په افغانستان کې د پولیو ناروغۍ پراختیا د مشهور نړیوال میلیاردر بیل ګیټس حوصله تمامه کړې.
هغه، چې د دې ناروغۍ د ختمولو لپاره په نړیواله کچه د هڅو مالي او هر اړخیز ملاتړ کوي، دا ځل یې خپله پر طالبانو غږ کړی څو د هڅو پر وړاندې یې له خنډ کیدو لاس په سرشي.
تازه مرکه
ګیټس له رویټرز خبري اژانس سره په تازه مرکه کې ویلي په نړیواله کچه د پولیو یا ګوزڼ ناروغۍ د ختمیدو لپاره له هڅو راضي دی، خو افغانستان او پاکستان ته یې اندیښنه ده.
ده په افغانستان کې وسله وال طالبان د دغو هڅو د بریالیتوب پر وړاندې خنډ ګڼلي او پرې غږ یې کړی، چې د صحي خدمتونو پر وړاندې وسله وال مزاحمت او سیاسي چلند پای ته ورسوي.
افغانستان او پاکستان یوازینۍ سرې کرښې
د پولیو ناروغۍ په نړیواله نقشه کې افغانستان او پاکستان دوه یوازیني هېوادونه دي، چې سرې کرښې ترې تاوې او د دغې ناروغۍ د پراختیا لپاره مساعد هېوادونه دي.
وروستۍ شمېرې ښيي، چې په نړیواله کچه تېرکال د ګوزڼ یا پولیو ۳۳ پېښې ثبت شوي.
په ۲۰۱۹ کې دا کچه نوره هم زیاته شوې او ۶ پېښې نورې ورسره یو ځای شوي.
د ټولو دې پېښو ۱۶ یې په پاکستان او ۲۳ یې په افغانستان کې دي.
د افغانستان او پاکستان ترڅنګ نایجیریا هم هغه هېواد دی، چې تراوسه په بشپړه توګه له ګوزڼ ناروغۍ څخه پاک شوی نه دی.
بیل ګیټس په تازه مرکه کې ویلي، چې له پاکستاني صدراعظم عمران خان سره ښې اړیکې لري او هغه ورسره د پولیو په پوره ختمولو کې د پوره مرستې سینه ډبولې ده.
افغانستان ته بیا ګیټس په دې ډېر خوشبینه نه دی، چې وایي طالبان ورسره د مرستې اراده نه لري.
هندوستان؛ غوره بېلګه
ښاغلي ګیټس په دغه مرکه کې د هندوستان یادونه کړې، چې په جدي هڅو پکې د پولیو یا ګوزڼ ناروغي بشپړه ختمه شوه.
هندوستان ۱۲ کاله مخکې د ټولې نړۍ په کچه د پولیو د ۷۰ سلنه پېښو هېواد و، خو اوس پکې دا ناروغي په بشپړه توګه له منځه وړل شوې ده.
بیل ګیټس وایي که په افغانستان کې هم د دغې ناروغۍ د ختمولو لپاره ټول لاسونه یو او قوي مبارزه وشي، لیرې نه ده چې دا هېواد هم له دې بدې بلا وژغورل شي.
ګوزڼ یا پولیو څنګه ناروغي ده؟
دا یو ډول ویروس دی، چې تر ډېره په ناپاکو او وروسته پاتې سیمو کې انسانانو او خاصتاً ماشومانو ته ځان رسوي.
دا ویروس لومړی پر عصبي سیستم برید کوي او بیا د څو ساعتونو په موده کې ټول وجود ته ځان رسوي.
له دې سره دا ویروس د ماشوم بدن فلجوي او له کاره باسي.
دغه ویروس تر ډېره تر ۵ کلنۍ پورې ماشومانو ته لوی خطر دی.
د همدې لپاره د پولیو ناروغۍ د مخنیوي واکسینونه تر ۵ کلنۍ پورې عمر لرونکو ماشومانو ته تطبیقیږي.
د ګوزڼ یا پولیو ټولو نه بده ځانګړنه دا ده، چې علاج یې نشته.
دا ناروغي پخوا ډېره عامه او تر دې حده جدي وه، چې تر ۱۹۸۸ پورې یې هره ورځ د نړۍ سل ماشومان فلجول.
هغه وخت دا ناروغي په ۱۲۵ هېوادونو کې موجوده وه، خو پرضد یې د پراخو او نړیوالو مبارزو له ترسره کیدو سره اوس دغه ننګونه ۹۹ سلنه له منځه تلې او یو سلنه یې باقي پاتې ده.
په افغانستان کې تر ډېره هغه سیمې د دې ناروغۍ مثبتې پېښې لري، چې وسله وال طالبان پکې حاکم دي او د ګوزڼ ضد واکسینو د تطبیق مخه نیسي.