د موقت حکومت انګازې؛ ډاکټرعبدالله یې د واقعي سولې په قیمت ملاتړی دی

لاس کې ودانۍ د جوړولو تخته

د افغان سولې په تړاو د امریکا او طالبانو د مذاکراتو له پياوړتیا سره پر موقت حکومت د دوی د توافق اوازه هم ګرمه شوې.
دا خبره په تازه ګام کې د لوړپوړو افغان چارواکو له خولې هم اوریدل کیږي؛ خو په دې توپير چې ځینې یې مشروط ملاتړي او ځینې یې سرسخته مخالفین دي.
د ډاکټرعبدالله دریځ
د ملي یووالي حکومت اجرایه ریس ډاکټرعبدالله عبدالله، چې د دغه حکومت نېمایي شریکوال دی، په یوه تازه مرکه کې د موقت حکومت د رامنځته کیدو مشروط ملاتړ کړی دی.
عبدالله د یک په نوم خصوصي تلویزون سره په نوې مرکه کې ویلي، چې د واقعي سولې د راتلو په شرط د موقت حکومت د جوړیدو ملاتړ کوي او له خپلې څوکۍ ایسته کیږي.
عبدالله په دې مرکه کې دا هم منلې، چې د حکومتولۍ دوره یې کامیابه نه وه.
هغه پردې هم اعتراف کړی، چې د حکومت د اجرایه ریس په توګه د یوه برخه وینه توییدو مسوول دی.
عبدالله پردې هم ټینګار کړی، چې د سولې په هڅو کې باید ټولې خواوې ښکېلې وي.
د ولسمشر غني برعکس دریځ
ولسمشر غني او پلویان یې بیا د موقت حکومت د رامنځته کیدو سرسخت مخالفین دي.
ښاغلي غني د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو لپاره د خپلې نوم لیکنې پر ورځ په دې اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې قهرجنې خبرې وکړې.
هغه پرته له دې، چې د چا نوم واخلي وویل: د موقت حکومت خوب به په زرو کالو کې هم پوره نه شي، دا طرحه هغو خلکو جوړه کړې، چې ما پخپله شاګردۍ هم نه نیول.
پر خلیلزاد تورونه
د ولسمشرغني د ملي امنیت سلاکار ډاکټرحمدالله محب امریکا ته د تازه سفر پروخت د افغان سولې لپاره د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد تورن کړی، چې د سولې د هڅو په نوم خپلې شخصي اجنډاوې تعقیبوي.
محب پرخلیلزاد تور لګولی، چې د افغان حکومت د مشروعیت ختمولو او د طالبانو د دریځ پياوړي کولو هڅې کوي.
د محب په وینا دغه افغاني الاصله امریکایي استازی (زلمی خلیلزاد) خپله هم د افغان واکمنۍ پخوانی شوقي دی او هڅه کوي، چې یا خپله او یا یې نور سیاسي ملګري پرافغانستان واکمن شي.
افغان ملي امنیت سلاکار، خلیلزاد د موقت حکومت په طرح ریزۍ تورن کړی او د سولې روانې هڅې یې خطرناکه ګڼلي.
د امریکا د بهرنیو چارو مرستیال وزیر بیا له محب سره په لیدنه کې د هغه پر خبرو توند غبرګون ښودلی او ویلي، چې دا خبرې پر خلیلزاد نه؛ بلکې د امریکا پر بهرنیو چارو وزارت برید دی او پایلې یې د سولې ترڅنګ د افغانستان ـ امریکا اړیکو ته ښې نه دي.
په سیاسي حلقو کې نوې اوازې
د کابل په سیاسي محفلونو کې نوې اوازې دا دي، چې د طالبانو، امریکا او د افغان حکومت د مخالفو سیاسي ډلو ترمنځ د موقت حکومت پر جوړولو هوکړې ته خبره نیږدې ده.
نا تایید شوي راپورونه دا دي، چې دغه حکومت به د راتلونکي جوزا له پيل سره(د ولسمشرغني د واک موده په همدې وخت ختمیږي) جوړ او تر دوو کلونو به دوام وکړي.
د سرچینو په حواله د پخواني پاچا ظاهر شاه نیږدې سړی عبدالستار سیرت، د بهرنیو چارو پخوانی وزیر زلمی رسول او د بهرنیو چارو وزارت پخوانی مرستیال حکمت خلیل کرزی له هغو کسانو څخه دي، چې د دغه حکومت د مشرۍ لپاره په پام کې دي.
وېل کیږي، چې دغه احتمالي حکومت به په کابل کې وسله والو طالبانو ته د سیاسي دفتر د پرانیستو ترڅنګ په تدریجي ډول د دوی د وسله والو د ادغام او عمومي بې وسلې کولو پروسه مخته وړي.
همدا شان به د اساسي قانون د تعدیل او ټولمنلو ولسمشریزو، پارلماني او نورو ټاکنو زمینه مساعدوي.
د طالبانو او نورو ډلو دریځونه
وسله والو طالبانو مخکې رد کړې، چې ګواکې د موقت حکومت د جوړولو غوښتنه لري.
دوی د راتلونکي حکومت پر څرنګوالي ډېرڅه نه دي ویلي، خو د افغان حکومت پرځای یې له افغان سیاسي ډلو سره د سولې پر خبرو ټینګار کړی.
مخکیني ولسمشر حامد کرزي د ماسکو له غونډې وروسته بي بي سي ته په یوه مرکه کې د موقت حکومت مخالفت وکړ او ویې ویل، د سولې لپاره ښه ده چې ټاکنې وځنډول شي او د اوسني حکومت د واک موده په دې شرط تمدید شي، چې سولې ته به په پوره قوت سره کار کوي.
د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار بیا ویلي، چې موقت حکومت که د سولې لپاره د وسله والو طالبانو وروستی او کلک شرط وي، دی یې مني، خو شرط به یې دا وي چې د دغه حکومت د واک موده معلومه او له هغو بې طرفو خلکو به جوړیږي، چې رامنځته کیدونکو ولسمشریزو ټاکنو ته نه نوماندیږي.
د عامو افغانانو یوه برخه خلک موقت حکومت د نظام د پرځولو او شاتګ په مانا ګڼي او سخت مخالفت ورسره کوي، خو پلویان یې بیا سوله له ټاکنو او نورو مسئلو مهم بولي او د موقت حکومت رامنځته کیدل غوره حل لاره ګڼي.