د لمر په وسیله د ناروغیو مخنیوی

عصري، سپینه او فیشني داخلي ډیزاین دیاران له لوګو سره

ژباړه: مریم محمدي
ډاکتران په بیلابیلو څیړنو کې دې پایلې ته رسیدلي، چې د لمر وړانګې د ناروغیو پر وړاندې مبارزه کوي او دا ګټې رسوي، البته د لمر له وړانګو په یخ موسم یعنې ژمي کې باید استفاده وشي:
د سرطان مخنیوی کوي
هر ورځ له ۱۰ تر ۱۵ دقیقیو پورې لمر ته ناسته د سرطان له خطرناکې ناروغي په مخنیوي کې رول لري.
د ډاکترانو په وینا په وجود کې د ویټامین ډي د کمښت له امله د سرطان ناروغۍ هم رامنځته کیږي، د خپل بدن ویټامین د لمر له وړانګو په ډېرې اسانۍ سره پوره کولای شئ.
د وینې فشار نورمال ساتي
لوړ فشار ډېر خطرناکه وي، باید مخنیوي لپاره یې خپله هڅه وکړئ. په پوستکي کې د اکسید نیتریک مواد د لمر له واړنګو سره غبرګون ښیي، دا د دې لامل کېږي تر څو په رګونو کې وینه په منظم ډول حرکت وکړي، د وینې د منظم جریان له امله د ویني فشارل نورمال وي.
ورن کموي
د لمر نه ځان لرې ساتل د خپګان لامل کیږي، دا وخت بیا مغز د انرژي ډېر مصرفت ته اړتیا پیدا کوي، همدا ده چې تاسو زر وږي کیږئ او اشتها مو ډيريږئ.
د لمر د وړانګې په مغز کې د هیپوتالاموس او سروتونین په نوم مادو سره مرسته کوي چې انسان د مړښت احساس وکړي او ستاسو اشتها کنټرولوي، چې په نتیجه کې د وزن له ډېروالي مخه نیسي.
خوښي درکوي
په وجود کې کې د سروتونین په نوم مادې د کموالي له امله د بې انرژۍ احساس کوئ، د لمر وړانګو ته د ناستې پرمهال یاده ماده خپل فعالیتونه ګړندي کوي، چې له دې سره تاسو د خوشاله احساس کوئ، په ورته وخت کې د بدن غړي مو تازه کېږي، د انرژي حساس هم کوئ.
خوب ښه کوي
د څیړنو له مخې د سهار لمر بدن ته د نورو ګټو سربیره د شپې په ښه او ارامه خوب کولو کې هم مرسته وکړئ، که غواړئ چې د ورځې په جریان کې هم فعاله اوسئ نو د ۱۵ دقیقو لپاره د سهار لمر ته کار یا ورزش وکړئ.
خفظ پیاوړې کوي
د حافظې د کم فعالیت یو لامل ډاکټران د لمر نه ګټه نه اخیستل ګڼي، هغه کسان چې په سیوري کې اوسیږي، تل د خپګان احساس کوي، عقلي او عصبي ډاکټران خپلو ناروغانو ته د درملو ورکولو تر څنګ سپارښتنه کوي، چې له لمر ګته هم واخلي.
د هډکو درد ښه کوي
لکه څنګه چې پوهیږې د لمر وړانګې په بدن کې د ویټامین ډې پوره کوي، همداسې د کلسیم په جذب کې هم پوره مرسته کوي.
په هډوکو کې د کلسیم کمښت، هډوکو د طبیعي ځواک کموالي په معنا دی، چې ورسره د هډوکو د کمزورۍ، درد او ماتېدو سبب ګرځي.
د کلسیم د جذب لپاره ویټامین ډې ته ضرورت شته نو د دې لپاره د ورځې نیم ساعت لمر ته کېنئ.
د جلدي ناروغیو مخنیوی کوي
په پوستکې باندې د لمر وړانګې لګیدل، له جلدې ناروغیو سره مبارزه کوي. همدارنګه لمر د التهاب او مکروب ضد دی، هغه دانې چې پر مخ د مکروب له امله پیدا کېږي، لمر یې په درملنه کې رول لري.
سترګې روغې ساتي
ځینې خلک په دې اند دي چې د لمر واړنګې یې سترګې خرابوي، نو د همدې لپاره تورې عینکې کاروي، خوله دې بې خبره دي، چې ویټامین ډې د سترګو لید ډېره وي او د ړندیدو مخنیوی کوي. یاد ويټامین د لمر په وسیله پوره کولای شئ.
سرچینه: آسان طب