هغه لاملونه چې نجونې بې واده او مجردې پاتې کیږي

رنګین تجريدي ډیزاین

ژباړه او زیاتوونه: مریم محمدي
یادونه: دا لیکنه عمومي ده، یعنې ځیني برخې ښایي په افغان ټولنه کې عملي نه وي، خو دلته یو پراخه یادونه شوې چې نړۍ کې یې له امله انجونې بې ودونو پاتې وي.
کیدای شي ډیرې انجونې به مو لیدلي وي چې ژر واده نه کوي، هغوی شاید خپل دلایل او خبرې ولري، خو دا چې ولې زر واده نه کوي زموږ په نظر ځینې دا علتونه هم لري:
لوړ میعارونه:
هغه نجونې چې تر اوسه په کور پاتې دي دوی د خپل راتلونکي ملګري لپاره سخت معیارونه په نظر کې لري، چې په اوس وخت کې پوره کول یې ستونزمنه خبره ده.
نجونو ته پکار ده چې د خپل ژوند په اړه منطقي فکر وکړي، خپل ځان او ټولنې ته په کتو یو ځوان دې د خپل ژوند لپاره وټاکي.
له دندې او کار سره مینه:
اکثر ټولنو کې دا لیدل کیږي، نجونو په خپلو دندو کې دومره بوختې دي چې اصلا د راتلونکې په اړه فکر کولو ته نه بې کاریږي.
تاسو به هم په خپل کاري محیط کې دا لیدلي وي یوشمېر نجونې مجردې دي، دوي په دې فکر دي چې څنګه کولای شي په کاري برخه کې پرمختګ وکړي.
همدارنګه ځینې نجونې له دندې سره د مینې له امله هم زر واده ته زړه نه ښه کوي، د دوی په اند واده یې د پرمختګ مخه نیسي، او بیا به ونشي کړی، چې خپلو هیلو ته ورسیږي.
له ملګرو یا دوستانو سره خوشاله اوسېدل:
ځينې نجونې ځکه له واده پاتې دي، چې نه غواړي له خپلو ملګرو لرې اوسي، په دې معنا چې دوی فکر کوي چې له واده وروسته به له خپلوان او دوستانو سره له لیدنو یا تګ راک بندې شي، له ملګرو نه لریوالی ورته سخت ښکاري، نو له دې امله د داسې یو کس په لټه کې دي چې د دوی په ژوند کې محدودیتونه غوره نه کړي.
پرېکړه نشي کولای:
نن سبا نجونې په دې اند دي چې تل به ورته ښه خواستګار پیدا کیږي، که چیرې د واده په اړه زر پریکړه وکړي ممکن وروسته ورته داسې یو څوک پیدا شي چې دې یې په اړه خیال کاته، نو ځکه په خپله پریکړه یا تصمیم کې زړه نا زړه وي.
د مجردو نجونو لپاره حل لاره څه ده ؟
هغه نجونې چې له واده پاتې دي او په خپلو تیروتنو پښمانه دي، دغه لارښونې دې په نظر کې ونیسي:
ټاکنه وکړئ
له هر څه مخکې خپل ځان وپیژنئ، وګوره چې له ځان سره مینه لرئ کنه؟ وروسته د خپلې راتلونکې په اړه فکر وکړئ داسې شخص وټاکئ چې تاسو مناسب وي، فکر مو وي چې له بړستنې سره مو سمې پښې وغځوئ.
منفي افکارو ته مو بدلون ورکړئ
یو شمېر نجونو د خپلو منفي فکرونو له امله مجردې پاتې دي، دوی تل دې ته اندیښمن دي چې ګواکي واده د ستونزو مور ده.
نه داسې نه ده، له خپلو منفي فکرونو سره مبارزه وکړئ، راتلونکی مو په ښه فال ونیسئ همدا رنګه مثبت فکر وکړئ.
خوشاله اوسئ
تر ټولو غوره اړیکه له خپل ځان سره اړیکه ده، نو تل هڅه وکړئ چې خوشاله اوسئ.
هغه نجونو چې له واده پاتې دي، خپه وي، له نور ځان کم ګني چې دا حالت یې په روح بده اغیزه لري.
ممهمه نه ده چې د خوښۍ لپاره له نورو سره ضرور په اړیکه کې اوسئ، همدا چې تاسو په یوازېتوب کې خوشاله اوسي له دې غوره ده چې له نورو سره په یوځای توب کې خپه اوسئ.
بې ځایه پریکړه مه کوئ
پام کوئ، چې د خلکو د خبرو لپاره په بیړه تصمیم مه نیسئ یا هم داسې څوک د واده لپاره مه ټاکئ چې په نوم میړه وي، یعنې د طعنو نه د خلاصون لپاره خپل راتلونکي مه خرابوي، هغه نجونې چې په کور کې پاتې دي، د کورنۍ غړي باید ورته په کمه سترګه ونه ګوري، ځکه د دوی د پاتې کیدو ۵۰ فصیده لامل همدا د کورنۍ غړي دي.
ښکاره شئ
په داسې ښه شخصیت او درانه حالت کې اوسئ چې نور خلک تاسو وګوري او و شخصیت مو وپیژني.
مثلا کورني دعوتونو ته لاړ شئ، د خپلوانو د خوښۍ په مراسمو کې برخه واخلئ.
دا چې اوسه پورې له واده پاتې یې ممکن یو دلیل هم دا وي چې نښکارئ تر څو یوه کورنۍ ستاسو د خپل زوی لپاره غوره کړي.
منبع: چطور