۴۰ انګېزه بښونکې ويناوې

یو ماشوم د لرګي تخته په لاس کې نیولی، په خوشحالۍ سره مسک دی

ژباړه او زياتونه: محمد عزيز پردېس
۱) ته دې نړۍ ته يوه ډالۍ يې. ته بې نظيره او بې همتا يې. ژوند دې کولی شې هغسې کړې چې غواړې يې. ورځې پيدا کړه او په شېبو کې ژوند وکړه.
۲) د ستونزو په پرتله دې لاسته راوړنو ته ارزښت ورکړه. هره ستونزه دې چې مخ ته راځي، په سړه سينه يې پر وړاندې مبارزه وکړه. ستا په وجود کې ډېر څه شته! درک او جرائت ولره او غښتلی واوسه.
۳) ځان دې مه محدودوه. ډېری خوبونه دې په انتطار دي چې واقعيت ومومي. کومې پرېکړې چې نيسې ډېرې مهمې دي او هغو ته بايد د چانس او بخت په سترګه ونه ګورې. خپل غوره ټکي پيدا کړه، موخې ته دې ځان ورسوه او وياړونه وزېږوه.
۴) له دې هېڅ بل بېکاره او بېهوده څه نه دي چې ژوند دې په تشويش تېر کړې. هرڅومره مو چې ځان په په يوې ستونزه کې بوخت وساتئ، نو هغومره هغه ستونزه سختېږي. مسائل جدي مه نيسئ. ژوند دې په آرامښت سره تېر کړه، نه د افسوس او پښېمانۍ سره.
۵) کله ناکله احساس کوې چې همغږی او هماهنګه نه يې، نو د يوه بهير او يا ټولنې سره يوځای شه. خپله دننه غږ غلی مه پرېږده او وايې وره. د خپل وجود او ذهن غږ سره دې مل شه.
۶) د شتمن کېدو په اړه دې فکر وکړه. دوستانه اړيکې ډېرې ارزښتمنې دي، وخت ډېر قيمتي دی، روغتيا شتمني ده او مينه خزانه ده. ذهن دې د په زړه پورو او ښکلو خاطرو سره بوخت وساته، ترڅو وشې کولی د پرېشانۍ په مهال ورته رجوع وکړې.
۷) هغه خاطرې دې ياد ته راوله چې ته يې په فکر کولو د ارزښتمنتوب احساس وکړې. هيلو او امېدونو ته دې په زړه کې وده ورکړه، ترڅو وشې کولی په مرسته يې د سبا لپاره منظمه برنامه جوړه کړې.
۸) خوښي دې د خپلو شاوخوا کسانو سره ووېشه. که په خوبونو او هيلو دې پانګه اچونه وکړې، نو ضرر به ونه ګورې. نورو ته مسکا وکړه او پايله يې وګوره چې هغوی دې پر وړاندې څه ډول غبرګون ښيي. خپل وخت دې په داسې بڼه تېر کړه چې وروسته بيا پرې پښېمانه نشې.
۹) يوازې پيسې هرڅه نه دي، نور هم ډېر څه شته اړين او ضروري دي. دا په رښتيا هم جالبه ده چې متوجه شو او خپل تېر ژوند ته پاملرنه وکړو او درک کړو چې کومې شتمنۍ مو لاس ته راوړي، د پيسو سره يې هېڅ تړاو نه درلود.
۱۰) ترټولو بد منتقد مه اوسه، ترټولو غوره جوړېدونکی او متحد واوسه. نقد اسانه دی او نقد بد هم نه دی، خو د نقد ترڅنګ بايد حل لارې هم ولرې. دا ومنه چې ډېر انتقاد کوونکی د هېڅ چا نه خوښېږي.
۱۱) کله ناکله بايد سرو زرو کڅوړې پسې هڅه وکړې، خو کله ناکله بايد ځان ته هم استراحت ورکړې. مطلب دا چې داسې هم نه ده پکار چې ټول عمر او تل دې په کار بوخت وې، د انسان د روغتيا څخه هېڅ څه مهم او ارزښت لرونکي نه دي.
۱۲) خلاق واوسه. ته هنرمند يې. ته هغه څوک يې چې الله تعالی ټوله نړۍ ستا د خدمت لپاره ګومارلې. د خپل انځور دې رسم کړه، خپل رنګونه انتخاب کړه او هغه رنګونه چې ستا د مسير مخه نيسي؛ هېر يې کړه.
۱۳) په ژوندانه کې دې د ځان لپاره يوه داسې کړنلاره وټاکه چې ترټولو غوره وي. د لومړني ګام په پورته کولو سره ناهيلی او ستړی کېږه مه. هڅه وکړه چې خبرې او اعمال دې سره برابر وي.
۱۴) د ټولو نه مهمه دا ده چې بايد د سم مسير په لوري حرکت وکړو، خو بايد د خپلې موخې په ترلاسه کولو کې دومره هم غرق نشو چې روان ژوند او خوندونه هېر کړو.
۱۵) ژوند اسانه نه دی، خو دومره ستونزمن هم نه دی چې له کولو يې انکار وشي. راځئ چې د هغو کليشه يي کلماتو له ويلو څخه ډډه وکړو چې په حقيقت کې څه نه دي، خو په تکرارولو يې يواځې خپل اذهان مغشوشوو.
۱۶) دا چې نااشنا څه ومومې او کشف يې کړې، په هکله يې ډار مه کوه. نوي څه پيدا کول او د نوي څه سره مخاخمېدل که نور څه نه وي، تجربه ده او پخوي مو.
۱۷) له هغو مسيرونو څخه چې وړاندې هېڅ نه يې تېر شوی، ويې وازمايه؛ ښايي سبا ته بيا دا موکه ونه مومې.
۱۸) ټول هغه کارونه چې پوهېږې باید ترسره يې کړې، ويې کړه. راتلونکی نسل او لمسيان به دې درباندې ووياړي.
۱۹) ته بې نظيره، بې همتا او يوه خلاقه څېره يې. نو خوښي وکړه او ارامه واوسه. مه پرېږده چې بې نظيره پاتې کېدل دې د خجالتۍ لامل شي. دا په ياد ولره چې د آسمان د ښکلا لپاره هر ستوری ښکلی دی.
۲۰) دا په اطمينان سره ومنه چې ځيني څيزونه ممکن او ځيني غير ممکن دي او همدا ته يې چې د دوی ترمنځ به تفکيک کوې.
۲۱) ترټولو تيارې شېبې د ستورو د ليدلو لپاره غوره شېبې دي. روحيه مو وساتئ او تاسو به متوجه شئ چې خوش بيني د تاسو ته خوښي دربښي. په نړۍ کې ترټولو غوره کسان هغه دي چې د حپلو تشويشو او ستنونزو پرځای تل خپلې نېکۍ، ښه کارونه او هغه چا چې ورسره ښه کړي وي، يادوي يې.
۲۲) مه تسليمېږه. که د هڅو څخه ډېر ژر لاس واخلې، ښايي هېڅکله هم د برياليتوب مزه ونه څکې. هره ورځ هڅه وکړه چې غوره کړنلارې وازمايې.
۲۳) په هر ډول چې کولی شې خپلې هيلې او ارمانونه دې تعقيب کړه. کله چې دې شور او شوق زياد و او فرصت دې هم درلود نو د هغې بېړۍ په څېر مه اوسه چې د امنيت له وجې درېږي او نه غواړي مخکې تګ وکړي او همدرانګه د شايد شايد ويلو پسې هم مه ګرځه، پرېکړه وکړه، قاطع واوسه او په فکر سره ګام پورته کړه. خپله ټوله انرژي په کار کړه او د ژوندانه بېړۍ دې د ساحل ته ورسوه.
۲۴) اجازه مه ورکوه چې خپلې او د نورو ستونزې دې په خپلو منګلو کې راګير کړي، خبرونه ولوله، ويې ګوره او وايې وروره؛ خو ځان دې پکې مه ډوبوه. کله چې په ټولو ستونزو تمرکز وکړې، نو خپلې ستونزې مو څو چنده کېږي.
۲۵) په دې مو ځان باوري کړئ چې تاسو حتما داسې يوځای لرئ چې هلته په ورتګ سره مو ټولې ستونزې هېرې کړئ.
۲۶) پر راتلونکې د کنټرول ترټولو غوره لار دا ده چې د يو ترکاڼ په څېر عمل وکړئ. مطمينه اوسه چې د کار اساس او بنسټ سم دی، په موقع سره خپل کار ته حاضر شئ، هر هغه وسايلو ته چې اړتيا ده، ځان سره يوسئ او د کار شرايط د ځان لپاره برابر کړئ. که اراده لرئ چې يو کار ترسره کړئ، نو جدي يې ونيسئ.
۲۷) د هغه اشخاصو سره په اړيکه واوسه چې په زړه کې دې ځای لري. مينه ناک واوسه ترڅو د نورو پام ځان ته راواړې.
۲۸) ځوابونه ستا په انتظار دي، ترڅو ورپسې وګرځې او پيدا يې کړې.
۲۹) هېڅکله هم دا فکر مه کوه چې څه دې بې تغييره پاتې شي. بدلونونه په لاره دي، ځيني د ښه توب او ځيني د بدتوب په لوري روان دي. تاسو د هغې ډلې کسانو څخه واوسئ چې همدا بدلونونه د ځان لپاره يو چانس ګڼي او ترې مثبته ګټه اخلي.
۳۰) هرڅوک برنامه لري. هېڅوک بې برنامې نه دی، حتی د نړۍ ترټولو بد انسانان؛ که هغه غله، بډې اخېستونکې او هرڅوک وي، د ځان لپاره برنامه لري. خو دلته خبره دې برنامې په څرنګوالي ده، هڅه وکړئ چې تاسو د هغه کسانو له ډلې څخه واوسئ چې ښې او منظمه برنامې د ځان لپاره لري.
۳۱) په مخکې دې داسې انتخابونه لرې چې کولی شي ژوند ته دې بدلون ورکړي. خو يوه د ناهيلۍ خبره شته او راتلونکی دی، د راتلونکې په اړه هېڅوک نپوهېږي مګر الله تعالی.
د دې ناهیلۍ ځواب هم شته، هغه دا چې راتلونکې ته هيله من واوسئ او په اوس وخت مو تمرکز وکړئ.
۳۲) مه پرېږده چې د ژوندانه فرصتونه دې له لاسه ووځي. ته کولی شې چې خپلې ډېرې ستونزې پخپله حل کړې. داسې ډېرې موخې او اهداف شته چې ته ورته بايد مبارزه وکړې.
۳۳) پرمختګونو ته دې په درنه سترګه وګوره. که پرمختګونه دې واړه وي او يا لوی، ډېر وي او يا کم؛ نو د نړۍ په پرمختګ کې سهم لري. هماغه يو متل دی چې وايي: چکله چکله آب دريا ميشود.
۳۴) د دې کوښښ مه کوه چې هرڅه دې د وړادويينې وړ وي او په اړه يې وړاندويينه وکړې، تېروتنې هم بايد وازمايې. همدا تېروتنې دي چې جوړوي دې.
۳۵) ستونزې د فصلونو په څېر ځي او راځي. په دې هکله مه جدي کېږئ، ځيني وختونه يوه ستونزه د بلې ستونزې د له منځه وړلو لپاره رامنځ ته کېږي.
۳۶) د ژوندانه راز په دې کې دی چې هر هغه څه دې چې مخ ته راځي، بايد غوره ګټه ترې واخلې. هره ورځ په يوې نوې ورځ واړوه. د پوهې، معلوماتو او د تجربې د ترلاسه کولو پسې ووځه.
۳۷) د ژوندانه د داستان په اړه دې ترټولو غوره کتاب چې کولی شې ويې ليکه. د هغه کتاب پانې دې له مينې، خوږو خاطرو او نورو سره دې چې مرسته کړې څخه، ډکې کړه. په ژمنو دې عمل وکړه او د خپلو الهامونو د ښه راغلاست ويلو لپاره دې هم وخت ځانګړی کړه. که خپل ټول قوت دې پکار واچوې نو هېڅکله به مجبور نشې چې د ناهيلۍ او نا اميدۍ په لومو کې راګير شې.
۳۸) دا د ژوند يوه بې عدالتي ده چې نور دې ستا په هکله قضاوت وکړي. هغه څوک چې تل په تاسو نيوکې کوي، ښايي ستاسو په پرتله څو چنده ملامت او ګناهکاره وي. جزئي مسايلو پسې دومره مه ګرځه.
۳۹) دا ومنه چې هېڅکله ناوخته نه ده او دا مو ځان تلقين ورکړئ چې تاسو له کاروانه پاتې نه ياست. معمولي کارونه په سمه او غوره توګه ترسره کړه. خوښ، هيله مند او خندان اوسه.
۴۰) د دې لپاره چې درک کړې چې برياليتوب يانې څه، بايد ترلاسه يې کړې او تجربه يې کړې. که غواړې لوړو پوړونو ته ورسې، نو پکار ده چې بايد هر پوړ څخه تېر شې او تجربه يې کړې.
سرچينه: Youc.IR