د پاکستان پخوانی ولسمشر آصف علي زرداري چې هم د مالي فساد او هم مالي شتمنیو له اړخه په پاکستان کې لوی نوم لري، اوس یې د مالي فساد قضیې په سپړل کیدو دي.
د زرداري مخالفت
د زرداري قضیه د پلازمېنې اسلام اباد محکمې ته سپارل شوې، خو هغه یې مخالفت کړی.
زرداري وایي دی د سند ایالت اوسیدونکی دی او هغه قضیه چې دی پکې په فساد کولو تورن دی، هغه هم د سند اړوند کیږي.
له دې کبله دی غواړي، چې قضیه یې د اسلام اباد پرځای په سند کې وڅېړل شي.
زرداري په دې تړاو د سند ایالتي محکمې ته شکایت کړی او ترې غوښتي یې دي، چې د ده قضیه دې ځانته را وغواړي.
د زنداني کیدو احتمال
پاکستاني رسنۍ وایي د مالي فساد په قضیو کې د زرداري د پړ ثابتیدو او د ده او خور یې (فریال تالپور) د زندان ته تلو احتمال زیات دی.
ویل کیږي، چې په سیاسي لحاظ هم د زرداري د زنداني کیدو زمینه مساعده ده.
دا احتمال ځکه زیات دی، چې له ده مخکې بل قوي سیاستوال او برحال صدراعظم نواز شریف هم په فساد کې پړ او له لور سره یې یو ځای زنداني شو.
زرداري او نواز شریف یو په بل پسې د پاکستان دویم او درېیم شتمن کسان ګڼل کیږي.
نواز شریف، چې د زړه له ناروغۍ هم کړیږي، محکمې له سیاسته د منع کولو ترڅنګ په ۷ کاله بند محکوم کړی.
د زرداري ګواښ ته غبرګون
څه موده وړاندې د سند د ایالتي پارلمان ریس، چې د زرداري د پیپلز پارټۍ اړوند و، د مالي فساد په تور ونیول شو.
زرداري د هغه د نیولو په غبرګون کې د پاکستان د حکومت پرځولو ګواښ وکړ، خو د بهرنیو چارو وزیر او د تحریک انصاف ګوند مرستیال شاه محمود قریشي زرداري ته په خطاب کې وویل: اوس ستا د دوسیو څېړلو او زنداني کیدو وخت دی.
قریشي مخکې د زرداري د ګوند مهم سړی او د حکومت د بهرنیو چارو وزیر و.
پر زرداري تورونه
زرداري تورن دی، چې په د ټاکنیزې نوم لیکنې پروخت یې په امریکا کې د خپل اپارتمان، د نړۍ په نورو سیمو او ان پاکستان کې د ټولو جایدادونو په اړه معلومات پټ کړي.
ویل شوي، چې هغه دا معلومات په دې پټ ساتلي، چې په فساد یې اخیستي او نه غواړي د دغو املاکو مالي سرچینې په ډاګه شي.
د پاکستان د ریل پټلۍ وزیر او د زرداري پخواني سیاسي ملګري شېخ رشید احمد ادعا کړې، چې په فساد کې زرداري تر نواز شریف ډېر مخکې او زیات بدنام دی.
تدابیري ګامونه
د پیپلز پارټۍ مشر او د زرداري زوی بلاول بوټو تېره اونۍ له زنداني شوي صدراعظم نوازشریف سره په زندان کې ولیدل او د عمران خان د واکمن حکومت پرضد یې پر ګډ ایتلاف خبرې ورسره وکړې.
عمران خان د پاکستان په دودیز سیاست کې چندان ملاتړ نه لري، خو د ځوان نسل او پوځ په ملاتړ واک ته رسیدلی.
هغه د دودیزو سیاستوالو د څنډې ته کولو پلان لري او غواړي، چې دوی ترې بیا سرپورته نه کړي.
خو نوازشریف او د زرداري ګوند چې له څو لسیزو راهیسې د پاکستان په سیاست کې مهم ځای لري، غواړي سره یو لاس او د عمران خان حکومت وننګوي.