نه پاتې کیږي، ژوند کې خوښي او خپګان لکه د خور او ورور مله وي کله به يې یو او کله به يې بل ستاسو میلمه کیږي، نو هڅه وکړئ چې د خپګان کیسې مو د نورو سره مه شریکوئ، دا ځکه چې تاسو به یو ورځ حتماً خوښ ژوند ولرۍ خو د بدو ورځو خپور کړی داستان به مو د خلکو ترمنځ تل ژوندی پاتې وي.
۵. د مېرمنې په ارزښت پوه شئ
له ځانه سره فکر وکړئ زما مېرمنه څوک ده؟ ولې يې ټول خلک آن مور پلار او نوره کورنۍ زما لپاره پریښودل؟ ولې يې ټول ژوند ماته وقف کړ؟ او ولې يې له ما سره ژوند اختیار کړ؟
دا او دې ته ورته نورې ډیرې پوښتنې دې چې، تاسو يې له ځانه وکړئ او په ځوابونو پیدا کولو يې د خپلې مېرمنې يه ارزښت پوه شئ.
مېرمنې ته په ارزښت ورکولو تاسو خپله په کورنۍ او ټولنه کې ارزښت پیدا کوۍ او دا کړنه مو کورنۍ او ټولنه کې د محبوبیت لامل ګرځي.
مشوره:
د ژوند خوښۍ په ډیر دولت، لوړو ماڼیو، ښو خوراکونو او ښو پوښاکونو کې نشته. بلکې په ډیرو عادي جونګړو کې، د پاکو زړونو درلودونکو وګړو، د یو او بل ارزښت پیژندونکو انسانانو او یو بل درک کوونکو او یو بل ته په مینه ورکوونکو انسانانو کې پیدا کیږي، ژوند وپیژنئ او یو له بله سره يې په سمې طریقې د تیریدو هڅه وکړئ.