په بلخ کې له پروني اړ دوړ وروسته له مزار شریف څخه د وضعیت د عادي کیدو راپورونه ورکړل شوي.
د بلخ یو شمېر خبریالانو پرخپلو فیسبوک پاڼو د ښار د ځینو څنډو تازه عکسونه خپاره کړي، چې خلک پکې د عادي ژوند په حال کې ښکاري.
له دې سره د ملي دفاع او کورنیو چارو سرپرست وزیران نن دې ولایت ته رسیدلي او دغلته د عطامحمد نور سربیره د بلخ د والي او نورو چارواکو سره په خبرو بوخت دي.
د امنیه قومندان پرسر جنجال
د بلخ نوي امنیه قومندان مل پاسوال عبدالرقیب مبارز پرون د مخکیني والي عطامحمد نور له وسله وال مزاحمت سره بیا هم خپله دنده پیل کړه.
عطا په دې اعتراض درلود، چې ولسمشر غني ورسره د ولایت د پریښودو به شرایطو کې د ده د ټاکلو کسانو د نه ګوښه کولو وعده کړې وه.
عطا محمد له خلکو غوښتي وو، چې کاروبار بند او د اعتراض په بڼه ښار ته راووځي.
هغه خپل نامسوله وسله وال او په پولیسو کې نفوذي کسان هم د نوي قومندان د معرفۍ مزاحمت ته بللي وو.
خو نوی قومندان د کورنیو چارو وزارت د امنیتي مرستیال خوشال سادات او کومانډو پولیسو په ملتیا دنده پيل کړه.
وسله واله نښته
قومندانۍ ته د نوي قومندان د ورتلو پروخت د عطامحمد نور پلویانو پولیسو سره نښته هم کړې، چې ویل کیږي یو پولیس پکې وژل شوی او له دواړو غاړو ګڼ نور کسان ټپیان شوي دي.
د دې نښتې نور جزیات نه دي رسنیز شوي.
په لومړي ځل د لانجمن فرمان عاجل تطبیق
د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویلي، چې په وروستیو کلونو کې دوی په لومړي ځل له ځنډ پرته د ولسمشر یو له مخالفت سره مخ شوی فرمان عملي کړی.
خوشال سادات ویلي، چې نور به د قانون په تطبیق کې همداسې جدي چلند کیږي.
د خالد او اندرابي سفر
د بلخ د دغې ناندرۍ په دویمه ورځ نن د ملي دفاع سرپرست وزیر اسدالله خالد او د کورنیو چارو وزارت سرپرست مسعود اندرابي په ګډه نن بلخ ته رسیدلي.
دوی له سفر مخکې پرون په یوه ګډه لنډه مرکه کې د بلخ پر وضعیت تبصره کړې ده.
اندرابي بلخ مېشتو ته ډاډ ورکړی، چې وضعیت به زر عادي او رامنځته شوې ستونزه به حل شي.
اسدالله خالد بیا ویلي، چې عطامحمد نور یې نیږدې ملګری دی او د خبرو له لارې به ورسره د ده په خبره رامنځته شوی ناسم پوهای حل کړي.
بل خوا راپورونه وايي چې د مزار شریف د ښار په مهمو سیمو او کمربندونو کې د افغانستان د ملي اردو سرتیري ځای پر ځای شوي دي.
نور غبرګونونه
په ټولنیزو رسنیو کې لسګونه کسانو د ځانګړو افغان ځواکونو او په خاص ډول د کورنیو چارو وزارت د امنیتي مرستیال عکسونه خپاره کړي او دوی یې ستایلي.
د پلویانو په وینا یې دوی د قانون په تطبیقولو ننګ کړی او د زورواکۍ په ماتولو کې یې میدان ګټلی.
خو د حکومت سیاسي مخالفین په دې موضوع قهریدلي.
د حکومت اجرایه ریس ډاکټرعبدالله ویلي، چې له افغان ځواکونو باید د ترهګرۍ د ځپلو لپاره کار واخیستل شي، نه چې د ټاکنیزو موخو لپاره سیاسي استفاده ورڅخه وشي.
بل ولسمشریز نوماند حنیف اتمر، چې له عطا محمد نور سره یې ګډ ټاکنیز ټیم جوړ کړی، حکومت په پرونۍ پېښه په خیانت کولو تورن کړی.
اتمر ویلي، چې دوی به د حکومت زور کارول بې ځوابه پرې نه ږدي او پوښتنه به یې وکړي.
هغه هم حکومت په سیاسي او انتخاباتي چلند تورن کړی او ویلي، چې تراوسه یې د دوی د ټیم ۱۶ لوړپوړي کسان له حکومتي دندو ایسته کړي.
خو د ملي دفاع وزارت سرپرست اسدالله خالد وایي، چې اتمر سره یې په ټلیفون خبرې کړي او ویلي، چې دا موضوع دې نه سیاسي کوي.