
د بنګله دېش چارواکو ویلي، چې د کرکټ ملي لوبډله یې د نیوزیلینډ د جوماتونو له ترهګریزو پېښو روغه وتلې.
د دوی په وینا لوبډله یې پرون د جمعې په ورځ د نیوزیلینډ په چرچ کرایست ښار کې له نښه شویو جوماتونو څخه یوه جومات ته د لمانځه لپاره تله، چې له رسیدو مخکې له ترهګریزې پېښې خبر شول.
په دغه پېښه کې تر ۵۰ پورې مسلمانان شهیدان او لسګونه نور ټپيان شوي.
د بنګله دېش د کرکټ لوبډلې اجرایه مشر نظام الدین چودهوري ویلي، چې د لوبډلې ټول لوبغاړي یې یو ځای وو او ټول روغ رمټ دي.
د لوبې لغوه کیدل
د بنګله دېش کرکټ لوبډله نیوزیلینډ ته د سیالیو لپاره تللې وه.
په پام کې وه، چې نن دغه لوبډله د یاد شوي هېواد له ملي لوبډلې سره لوبې ولري، خو پر نوورد او نور جوماتونو له ترهګریزو پېښو سره دغه سیالۍ لغوه شوي دي. په همدې سره بنګلدیش لوبډله د کور په لور رخصت شوې او وروستۍ ټیسټ ولوبه هم پاتې شوه.
توره ورځ
د نیوزیلینډ حکومت دغه ورځ توره ورځ ګڼلې او ملي ماتم یې پکې اعلان کړی.
چارواکو ویلي، چې د پېښې په تور یو اسټرالیایي ترهګر نیول شوی هم دی.
عیني شاهدانو ویلي، چې بریدګرو پوځي جامې اغوستې وې او جوماتونو ته له ننوتو سره یې پر لمونځ کوونکي ډزې کړي.
له پېښې وروسته د نیوزیلینډ حکومت د جوماتونو فعالیت تر اطلاع ثاني پورې د امنیتي دلایلو له کبله منع کړی.
د افغان حکومت دریځ
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د نورو اسلامي هېوادونو د مشرانو په شان په کلکو ټکو غندلی او ویلي، چې ترهګري مذهب، پولې او هیچا سره تړاو نه لري.
هغه د قربانیانو په ویر کې ځان او افغانان شریک ګڼلي او ټپیانو ته یې د بېړنۍ روغتیا هیله کړې ده.