له سهوې وروسته هوښیارتیا؛ ۱۰ زره افغان جنګیالي د سوریې له جګړې هېواد ته ستانه شوي

عصري، سپینه او فیشني داخلي ډیزاین دیاران له لوګو سره

ژباړه او زیاتونه: بشر دروېش
د افغان حکومت امنیتي سرچینو ویلي، چې د ایران د فاطمیون لښکر په چوکاټ کې د سوریې جګړې ته ورغلي ۱۰ زره افغان جنګیالي بیرته خپل هېواد ته را ستانه شوي.
آسوشیتدپرس خبري اژانس وایي دا معلومات د افغانستان د کورنیو چارو وزارت یوه مقام ورکړې، خو د نوم نه خپرولو ټینګار یې کړی.
سرچینې دغه اژانس ته ویلي، چې دغه افغان جنګیالي دا څو کاله ایران په پیسو د خپلو موخو لپاره جنګول.
د افغانستان د امنیتي سکتور ویاندویانو په دې اړه له خبرو ډډه کړې، خو دفاع وزارت خپل هېواد ته د دغو جنګیالیو راستنیدل رد کړي.
د ناچارۍ مېرمنه واخلم
د مهدي په نوم یو افغان ځوان، چې ۴ کاله مخکې ایرانیانو د فاطمیون لښکر غړیتوب ته جذب کړی و، آسوشتیدپرس ته ویلي: ۱۷ کلن وم، چې د ایران د دولت لخوا فاطمیون ډلې ته جذب شوم. د ایران حکومت پوځي زده کړې راکړې او بیا یې د سوریې جنګ ته واستولم.

هغه وایي د پیسو لپاره دغه کار ته اړ وتی و، خو اوس له څو کلنې جګړې وروسته بیرته خپل هېواد ته راغلی.
دغه افغان ځوان ویلي، نه پوهیده چې د اسلام د دفاع په نوم ایرانیان ورڅخه د ترهګرۍ لپاره ګټه اخیسته.
دی وایي اوس چې افغانستان ته راغلی، وېریږي، ځکه خلک ورته وایي چې فاطمیون د ترهګرو لښکر دی او د ترهګریزو کارونو لپاره فعالیت کوي.
څو اړخیز ګواښونه
له یادې رسنۍ سره مرکه کوونکو دغو افغان جنګیالیو ویلي، چې هېواد ته له راستنیدو سره له هر اړخیزو ګواښونو سره مخ دي.
د دوی په وینا له یوه لوري خلک ورته د خاینینو په سترګه ګوري او له بلې خوا په دې ‌ډاریږي، چې داعش ته په ګوتو ورنه شي.
فاطمیون لښکر د ایران لخوا د داعش خلاف جګړې لپاره رامنځته شوی او په سوریه کې یې د دغې ډلې پر وړاندې سخت جنګونه کړي.
د ایران اعتراف
د ایران مذهبي رهبر ایت الله خامنه یي څو ورځې مخکې د هغو افغان جنګیالیو له کورنیو سره لیدلي وو، چې د فاطمیون لښکر په لیکو کې د سوريې د جګړې پرمهال وژل شوي.

خامنه یي دغو کورنیو ته ویلي وو: د افغان جنګیالیو قربانۍ د فاطمیون لښکر په لیکو کې د نورو په توپیر لوړ امتیاز لري.
د خامنه یي خبرې په دې برخه کې د ایران د ترټولو لوړې کچې اعتراف ښيي.
قهریدلی افغان حکومت
د افغان ولسمشر یوې سلاکارې ملالۍ شینوارې د ایران د مذهبي رهبر د دغو خبرو په غبرګون کې ویلي ، چې ایران د افغان کډوالو له اقتصادي ستونزو ناوړه ګټه اخلي.
د شینوارې په خبره ایران په دې ډول افغانان د خپلو ګټو لپاره جنګوي، چې دا د ټولو نړیوالو او انساني اصولو خلاف کار دی.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند صبغت احمدي په دې اړه خواشیني ښودلې او له ایران څخه یې غوښتي،چې د یوه ګاونډي او مسول دولت په توګه په دې برخه کې جدي پاملرن وکړي.
د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمیسون مشرې سیما ثمر د ایران دغه عمل د بشري حقون نقض ګڼلی.
د ایران او سعودي جګړه
په اسلامي نړۍ کې ایران او سعودي دوه هغه مخالف هېوادونه دي، چې د وهابیزم او شیعه ییزم د برترۍ لپاره په هر ډګر کې سره سیالۍ او ناندرۍ لري.
سعودي د وهابیزم د نظریې د ترویج لپاره کارکوي. دغه نظریه له قرآنکریم او احادیثو ور اخوا په نورو مذهبي روایاتو استناد نه لري او ځان تر ډېره اهل حدیث ګڼي.
وهابیزم نظریه په توندۍ سره یوازې خپل ځان او خپل پلویان په حقه ګڼي او د شیعه مسلمانانو په ګډون د نورو مذاهبو ادیان کافر او ان د وژلو وړ ګني.
په ورته وخت کې ایران د شیعه ییزم سیاستونه مخته وړي او په نړۍ کې یې مشري ورپه غاړه ده.
د ایران له ملاتړه د سخت دریځه شیعه ییزم نظریه د اسلام ستر پيغمبر حضرت محمد(ص) جعلي پيغمبر ګني او حضرت علي کرم الله وجهه ته پرې د برترۍ مقام ورکوي.

دوی هم ځان تر نورو مسلمانانو غوره او له خپلو نظریاتو سره ناموافقه خلک ان د وژلو ترحده د سزاوو مستحق ګڼي.
په سوریه کې روانه جګړه تر ډېره د همدې دوو نظریو ټکر دی، چې سعودي پکې د داعش او ایران بکې د فاطمیون لښکر د پردې ترشا ملاتړی ګڼل کیږي.
ایران په دغه جګړه کې له افغان کډوالو ډېره ګټه واخیسته، چې دا لړۍ تراوسه هم روانه ده.