سرچینه: العربیه نیټ
ژباړه: بشر دروېش
د سلام وطندرار راډیو د تحلیلي راپور له مخې د ملا عمر په اړه ټول ترلاسه شوي اطلاعات هغه یو افسانوي او له واقعیته لیرې سړی څرګندوي، خو ټول هغه کسان چې د نوموړي په اړه غږیدلي، پر دې یوه خوله دي، چې هغه ( نړۍ ته په یوه سترګه) کتل.
د ملا عمر د نابینا کیدو په اړه هم یوه جذابه افسانوي کیسه موجوده ده، چې تر یوه حده د دغه سړي په اړه له وړاندې شوي تصویر سره برابره ښکاري.
د طالبانو دریځ
د طالبانو تحریک د ملا عمر په خپاره کړي ژوند لیک کې لیکلي، چې نوموړی په افغانستان کې د شوروي ځواکونو د موجودیت پر وخت څلور ځله ټپي شوی. د دوی په وینا په وروستي ځل د عمر د ښي اړخ سترګه په چره لګیدلې.
طالبانو پخپله وېب پاڼه کې د نوموړي د سترګې د درملنې په اړه جزیات نه دي ورکړي، خو یو ناتایید شوی روایت دا غوټه تر یوه ځایه را سپړي.
دغه روایت ته ورته روایت د پاکستان پخواني ولسمشر پرویز مشرف هم پخپل کتاب کې ذکر کړی دی.
افسانوي روایت
دا روایت وایي، چې ملاعمر په سترګه له چرې لګیدو وروسته په پوره حوصله دغه چره د چړې په څوکې له خپلې سترګې راویستې او بیا یې د څه وخت لپاره دا سترګه پټه کړې.
د دغه روایت له مخې دې واقعې ملا عمر لا نور وحشتناک کړ.
د یوویشتمې پېړۍ یوه انسان ته داسې عمل غیرعملي او ناممکنه ښکارري، خو د ملا عمر پلویان دا کیسه د هغه د (نه بیانیدونکې زړه ورتیا) د یوې مستندې کیسې په توګه په ویاړ سره کوي.
راکټي ملا
ملاعمر د طالبانو ډلې له جوړولو مخکې د روس خلاف د جنګیدونکو مجاهدینو جنګیالی او په راکټ ویشتلو کې په استادۍ مشهور و.
د هغه په مختلفو ژوند لیکونو کې راغلي، چې ملاعمر د زره پوش ټانګونو په ویشتلو کې ډېرماهر و.
ده ته په یوه منسوبه کیسه کې ویل شوي، چې هغه د ملابرادر په ملتیا د یوې جګړې پرمهال په څلورو راکټو څلور زره پوش ټانګونه ویشتي وو.
منزوي سړی
د طالبانو د مشر په اړه دا خبره عامه ده، چې د قدرت پر وخت یې ډېر کم خلک لیدو ته منل او ډېر منزوي خوښی سړی و.
د ده دا ارمان به خامخا د امریکا له برید وروسته ډېر پوره شوی وي، ځکه پټ ژوند او له سترګو پناه حالت یې تر ډېره په نصیب شو.
د هالینډ یوې ژورنالیستې بیا څه موده مخکې د عمر د ژوند په اړه حیرانونکې ادعا کړې او ویلي، چې تر مرګه له خپل پلرني کلي نه و وتی او هملته په غرونو کې پټ او بیا مړشو.
ملاعمر څلور ښځې لرلې، چې له اولادونو یې د ملا یعقوب په نوم یو زوی اوس ډېر مشهور او د طالبانو د ډلې مرستیال دی.