په ځان د باور لپاره دا لارښونې عملي کړئ

یو زوړ بیل بورډ چې په سمندر کې ډوب دی

ژباړه: مریم محمدي
په ځان باور د نیکمرغۍ په لور لومړنی ګام دی. که چیرې په ځان عتماد ونه لرئ، په کارونو کې نشئ بریالي کیدای، د دې لپاره چې په ځان باور ولرئ نو ښه ده دا ۷ ګامونه واخلئ:
۱- د ځان لپاره یو داسې شعار وټاکئ چې تاسو ته مثبته روحیه درکړي، هره ورځ یې له ځان سره تکرار کړئ. لکه: زه کولای شم، زه یې وړتیا لرم، دا سم کار دی، زه یې زده کولای شم، زه ماته نه منم…
۲- په یاد ولرئ چې یوازې ستاسو نظر د اهمیت وړ دی، د نورو بې اهمیته فکرونه او نظرونه له ځانه لرې کړئ، یوازې ته یې چې د خپل ژوند کامیابې په خپله ووینې.
۳- په کور، ښونځي، پوهنتون او یا هم د ندې په ځاي کې خپل نظر شریک کړئ، کله چې په یو ځای کې ستاسو د نظر مخالفت وشي او تاسو هغه څه د ځان اونور لپاره ښه ووینئ، که چیرې یې په ټيګنه دفاع وکړئ، په ځان به مو باور ډیر شي.
۴- هر څه وازمايئ، که چیرې په حقیقت کې موجود نه وي، په ذهن کې ورته انځور جوړ کړئ، ځان په کې ناکامه او کامیابه کړئ، دا کار د دې لامل کیږي چې تاسو راتلونکي ته چمتو کړي، همدا رنګه که چیرې ورسره په رښتینې ژوند کې مخ شئ، نو په ځان به مو باور ډېر وي چې دا کار زه کولای شم.
۵- له ځانه دفاعي کړنې لرې کړئ، کله چې ځان سره دا وایئ نشم کولای هدف ته ورسیږم، دا په دې معنا ده چې له وخته مخکې مو خپله ماته ومنله، داسې کړنې یا خبرې له ځانه لرې کړئ چې زه یې وړتیا نه لرم؛ یا هم دا کار امکان نه لري؛ دا او دې ته ورته خبرې له ځان سره تکرارول په ځان بارو له مینځه وړي، که د دې پرځای خپله انرژي په مثبتو خبرو مصرفه کړئ نو هرومرو به بریا ستاسو وي.
۶- له بریاليو خلکو سره اړیکې ولرئ، کله چې تاسو له بریالي خلکو سره ناسته ولاړه ولرئ، په ځان مو عتماد پیدا کیږي، له دې خلکو وغواړئ چې درسره په دې برخه کې مرسته وکړئ څنګه خپل هدف ته ورسیږئ.
۷- د ځان لپاره هدف وټاکئ، کله چې په ژوند کې هدف ولرئ نو کنترول یې ستاسو په لاس کې دی، د هدف د پوره کیدو لپاره تاسو مجبوریږئ چې د بیلابیلو کارونه تجربه وکړئ، دا هم په ځان باور لوړیدو کې درسره مرسته کوي.