د زړو یارانو نوې ناندرۍ؛ امرالله صالح حنیف اتمر د عمران خان په ملاتړ تورنوي

په شپه کې غرونو ترمنځ یو روښانه سرک

حنیف اتمر او امرالله صالح یو وخت دوه سره نیږدې سیاسي ملګري وو. د کرزي د حکومت په وروستۍ انتخابي دوره (۲۰۰۹) کې اتمر د کورنیو چارو وزیر او صالح د ملي امنیت لوی ریس و.
دوی دواړه ظاهراً هغه وخت پر مشورتي لویې جرګې د راکټي بریدونو د نه شنډولو له کبله کرزي بې کفایته وګڼل او استعفا ته یې اړ ویستل.
اتمر او صالح حکومت نه تر استعفا وروسته دوه جلا سیاسي ډلې ( حق او عدالت ګوند او زرغون بهیر) جوړ کړل، خو سیاسي لارې یې تر ډېره ورته معلومیدې.
دوی دواړو په ځینو مناظرو کې یو ځای ګډون وکړ او د پاکستان ضدو او هند پلوو څېرو په توګه یې پاکستان د ترهګرۍ اصلي ځاله وګڼله.
اوس دا دوه ملګري په جلا سیاسي ډلو کې فعال دي؛ اتمر خپله راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته نوماند دی او صالح د اشرف غني د ټاکنیز ټکټ لومړۍ مرستیالي منلې ده.
پر اتمر تورونه
امرالله صالح نن پرخپلې فیسبوک پاڼې په ماهرانه انداز لیکلي، چې اتمر او پاکستان په ګډه په افغانستان کې د موجوده نظام د پرځولو او د موقت حکومت د جوړولو اجنډا مخته وړي.
صالح ویلي، چې د موقت حکومت د جوړیدو غوښتنه پرون اتمر او پاکستاني صدراعظم عمران خان په هم مهاله توګه کړې ده.
ده د پخواني استخباراتي مشر په توګه په ماهرانه انداز ویلي، چې بې ځایه شکونه د احمقانو کار ګڼي، ځکه خو پر اتمر او ټاکنیز ټیم یې کوم شک نه کوي، مګر ورنه غواړي چې له پاکستان څخه د خپلې دغې همغږۍ جزیات روښانه کړي.

د اتمر څرګندونې
حنیف اتمر، چې د مارشال فهیم د تلین غونډې په پلمه پرون مزار شریف ته تللی و، په غونډه کې یې د جوزا میاشتې له پیل سره د ولسمشر غني د کار دوام ناقانونه وباله او د هغه پر بې واکه کولو یې ټینګار وکړ.
اتمر وویل: له دې نېټې وروسته به زموږ لومړیتوب د موقت حکومت جوړول وي؛ دا حکومت باید د سولې هڅې او د راتلونکو ټاکنو ترسره کیدل په ښه ډول مدیریت کړي.
حنیف اتمر ولسمشرغني د ټاکنو په بیاـ بیا ځنډولو تورن کړ او ویې ویل، دوی کومه پټه اجنډا لري، خو د ده ټیم به یې پر وړاندې په کلکه ودریږي.
د اتمر د سولې او اعتدال په نوم ټاکنیز ټیم د صالح ادعاوو ته کوم ځواب لا نه دی ورکړی.
ولې موقت حکومت؟
د دغه حکومت پلویان ټینګار کوي، چې موقت حکومت به د ټاکنو د ځنډولو ترڅنګ د سولې لپاره د طالبانو او امریکا هڅې کامیابې او د طالبانو په ګډون له ځنډ سره نوې ټاکنې رامنځته کړي.
مخالفین یې بیا دا د پاکستان او طالبانو لخوا د اوسني نظام د پرځولو دسیسه بولي او وایي افغانستان نه باید شاته لاړشي.